نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
امریکا په قطر کې بند پاتې افغانانو ته د بېرته ستنېدو لپاره پیسې ورکوي، دا پلان 'خیانت' بلل شوی
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په قطر کې د یوه کمپ د تړلو هڅو په ترڅ کې، چېرته چې افغانان له کلونو راهیسې بند پاتې دي، هغوی ته د بېرته ستنېدو لپاره د پیسو ورکړه پیل کړې ده.
امریکا په قطر کې بند پاتې افغانانو ته د بېرته ستنېدو لپاره پیسې ورکوي، دا پلان 'خیانت' بلل شوی
امریکا په قطر کې بند پاتې افغانانو ته د بېرته ستنېدو لپاره پیسې ورکوي، دا پلان 'خیانت' بلل شوی / trt

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په قطر کې د یوه کمپ د تړلو هڅو په ترڅ کې، چېرته چې افغانان له کلونو راهیسې بند پاتې دي، هغوی ته د بېرته ستنېدو لپاره د پیسو ورکړه پیل کړې ده. دا خبره د چهارشنبې په ورځ د سویلي او مرکزي اسیا لپاره د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي کانګرس ته وکړه.

د امریکا د پوځ په پخوانۍ اډه، کمپ السیلیه (CAS) کې، له ۱۱۰۰ ډېر کسان لږ تر لږه د تېر کال له لومړیو راهیسې ساتل کېږي. دا هغه مهال و چې د جمهوري غوښتونکي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د هغو افغانانو لپاره د بیا میشتیدنې بهیر ودراوه چې د امریکا له پوځ سره د اړیکو له امله د طالبانو چارواکو له غچ اخیستنې څخه وېرېدل.

د بشري حقونو مدافعین وايي چې په دې ډله کې ملکي کډوال، هغه ښځې چې په افغانستان کې د امریکا د ۲۰ کلنې جګړې پر مهال یې د ځانګړو ځواکونو په توګه دنده ترسره کړې، او د امریکايي پوځیانو د کورنیو غړي شامل دي، چې ټول به هېواد ته د بېرته ستنېدو په صورت کې له خطر سره مخ شي.

ډیموکراتانو د ټرمپ ادارې پر دغه پلان، چې د مارچ میاشتې په پای کې د دغه مرکز له پلان شوي تړلو مخکې هغو کسانو ته چې "په خپله خوښه د بېرته ستنېدو" سره موافقه کوي، د پیسو وړاندیز کوي، کلکه نیوکه کړې ده. د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د فرعي کمېټې جګپوړې ډیموکراتې، سیډني کاملاګر-ډو، د چهارشنبې په ورځ په یوه استماعیه غونډه کې دا کار "زموږ له افغان متحدینو سره خیانت" وباله.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، ایس پاول کپور، وویل چې هغه په دې باور دی چې شاوخوا ۱۵۰ کسانو لا دمخه دا پیسې منلې دي، خو هغه نه پوهېده چې د دوی له بېرته ستنېدو وروسته پرې څه شوي دي.

کپور وویل: "موږ افغانان په زوره افغانستان ته نه ستنوو. ځینې په خپله خوښه تللي دي، خو موږ څوک نه اړ کوو." هغه زیاته کړه: "موږ د هغوی د لېږدولو په لټه کې یو. موږ له درېیمو هېوادونو سره په دې اړه خبرې کوو. زموږ په باور دا په حقیقت کې یوه ښه پایله ده. هغوی د تل لپاره په کمپ السیلیه کې ساتل... معقول نه دي."

کپور د پیسو د ورکړې د جزئیاتو په اړه څه ونه ویل او د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه د تبصرې غوښتنې ته ځواب ونه وایه.

د #AfghanEvac په نوم د تجربه کارو سرتېرو او مدافع ډلو د ائتلاف مشر، شان وان ډایور، رویټرز ته ویلي چې د اصلي غوښتونکي لپاره ۴۵۰۰ ډالر او د هر اضافي کس لپاره چې لېږدول کېږي، ۱۲۰۰ ډالر وړاندیز شوي دي.

وان ډایور وویل چې دا بېرته ستنېدل په رښتیا هم په خپله خوښه نه دي، او زیاته یې کړه چې په قطر کې د دغه مرکز کارکوونکي افغانانو ته وايي چې دوی باید دا وړاندیز ومني، ځکه درېیم هېواد ته د دوی لېږدول ناڅرګند دي.

وپلټۍ
په روسیه او اوکراین کې د شپنیو بریدونو له امله لږ تر لږه ۵ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي
جسټین ټروډو : کاناډایان امریکا ته د سفر په اړه جدي اندېښنې لري
د ناټو کلنی اټومي مخنیوي کوونکي پوځي تمرینات به د اکټوبر پر ۱۳مه پیل شي .
نیویارک ټایمز: د ټرمپ اداره د مالي لوجیستیکي ننګونو له امله د سمندر له لارې کډوالو ډیپورتوي
په هند کې د ټاکنیزو اعتراضونو له امله په پلازمینه  نوي ډیلي کې په زرګونو تنه پولیس ځای پر ځای شوي دي
زیلینسکي: د اوکراین مذاکراتي پلاوی به سبا له ویټکوف او کوشنر سره وویني
د امریکا پوځ پر ایران د نویو بریدونو پلان چمتو کړی دی.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
انګلستان به د اسرائیلو د بندیز امر سربیره په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې ډیپلوماتیک حضور وساتي
پاکستان د انرژۍ د بحران پر مهال له پیسو نړۍوال صندوق سره د ۱.۲ میلیارد ډالرو په کچه موافقې ته ورسېد
ټرمپ د امریکا د منځمهاله ټاکنو څخه مخکې د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام پلان لري
هند د سټارلېنک د بندېدو په اړه د ماسک له ادعاوو وروسته د سپوږمکيز انټرنېټ پر مقرراتو رڼا واچوله
جرمني د استخباراتو پخوانی رئيس د ماشومانو تښتونه کې له اسرائیل سره د تړاو له امله تر څېړنو لاندې دی
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امریکا مرستیال ولسمشر وینس وايي، ایران باید د جګړې پای ته رسولو لپاره د یورانیمو غني کول کم کړي
هند د ټاکنو اړوند پراخو لاریونونو په ترڅ کې د اپوزیسیون مشر راهول ګاندي ونیوه
څو مهم لنډ خبرونه
د اسټرالیا اپوزیسیون په تاریخ کې «د کډوالۍ د کچې د تر ټولو لوی کمښت» ژمنه وکړه
سي آی اې (CIA) خبرداری ورکړی چې د داخلي درزونو ژورېدل اسرائیل د کورنۍ جګړې له خطر سره مخ کوي .
ایران ویلي دي چې له امریکا سره خبرې اترې او مذاکرات هېڅ مانا نه لري»