منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
سوریې د اسد د دورې د سرغړونو له امله د پخواني ولسمشر بشارلاسد یو مهم همکار لوړپوړی جنرال ونیول.
د سوریې چارواکو د شنبې په ورځ د د بشارلاسد د یوه مهم همکار او لوړپوړي جنرال د نیولو خبر ورکړ، چې د اسد د دورې پر مهال په شویو سرغړونو کې په لاس لرلو تورن دی.
سوریې د اسد د دورې د سرغړونو له امله د پخواني ولسمشر بشارلاسد یو مهم همکار لوړپوړی جنرال ونیول.
سوریې د اسد د دورې د سرغړونو له امله د پخواني ولسمشر بشارلاسد یو مهم همکار لوړپوړی جنرال ونیول. / Reuters

تورن جنرال وجیه علي العبدالله د اسد په واکمنۍ کې ۱۳ کاله په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د پوځي چارو د رئیس په توګه دنده ترسره کړې وه.

د سوریې چارواکو د شنبې په ورځ د د بشارلاسد د یوه مهم همکار او لوړپوړي جنرال د نیولو خبر ورکړ، چې د اسد د دورې پر مهال په شویو سرغړونو کې په لاس لرلو تورن دی.

کورنیو چارو وزارت پر 'اېکس' ټولنیزه شبکه لیکلي چې امنیتي ځواکونو د ترهګرۍ ضد ریاست په همغږۍ په یوه 'چټک امنیتي عملیات' کې تورن جنرال وجیه علي العبدالله نیولی دی.

د وزارت په وینا، العبدالله د ګوښه شوي ولسمشر بشارالاسد په واکمنۍ کې ۱۳ کاله په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د پوځي چارو د رئیس په توګه دنده ترسره کړې ده.

په اعلامیه کې العبدالله 'د پخواني رژیم د نږدې کړۍ یو له ستنو' څخه بلل شوی او تور لګول شوی چې د خپلې دندې پر مهال یې د سوریې د ملکي وګړو پر وړاندې 'ځپونکي اقدامات او سختې سرغړونې' همغږې کړي دي.

څېړنو ښودلې چې العبدالله دا چوکۍ د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۸ کلونو ترمنځ په غاړه لرله، هغه دوره چې وزارت د سوریې په وروستي تاریخ کې تر ټولو خونړۍ بللې ده.

دا نیونه د هغو عملیاتو یوه برخه ده چې د سوریې پخواني پوځي او امنیتي چارواکي په نښه کوي، کوم چې د سوریې د انقلاب پر مهال په سرغړونو کې په لاس لرلو تورن دي.

د جمعې په ورځ، سوریې چارواکو جنرال خردل احمد دیوب ونیو، چې د دمشق ته نږدې په ختیځه غوطه کې په کیمیاوي برید کې په لاس لرلو تورن دی.

دا نیونه څو ورځې وروسته له هغه وشوه چې چارواکو امجد یوسف ونیو، چې په ۲۰۱۳ کال کې یې د دمشق په تضامن سیمه کې د عام وژنې په ترسره کولو تورن دی.

اسد، چې نږدې ۲۵ کاله یې پر سوریې واکمني وکړه، د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په اتمه روسیې ته وتښتېد، چې په دې سره د بعث ګوند لسیزې اوږده واکمني پای ته ورسېده، کومه چې په ۱۹۶۳ کال کې پیل شوې وه. د ۲۰۲۵ کال په جنوري کې د ولسمشر احمد الشرع په مشرۍ یوه انتقالي اداره جوړه شوه.

 

وپلټۍ
امریکا په اروپا کې ناټو ته ورکړل شوې الوتکې او جنګي کښتۍ کموي
ټرمپ ادعا کوي چې له ایران سره به «لویه» هوکړه په اروپا کې لاسلیک شي
غزه کې د اسرائیلو په ډزو کې درې فلسطینیان ټپیان شوي، پوځ په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې کور ویجاړ کړ
په سوریه کې د بهرنیو چارو په وزارت سایبري برید شوی
اسرائیل په فلسطین کې خپل اشغال ته وسعت ورکوي
نړیوال قدرتونه د امریکا او ایران ترمنځ د زغم غوښتنه کوي
تورکیې د جنوبي قبرس د یوناني ادارې او فرانسې ترمنځ د ځواکونو د تړون په اړه سخت غبرګون وښود
ایران له وروستیو امریکايي بریدونو وروسته اوربند "بې مانا" اعلان کړ
د برېتانیا وزیر په شمالي آیرلنډ کې د کډوالۍ ضد تاوتریخوالی 'نژادپاله بدماشي' وبلله او ویې غندله
د سویس او فرانسې په پوله د جي-۷ (G7) سرمشریزه؛ د لاریونونو له وېرې سخت امنیتي تدابیر
اسرائیل وايي چې له لبنان څخه توغول شوي توغندي یې ځواکونو ته نږدې لګیدلي دي
په سویلي چین کې یوې چاودنې اووه کسان ووژل او ۱۷ نور یې ټپیان کړل
د امریکا د ولسمشر مرستیال جې ډي وینس: نتانیاهو 'بې له شکه ځینې غلط کارونه کړي دي'
په ایران کې دننه د امریکا پراخو نویو بریدونو ګڼې موخې لړزولې دي
ایران وايي په اردن کې یې د امریکا په هوايي اډه برید کړی او ادعا کوي چې جنګي الوتکې یې ویجاړې کړې دي