د اسرائیلي رسنیو د دوشنبې ورځې د راپور له مخې، بنیامین نتنیاهو امنیتي ادارو او لوی څارنوال ته لارښوونه کړې چې هغه سرتیري او افسران وپیژني او پر وړاندې یې قانوني چلند پیل کړي، چې په غزه کې د اسرائیلو د ملکي وژنو په اړه "نازا" نومي څیړنیز مستند فلم کې یې خپل نظرونه څرګند کړي دي.
د هارتص (Haaretz) ورځپاڼې د راپور له مخې، نتنیاهو د لوی درستیز ایال زمیر، د شین بیټ (د کورني امنیت اداره) رییس ډیویډ زیني او لویې څارنوالې ګالي بهاراو-میارا ته په یوه استولي لیک کې، په مستند فلم کې برخه اخیستونکي کسان "د معلوماتو د امنیت په جدي سرغړونو او د افترا (تور لګولو) په جرم" او د "اسرائیلو ډیپلوماټیکو او امنیتي ګټو" ته په زیان رسولو تورن کړي دي.
دغه جایزه ګټونکی مستند فلم، پر غزه د اسرائیلو د نسل وژنې جګړې پر مهال په هدفي وژنو او پوځي بریدونو کې د مصنوعي استخباراتو او د څارنې د اتوماتیکو سیستمونو کارولو ته کتنه کوي.
د فلم نوم "نازا" هغه لنډیز ته اشاره کوي چې د اسرائیلو د پوځي استخباراتو لخوا په یوه هوایي برید کې د وژل کیدونکو ملکي وګړو د اټکل شوې شمیرې څرګندولو لپاره کارول کیږي.
د اسرائیلو پوځ د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر میاشتې راهیسې چې جګړه پیل شوې، د یوه بې رحمه برید په ترڅ کې چې ټوله سیمه یې په کنډواله بدله کړې، له ۷۴ زرو څخه ډیر فلسطینیان وژلي او له ۱۷۵ زرو څخه ډیر یې ټپیان کړي دي.
نتنیاهو ادعا کړې چې یاد شوی فلم یو "ناسم، ګمراه کوونکی او متعصب روایت" وړاندې کوي چې اسرائیل او د هغه پوځ بدناموي او د هیواد نړیوال اعتبار ته زیان رسوي. هغه په خپل لیک کې ویلي: "اندیښنې شتون لري چې په دې بدناموونکي فلم کې شاملو کسانو د خورا پټو معلوماتو په افشا کولو او د یوه خورا حساس استخباراتي واحد د معلوماتي امنیت په سرغړونې سره جدي جرمونه کړي دي."
دا فلم چې د ۲۴ اسرائیلي سرتیرو او استخباراتي پرسونل پر شهادتونو ولاړ دی، تیره میاشت د وینس فلم فستیوال کې د هیئت ځانګړې جایزه وګټله.
له جایزې وروسته، د اسرائیلو د کلتور وزیر میکي زوهر دا مستند فلم "ټیټ او رذیلانه" وباله او جوړونکي یې په "ملي خیانت" تورن کړل، او د کورنیو چارو له وزارت څخه یې وغوښتل چې د دغو کسانو د تابعیت لغوه کول و ارزوي.
د هارتص د راپور له مخې، زوهر همدارنګه پوځي استخباراتو، پوځي څارنوالۍ او د اسرائیلو هوایي ځواکونو ته لارښوونه کړې چې په فلم کې د شاملو سرتیرو هویت څرګند کړي او دا معلومه کړي چې ایا دوی برحاله سرتیري، مسلکي افسران او که ریزرف (احتیاطي) سرتیري دي.
د موضوع اړوند بحثونو په ترڅ کې، پوځي څارنوال ایتای اوفیر څرګنده کړه چې که چیرې ثابته نه شي چې ګډونوالو د معلوماتو د امنیت سرغړونه کړې او یا یې پټ معلومات افشا کړي دي، نو د جنایي تعقیب لپاره به هیڅ قانوني اساس شتون ونلري.
له دې سره سره، اوفیر وویل چې د پوځي امرونو د سرغړونې په صورت کې د انضباطي یا قوماندانۍ په کچه تدابیر نیول کیدی شي.
د اسرائیلو پوځ ادعا کړې چې په مستند فلم کې په غزه کې د پوځ د هدف ټاکلو د پروسیجرونو په اړه انځور شوي معلومات "مهمې واقعي تیروتنې" لري.
د ګارډین (The Guardian) ورځپاڼې چې دا مستند فلم یې چمتو کړی، له فلم څخه دفاع وکړه او ویې ویل چې د شاهدانو د څرګندونو د اعتبار ارزولو پروسه "خورا دقیقه" وه؛ په دې پروسه کې پټ اسناد، د ځانګړو بریدونو تایید او د نورو پټو سرچینو څخه تاییدات شامل وو.
ورځپاڼې څرګنده کړه چې له ۱۰۰ څخه د زیاتو هغو کسانو سره یې مرکې کړي چې د غزې د جګړې پر مهال د کارول شویو اسرائیلي پوځي سیستمونو په اړه معلومات لري، چې په دوی کې هغه لوړپوړي قوماندانان هم شامل دي چې د بریدونو د تصویب په پروسه کې یې رول درلود.
د جرمونو نړیوالې محکمې (ICC) د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې په غزه کې د جنګي جرمونو او د انسانیت پر وړاندې جنایتونو له امله د نتنیاهو او د پخواني دفاع وزیر یواف ګالانت د نیولو حکم صادر کړ.
د ملګرو ملتونو اصلي قضایي ارګان، د عدالت نړیوالې محکمې (ICJ) هم، د هغې دوسیې څیړلو ته دوام ورکوي چې د سویلي افریقا لخوا پرانیستل شوې او ډیری هیوادونه پکې ښکیل دي؛ دا دوسیه اسرائیل په غزه کې د فلسطینیانو پر وړاندې په نسل وژنه تورنوي.

















