پر ایران د جګړې په دوام سره د تېلو بیې په هر بیرل کې له ۱۰۵ ډالرو واوښتې

د سوداګرۍ اقتصاد  د یکشنبې ورځې ارقام ښيي چې په منځني ختیځ کې د کړکېچ په زیاتېدو او د هرمز تنګي (د تېلو د لېږد مهمه نړیواله لاره) په اړه د ناڅرګندتیا له امله، نړیوالو مارکیټونو د ایران وروستیو بدلونونو ته سخت غبرګون ښودلی او د تېلو بیې لوړې شوي

By
پر ایران د جګړې په دوام سره د تېلو بیې په هر بیرل کې له ۱۰۵ ډالرو واوښتې / Reuters

پر ایران د جګړې په دوام سره د تېلو بیې په هر بیرل کې له ۱۰۵ ډالرو واوښتې

د خامو تېلو بیې په هر بیرل کې له ۱۰۵ ډالرو څخه پورته شوې او د لنډ وخت لپاره ۱۰۸ ډالرو ته ورسېدې. دا زیاتوالی وروسته له هغه راغی چې مجتبی خامنه يي د امریکا او اسرائیلو په هوايي برید کې د خپل پلار له وژل کېدو وروسته د ایران نوی ستر مذهبي مشر وټاکل شو.

د سوداګرۍ اقتصاد  د یکشنبې ورځې ارقام ښيي چې په منځني ختیځ کې د کړکېچ په زیاتېدو او د هرمز تنګي (د تېلو د لېږد مهمه نړیواله لاره) په اړه د ناڅرګندتیا له امله، نړیوالو مارکیټونو د ایران وروستیو بدلونونو ته سخت غبرګون ښودلی او د تېلو بیې په چټکۍ سره پورته شوې دي.

د برنټ خامو تېلو  بیه، چې نړیوال معیار ګڼل کېږي، د شیکاګو په سوداګریز مرکز کې د معاملاتو له بیا پیلیدو سمدستي وروسته ۱۰۱.۱۹ ډالرو ته ورسېده، چې د تېرې جمعې ورځې د ۹۲.۶۹ ډالرو په پرتله ۹.۲ سلنه لوړوالی ښيي.

همدارنګه، د ویسټ ټیکساس انټرمیډیټ  تېل، چې په امریکا کې تولیدېږي، په هر بیرل کې نږدې ۱۰۷.۰۶ ډالره پلورل کېدل. دا بیه د جمعې ورځې د ۹۰.۹۰ ډالرو په پرتله ۱۶.۲ سلنه لوړه شوې ده.

د بازار د وضعیت او سوداګرۍ په دوام سره، د تېلو په بیو کې د لا زیات بدلون (لوړېدو یا ټیټېدو) امکان شته.