تورکیه
1 د لوستلو دقیقه
د امریکا د ولسمشر ټرمپ د انقرې د سفر پروګرام اعلان شو
د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ به سبا ماسپښین انقرې ته ورسېږي او د ولسمشر رجب طیب اردوغان لخوا به یې په رسمي مراسمو سره هرکلی وشي.
د امریکا د ولسمشر ټرمپ د انقرې د سفر پروګرام اعلان شو
د امریکا د ولسمشر ټرمپ د انقرې د سفر پروګرام اعلان شو


د ناټو د دولتونو او حکومتونو د مشرانو ۳۶مې سرمشریزې ته چې کوربه توب یې انقره کوي، یوازې څو ساعته پاتې دي. د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ به سبا انقرې ته راشي. سپینې ماڼۍ د ټرمپ د سفر پروګرام اعلان کړ.
د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ به سبا ماسپښین انقرې ته ورسېږي او د ولسمشر رجب طیب اردوغان لخوا به یې په رسمي مراسمو سره هرکلی وشي.

ټرمپ به د دولتي هرکلي په مراسمو او د اعزازي ګارډ (شرف قطعې) له معاینې وروسته، له ولسمشر اردوغان سره دوه اړخیزه لیدنه ترسره کړي.

د چهارشنبې په ورځ به ټرمپ د ناټو په رسمي هرکلي او د یادګاري ډله ییز عکس له مراسمو وروسته، د ناټو د مشرانو په کاري غونډه کې ګډون وکړي.

د امریکا ولسمشر به د چهارشنبې په ورځ ماسپښین د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي او د سوریې له ولسمشر احمد الشرع سره هم دوه اړخیزې لیدنې ولري.

ټرمپ به په همدې ورځ له انقرې څخه تر روانېدو وړاندې یو مطبوعاتي کنفرانس هم جوړ کړي.

 

وپلټۍ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
انګلستان به د اسرائیلو د بندیز امر سربیره په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې ډیپلوماتیک حضور وساتي
پاکستان د انرژۍ د بحران پر مهال له پیسو نړۍوال صندوق سره د ۱.۲ میلیارد ډالرو په کچه موافقې ته ورسېد
ټرمپ د امریکا د منځمهاله ټاکنو څخه مخکې د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام پلان لري
حماس د غزې په روغتون کې د پوځي فعالیت په اړه د اسرائیلو ادعاوې رد کړې
هند د سټارلېنک د بندېدو په اړه د ماسک له ادعاوو وروسته د سپوږمکيز انټرنېټ پر مقرراتو رڼا واچوله
جرمني د استخباراتو پخوانی رئيس د ماشومانو تښتونه کې له اسرائیل سره د تړاو له امله تر څېړنو لاندې دی
ایران ویلي د جګړې د پای ته رسولو په پار د امریکا طرحو ته ځواب به د منځګړو له لارې واستول شي.
فرانسې د طالبانو  له حکومت سره د افغان کډوالو د اېستلو پر سر مالي او تخنیکي خبرې پیل کړې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اردوغان او پوتین په ټیلیفوني خبرو کې په تور سمندرګي کې د امنیت او د روسیې-اوکراین د اړیکو په اړه خبر
د امریکا مرستیال ولسمشر وینس وايي، ایران باید د جګړې پای ته رسولو لپاره د یورانیمو غني کول کم کړي
میسي د په زړه پورې لوبې وروسته له  اوښکو ډکو سترګو سره د ارجنټاین د ملي لوبډلې سره مخه ښه وکړه
هند د ټاکنو اړوند پراخو لاریونونو په ترڅ کې د اپوزیسیون مشر راهول ګاندي ونیوه
حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي پر هوايي ډګرونو او پوځي اډو یې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه کړي