نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
چین د خپلو اټومي وسلو ذخیره د پام وړ لوړه کړې ده. د سټاکهولم د سولې نړۍوال څیړنیز انیستیتیوت
د چين اټومي وسلې په چټکۍ سره د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله ډېرې شوې دي، چې د ۲۰۲۵ کال تر پیل پورې د ۶۰۰ اټومي سرګلولو اټکل شوی شمېر ته رسېدلې دي. دا پرمختګ د نړیوالو وسلو سیالۍ ته نوې وده ورکوي او ستراتیژیکې اندېښنې راپورته کوي.
چین د خپلو اټومي وسلو ذخیره د پام وړ لوړه کړې ده.  د سټاکهولم د سولې نړۍوال څیړنیز انیستیتیوت
/ AP
16 جون 2025

چین د خپلو اټومي وسلو ذخیره د پام وړ لوړه کړې ده. دا خبره د سټاکهولم د سولې نړۍوال څیړنیز انیستیتیوت کړې ده.

د چين اټومي وسلې په چټکۍ سره د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله ډېرې شوې دي، چې د ۲۰۲۵ کال تر پیل پورې د ۶۰۰ اټومي سرګلولو اټکل شوی شمېر ته رسېدلې دي. دا پرمختګ د نړیوالو وسلو سیالۍ ته نوې وده ورکوي او ستراتیژیکې اندېښنې راپورته کوي. دا خبره یو نړۍوال څیړنیز مرکز د دوشنبې پر ورځ وکړه.

سټاکهولم د سولې نړۍوال څیړنیز انیستیتیوت د خپل ۲۰۲۵ کال کلني راپور کې وویل چې د ۲۰۲۳ کال راهیسې د چين اټومي ذخيره هر کال شاوخوا ۱۰۰ سرګلولې زیاتې شوې دي. راپور خبرداری ورکړ چې د وسلو د کنټرول د چوکاټونو د کمزوري کېدو په منځ کې يوه نوې او خطرناکه اټومي سيالي رامنځته کېږي.

د راپور له مخې، د روان کال د جنورۍ تر میاشتې پورې، چين شاوخوا ۳۵۰ نوي بين القاري بالستيک توغنديو ډیپوګانې بشپړې کړې یا چارې د بشپړیدو په حال کې دي. راپور وړاندوينه کوي چې چين ښايي د دې لسيزې تر پای پورې د روسيې يا امريکا په څېر د د اټومي توغندیو شمېر ولري.

خو راپور زياتوي چې که چين د ۲۰۳۵ کال پورې ۱۵۰۰ اټومي سرګلولې ته ورسېږي، نو دا به لا هم د روسيې او امريکا د اوسني اټومي ذخايرو درېيمه برخه وي.

راپور څرګندوي چې د نړۍ نهو اټومي وسلو لرونکو هېوادونو – امريکا، روسيه، برېتانيا، فرانسه، چين، هند، پاکستان، شمالي کوريا او اسرائيل – په ۲۰۲۴ کال کې خپلې اټومي وړتیاوې عصري کړې او پراخې کړې دي.

د راپور له مخې، د نړۍ ټولټال اټومي ذخيره لږ څه کمه شوې او ۱۲،۲۴۱ ته رسېدلې ده، خو د يوې نوې خطرناکې اټومي سيالۍ د رامنځته کېدو په اړه اندېښنه څرګندوي.

روسيه د نړۍ تر ټولو لوی اټومي ذخيره لري چې ۵۴۵۹ سرګلولې لري، په داسې حال کې چې امريکا ۵۱۷۷ سرګلولې لري. د دې دواړو هېوادونو اټومي ذخيره د نړۍ د ټولټال شاوخوا ۹۰ سلنه جوړوي.

اسرائيل ۹۰ اټومي سرګلولې لري، که څه هم دغه هېواد خپله اټومي ذخيره نه ده تایید کړې. راپور وايي چې اسرائيل خپلې وړتیاوې عصري کوي او په ۲۰۲۴ کال کې يې د توغنديو د پروپولشن سيستم ازموينه کړې ده. دغه هېواد د ډيمونا په سيمه کې د خپل پلوتونيوم د تولید د ريکټر د ځای د پرمختګ هڅې هم کوي.

د راپور له مخې، شمالي کوريا د جنورۍ تر میاشتې پورې شاوخوا ۵۰ اټومي سرګلولې لرلې، چې د تېر کال په څېر شمېر دی. دغه هېواد دومره فسيل مواد لري چې تر ۴۰ نورو اټومي سرګلولو پورې جوړ کړي.

د راپور له مخې، د اوږدې مودې سيالان پاکستان او هند په ۲۰۲۴ کال کې خپلې اټومي پروګرامونه پراخ کړي دي. هند په ۲۰۲۴ کال کې يو ځل بيا خپله اټومي ذخيره لږ څه زیاته کړې او د اټومي وسلو د لېږدولو نوي سيستمونه يې جوړ کړي دي. هند اوس ۱۸۰ اټومي سرګلولې لري، چې د تېر کال ۱۷۲ په پرتله زياتې دي.

پاکستان هم په ۲۰۲۴ کال کې د وسلو د لېږدولو نوي سيستمونه جوړ کړي او د فسيل موادو ذخيره يې زیاته کړې، چې ښايي په راتلونکې لسيزه کې يې اټومي ذخيره نوره هم زیاته شي. پاکستان اوس ۱۷۰ اټومي سرګلولې لري، چې د تېر کال په څېر شمېر دی.

د مې په میاشت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ لنډمهاله وسله واله شخړه د تاوتریخوالي د زیاتېدو خطرونه په ډاګه کړل.

وپلټۍ
ایران : د امریکا او اسرائیل په بریدونو کې ۱۳۳۲ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي
په خیبرپښتونخوا ایالت کې پر امنیتي پوستې د برید له امله ګڼشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
راپور: امریکا او اسرائیلو د جګړې په لومړیو ۳۶ ساعتونو کې پر ایران له ۳۰۰۰ ډېر مهمات کارولي دي
ټرمپ وايي، د ایران په جګړه کې د امریکايي ځمکنیو ځواکونو پر لېږلو اوسمهال غور نه کوي
د انګلستان د ویزو بندیز د جګړه ځپلو هیوادونو د زده کوونکو هیلې له خاورو سره خاورې کړې
د مالیزیا لومړي وزیر د افغانستان او پاکستان د لومړي وزیرانو سره خبرې وکړې
اردوغان له مکرون سره په خبرو کې د ناټو د دفاعي اړیکو د پیاوړتیا غوښتنه وکړه
د تورکیې ملي استخباراتو د سوریې په پلازمینه دمشق کې د یوې سترې فاجعې مخه ونیوله .
ایران پر اذربایجان برید وکړ؛ باکو وایي د ځواب ورکولو حق لري
د ايران د روغتيا وزارت: د امريکا او اسرائيلو په بريدونو کې د وژل شويو کسانو شمېر ۹۲۶ ته لوړ شو
امریکا په کویټ کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د وژل شویو دوو نورو سرتېرو هویت څرګند کړ
متحده عربي اماراتو او د اسلامي همکاریو سازمان له ایران څخه په تورکیې د بالستیک توغندي برید وغنده
د ایران لخوا تورکیې پر لورې د راتوغول شوي توغندي له امله تورکیې ایران ته ډیر سخت خبرداری ورکړ
اردوغان د پاکستان او افغانستان ترمنځ د جګړې په شپږمه ورځ د اوربند د بیا ژوندي کولو وړاندیز وکړ
د تورکیې پر لور د توغول شوي بالستیک توغندي د لمنځه وړو په اړه د تورکیې د دفاع وزارت اعلامیه