تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
تورکیې د خپل هیواد په اړه د اروپا د پارلمان وروستی راپور په کلکو ټکو رد کړ
تورکیې د خپل هیواد په اړه د اروپا د  پارلمان  د ۲۰۲۳-۲۰۲۴ کلونو راپور په کلکه  توګه رد کړ او دا راپور کې یادې شوې ادعاګانې تحریف شوي او بې بڼسټه وبللې.
تورکیې د خپل هیواد په اړه د اروپا د پارلمان وروستی راپور په کلکو ټکو رد کړ
/ Reuters

تورکیې دا راپور د انقرې د کورنیو او بهرنیو پالیسیو پر وړاندې له "بې بنسټه تورونو" ډک یو تحریف شوی او تعصب لرونکی سند بللی.

د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې د تورکیې په اړه د  اروپا د پارلمان د عمومي غونډې پر مهال تصویب شوی راپور وغنده، او ویې ویل چې دا د داسې یوې ادارې تعصب څرګندوي چې "ترهګریزو سازمانونو او هغو ډلو ته د تبلیغاتو زمینه برابروي چې د تورکیې مخالفت یې اساسي هدف دی."

وزارت وویل: "موږ د داسې یوې ادارې بې بنسټه ارزونې ردوو چې ترهګریزو سازمانونو او هغو ډلو ته د تبلیغاتو زمینه برابروي چې د تورکیې پر ضد احساسات یې د خپل شتون دلیل ګرځولی. مونږ  د خپل سیاسي دینامیک، بهرنیو پالیسیو او شمالي قبرس ترکي جمهوریت ته د خپل ولسمشر د سفر په اړه بې بڼسټه ادعاګانې او بې ځایه تورونه په کلکه توګه ردوو.

وزارت په اروپایي پارلمان غږ وکړ چې په راتلونکي کې دې یو لا رغنده او متوازن دریځ غوره کړي، په ځانګړې توګه د تورکیې د اوږدمهاله اروپایي اتحادیې د غړیتوب د بهیر په اړه.

اعلامیه په دې پای ته ورسیده: "موږ په راتلونکي کې له اروپایي پارلمان څخه تمه لرو چې خپلې دندې ترسره کړي ترڅو زموږ اړیکې له اروپایي اتحادیې سره، په شمول زموږ د غړیتوب بهیر، د متقابلې ګټې پر بنسټ دوام ومومي."

وپلټۍ
د چین د سیچوان ایالت کې د ودانۍ د دېوال ړنګېدو له امله ۵ کسان وژل شوي
د هند په لویدیځ بنګال ایالت کې په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله نهه کسان مړه شوي دي
ټرمپ یو داسې انځور خپور کړ چې د هرمز تنګی د "امریکا د خاورې" په توګه ښيي
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله