پاکستان بلوچستان ایالت په مرکز کوټې ښار کې د ځانمرګي برید له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان د ناکراره سويل لويديځ ایالت، بلوچستان، دوو چارواکو اې اېف پي خبري اژانس ته ویلي، چې په یوه سیاسي غونډه کې د یوه ځانمرګي بریدګر د ځان الوزولو له امله لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي دي.

/ AA

د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوټې ښار کې د ځانمرګي برید له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د پاکستان د ناکراره سويل لويديځ ایالت، بلوچستان، دوو چارواکو اې اېف پي خبري اژانس ته ویلي، چې په یوه سیاسي غونډه کې د یوه ځانمرګي بریدګر د ځان الوزولو له امله لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي دي.

دغو چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، په دې چاودنه کې چې د سه‌شنبې په ماښام د ایالتي پلازمېنې کوټې د یوه لوبغالي په تمځای (پارکینګ) کې وشوه، لږ تر لږه ۳۰ کسان ټپیان شوي دي. په دې ځای کې د بلوچستان نېشنل پارټۍ (BNP) سلګونه غړي راټول شوي وو.

د سماء نیوز په نوم یوې ځايي رسنۍ په ویډیويي انځورونو کې ښودلي چې خلک ټپیان د پولیسو او شخصي موټرو ته پورته کوي.

دا غونډه د بلوچستان نېشنل پارټۍ له خوا جوړه شوې وه، چې یو ملتپال ګوند دی او مشري یې د دغه ایالت پخوانی اعلا وزیر، سردار اختر منګل کوي.