د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي ویلي، د تیلو شرکتونو مشرانو ته له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په یوه غونډه کې ویل شوي چې متحده ایالات کولی شي د ایران سمندري محاصره د میاشتو لپاره وغځوي.
دغه چارواکي وویل، په سپینه ماڼۍ کې په یوه غونډه کې، ګډونوالو د تیلو په نړیوالو بازارونو د فشار کمولو او د امریکا پر مصرف کوونکو د اغېز کمولو سره د محاصرې د ساتلو پر لارو چارو خبرې وکړې.
چارواکي زیاته کړه چې ټرمپ په منظمه توګه د انرژۍ له مشرانو سره د کورنیو او نړیوالو بازارونو په اړه خبرې کوي، پشمول د تیلو تولید، وینزویلا، د تیلوراتلونکي تړونونه، طبیعي ګاز او د کښتیو چلولو په اړه.
اسرائيلي ځواکونو په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د چاپې پر مهال یو فلسطیني ځوان وژلی
د فلسطین رسمي خبري اژانس "وفا" راپور ورکړی چې یو فلسطیني ځوان په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د اسرائيلي پوځیانو د چاپې پر مهال په ډزو وژل شوی دی.
د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي چې دغه ځوان یو ۱۶ کلن هلک و.
وفا ویلي چې دغه هلک د فلسطین په الخلیل ښار کې د چاپې پر مهال د سرتېرو په ډزو وژل شوی دی.
د لیبیا سرې میاشتې له یوې بند پاتې کښتۍ څخه د ۱۷ کسانو مړي را ایستلي
د لیبیا سرې میاشتې ویلي چې یوې ګزمې کونکې کښتۍ د دغه هېواد له سواحلو څخه د یوې بند پاتې کښتۍ څخه ۱۷ مړي را ایستلي او اووه کسان یې ژغورلي دي.
دغې ادارې د قربانیانو د تابعیت په اړه معلومات نه دي ورکړي، خو ویلي یې دي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ سره په ګډه یې ژغورل شویو کسانو ته بشري مرستې رسولي دي.
دغه عملیات، چې په کې سرې میاشتې، سمندري ځواکونو، ساحلي ګارد او د ساحلي امنیت واحدونو برخه اخیستې وه، په سختو شرایطو کې تر اتو ساعتونو ډېر وخت ونیو.
پوتین له ټرمپ سره په ټیلیفوني خبرو کې د مې پر ۹مه په اوکراین کې د اوربند وړاندیز وکړ.
کرملین ویلي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره په ټیلیفوني خبرو کې د روسیې د بریا ورځې، یعنې د مې پر ۹مه، په اوکراین کې د لنډمهاله اوربند وړاندیز کړی دی.
د کرملین یوه سلاکار یوري اوشاکوف وویل، دا ټیلیفوني خبرې چې د مسکو له خوا پیل شوې وې، نږدې یو ساعت یې دوام وکړ، او پوتین ټرمپ ته د دویمې نړیوالې جګړې د یادګاري مراسمو پر مهال د اوربند اعلانولو لپاره د روسیې د چمتووالي په اړه خبر ورکړ.
د راپورونو له مخې، ټرمپ د دغه وړاندیز ملاتړ کړی، چې دا د دواړو لورو ترمنځ یوه نادره موافقه په ګوته کوي.
د مې پر ۹مه د بریا ورځ په دویمه نړیواله جګړه کې پر نازي جرمني د شوروي اتحاد د بریا نښه ده او د روسیې له تر ټولو سمبولیکو رخصتیو څخه یوه ده.
تورکیې او اسپانیې د غزې د مرستندویه کښتیو کاروان د اسرائيلو لخوا د ناقانونه درولو پر وړاندې د نړیوال دریځ غوښتنه کړې
د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د ترکیې او هسپانیې د بهرنیو چارو وزیرانو په ټیلیفوني خبرو کې د غزې د مرستندویه کښتیو کاروان د اسرائيلو لخوا د ناقانونه درولو پر وړاندې د یوه متحد نړیوال دریځ پر اړتیا ټینګار کړی دی.
ویاند اونچو کیچیلي وویل، دواړو وزیرانو خبرداری ورکړ چې د کریت ټاپو سره نږدې په نړیوالو اوبو کې د "ګلوبل صمود فلوټیلا" پر وړاندې مداخله ملکي وګړي له خطر سره مخ کوي او نړیوال قانون تر پښو لاندې کوي.
کیچیلي زیاته کړه، هغوی همداراز پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د دې ناقانونه عمل په وړاندې، لکه څنګه چې دوی بیان کړی، یو متحد ځواب غوره کړي.
