د ورځې مهم خبرونه
00:00
00:0000:00
تورکیه
د ورځې مهم خبرونه
د ورځې مهم خبرونه
12 دسمبر 2024

۱ - په غزه کې د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه اته فلسطینیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي. اسرائیلو  د مرستندویه لاریو د خوندي کولو ډلې په نښه کوي.
په رفح ښار کې له ۳۰ ډېر ټپیان شوي چې د څو تنو حالت باریکه دی. ډاکټران ویره لري چې ممکن د مړو شمیره لوړه شي.
په خان یونس کې په یو بل برید کې  مرستندویه امنیتي کارمندان په نښه شوي دي. د فلسطیني ډاکټرانو په وینا پدې برید کې ګنشمیر کسان ټپیان شوي دي.

 

۲ - د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سومالیا ولسمشر حسن شیخ محمد او د ایتوپیا لومړي وزیر ابي احمد  ته د سومالیا د شخړې په اړه د انقرې په منځګړیتوب د خبرو اترو په ترڅ کې "تاریخي پخلاینې" ته د رسیدو له امله مبارکي وویله.
اردوغان په یوه ګډه خبري غونډه کې د دواړو مشرانو ترمنځ د کړکېچ د هواري په موخه یوه اعلامیه خپره کړه. هغه دا د سومالیا او ایتوپیا ترمنځ د سولې او همکارۍ په لور یو ګام وباله.
اردوغان د افريقا په دې مهمه سيمه كې د ثبات د ټينګښت په موخه د توركيې پر هدف ټينګار وكړ.

 

۳ - د سوریې نوي موقت لومړي وزیر محمد البشیر ژمنه کړې چې میلیونونه کډوال به بیرته  خپل هیواد ته راستانه کړي، د اتباعو ساتنه به وکړي او اساسي خدمات به بیا پیل کړي.
البشیر په یوه مرکه کې ، په ​​بهر کې  میشتو د سوري وګړو څخه وغوښتل چې بیرته خپل هیواد ته  راستانه شي، او دوی یې د هیواد د بیارغونې لپاره اړین وبلل. هغه وویل، «سوریه اوس یو ازاد هېواد دی چې خپل ویاړ یې بېرته ترلاسه کړی دی.البشیر تاکید وکړ چې د سوریې په ښارونو کې د امنیت او ثبات تامینول تر ټولو مهم لومړیتوب دی.

 

۴ - د افغانستان د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني په کابل کې پدغه  وزارت کې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو.د هغه وراره انس حقاني د خلیل الرحمان حقاني د مړینې پخلی وکړ.
انس  حقاني هغه یو "زړور مجاهد" وباله او ژمنه یې وکړه چې د هغه قربانۍ به هېرې نشي.
یوې حکومتي سرچینې ویلي، چې په دې ځانمرګي برید کې وزیر او یو شمېر همکاران یې وژل شوي.
د داعش ترهګرې ډلې د چهارشنبې په ورځ په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ددې برید  مسوولیت په غاړه واخیست او ویلي یې دي چې د برید اصلي هدف حقاني وه.

 

 

۵ - په هند کې، جوماتونه په زیاتیدونکې توګه د ښي اړخو هندوانو تر بریدونو لاندې دي .د هندوانو ښي اړخې ډلې ادعا کوي چې ډیری دا جوماتونه د مسلمانانو د واکمنۍ پرمهال د هغوې د  ویجاړ شوو معبدونو د پاسه  جوړ شوي دي.
په دې کمپاین کې ترټولو وروستی هدف د ۱۶ پیړۍ سنبل جومات شامل دی، چې د شاهي جامع جومات په نوم هم پیژندل کیږي. دا جومات  د اترپردیش په شمالي ایالت کې موقعیت لري.
د ۲۰۲۴ کال د نوامبر په ۱۹ مه نيټه محکمې ته په وړانډې یوې عریضه کې ادعا شوې ده چې دا جومات د هندوانو د هاري هار معبد د پاتو شونو د پاسه جوړ شوی او ولاړ دی.
دغه جومات چې په ۱۹۲۰ کال کې د برتانوي واکمنۍ پر مهال د "محفوظ یادګار" په توګه نومول شوی و، اوس له قانوني ننګونو سره مخ دی چې تاریخي حیثیت یې هم له ګواښ سره مخ دی.

لا زیات واورۍ
وروستي خبرونه | د لیندۍ ۱۴
د چاپیریال په اړه نړۍوال کنفرانس
د ۳۴ تورو لرونکې ګډې ترکي الفبا معرفي کول، د ترکي نړۍ د هیوادونو ترمنځ د کلتوري همکاریو مهم ګام دی
د تاریخي حجاز ریلګاډي د بیا فعالیدو چمتوالی دوام لري.
چین ولې د پرمختلونکي هېواد ګټې پرېښودې؟
د زلزلو پر وړاندې عامه پوهاوی
د تورکیې دفاعي صنعت
د ماشومانو ډیجیټل کارګري
نادر ځمکني عناصر ، د ننۍ نړۍ د قدرتونو د سیالۍ اصلي عنصر
اټومي سیاستونه