وروستي خبرونه |  د مرغومي ۹
00:00
00:0000:00
نړۍ
وروستي خبرونه | د مرغومي ۹
روسیې د اوکراین لخوا د ولسمشر ولادیمیر پوتین په استوګنځای د ډرون الوتکو د برید کولو ادعاء وکړه. روسیې ددې ادعا نه وروسته اوکراین ته د غچ اخیستو خبرداری ورکړ.
30 دسمبر 2025

د ژمي توپانونو په غزه کې "د انسان په لاس جوړ شوی" بحران لا پسې ژور کړی، ځکه چې جګړې فلسطینیان وار د مخه ځپولي دي. دا خبره د فلسطین لپاره د ملګروملتونو د دفتر مشر کړې ده.

 

  

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ حماس ته خبرداری ورکړی چې که د غزې د تړون له مخې په چټکۍ سره وسلې ونه سپاري نو "د دوزخ له لمبو سره به مخ شي"، او ټینګار یې وکړ چې اسرائیل په خپلو ژمنو عمل کوي.

ایراني سوداګرو او هټیوالو وروسته له هغې خپل اعتراض ته دوام ورکړ چې د ډالر په وړاندې د ریال ارزښت ریکارډ ټیټې کچې ته ورسید، چې په تهران کې د بازارونو د پراخ بندیدو لامل شو.

 

د تورکیې په کور دننه جوړه شوې جټ روزونکې او سپکه جنګي الوتکه، حرجیټ ، له اسپانیا سره د ۳ ملیارد ډالرو څخه د زیاتو صادراتو تړون ترلاسه کړی، چې د هیواد د دفاعي صنعت لپاره یو مهم ګام دی.





لا زیات واورۍ
وروستي خبرونه | د مرغومي ۲۴
د چاپیریال په اړه نړۍوال کنفرانس
د ۳۴ تورو لرونکې ګډې ترکي الفبا معرفي کول، د ترکي نړۍ د هیوادونو ترمنځ د کلتوري همکاریو مهم ګام دی
د تاریخي حجاز ریلګاډي د بیا فعالیدو چمتوالی دوام لري.
چین ولې د پرمختلونکي هېواد ګټې پرېښودې؟
د زلزلو پر وړاندې عامه پوهاوی
د تورکیې دفاعي صنعت
د ماشومانو ډیجیټل کارګري
نادر ځمکني عناصر ، د ننۍ نړۍ د قدرتونو د سیالۍ اصلي عنصر
اټومي سیاستونه