24 فبروري 2025
، په هندوستان کې د فلم صنعت ، له سلو کلونو څخه زیات وخت راهیسې فلمونه تولیدوي. دا فلمونه یوازې د تفریح لپاره نه دي بلکې مونږ ته د هندي ټولنو په اړه معلومات راکوي. ښه دلته پوښتنه داده چې ایا په باليووډ یا د هند په سینما کې د مسلمانانو د استازو انعکاس او د ټولنیز او سیاسي منظر انعکاس څه ډول دی ؟
په ۱۹۵۹ کې، یش چوپرا نومي یو ځوان ډایرکټر خپل لومړی فلم "دهول کا پهول" یا د لړو ګل خپور کړ. دې فلم یو سندره درلوده چې مهم پیغام یې درلود:
"تو هندو بنیګا نه مسلمان بنیګا، انسان کا اولاد هې انسان بنیګا"
"د انسان اولاد تل انسان جوړیږي نه هندو او نه مسلمان جوړیږي."

