وروستي خبرونه | د تلې ۳۰
00:00
00:0000:00
نړۍ
وروستي خبرونه | د تلې ۳۰
د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي وېنس د حماس د بې وسلې کولو لپاره د مهالوېش له ټاکلو ډډه وکړه
22 اکتوبر 2025


"د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي وېنس ویلي چې د وضعیت د ناڅرګندتیا له امله به د فلسطیني مقاومتي ډلې حماس د بې وسلې کولو لپاره کوم ضرب الاجل ونه ټاکي.
وېنس په اسرائیل کې د خبرو پر مهال وویل، حماس باید د اوربند پر تړون عمل وکړي، خو دا یې ونه ویل چې واشنګټن به کله اقدام وکړي.
هغه په غزه کې د اوربند پلي کېدل "له تمې غوره" وبلل.

ولسمشر اردوغان د خلیج هېوادونو د رسمي سفر په ترڅ کې د قطر پلازمینې دوحې ته ورسید"

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني په رسمي بلنه دوحې ته تللی، څو دوه اړخیزې اړیکې پیاوړې او پر سیمه ییزو مسایلو خبرې وکړي.
قطر د تورکیې د ولسمشر دویم تمځای دی، نوموړی له دې وړاندې کویټ ته تللی و، چېرته چې دواړو هېوادونو د سمندري تړونونو په ګډون څو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

نتنیاهو د غزې او قطر د پالیسیو پر سر له شخړې وروسته خپل لوړپوړی سلاکار له دندې ګوښه کړ
"د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د ملي امنیت سلاکار تزاچي هانیګبي د کلیدي پالیسیو پر سر د اختلافاتو له امله له دندې ګوښه کړی، چې په قطر کې هوايي برید او د غزې پر ښار بریدونه په کې شامل دي.
د سپټمبر د ۹مې نېټې د دوحې په برید کې د حماس پنځه غړي او یو قطري افسر ووژل شول، چې نړیوال غبرګونونه یې را وپارول.

د چین مرستیال ولسمشر هان ژینګ: امریکا او چین ملګري او شریکان کېدای شي
"د چین مرستیال ولسمشر هان ژینګ په جنوبي کوریا کې د ولسمشر شي جین پینګ او ډونالډ ټرمپ ترمنځ د احتمالي لیدنې څخه مخکې له امریکا سره د "شراکت او ملګرتیا" غوښتنه کړې ده.
هان د اوریګون ایالت د سنا له مشر راب واګنر سره په خبرو کې وویل، چین او امریکا "کولی شي او باید" شریکان واوسي، ځکه پراخې ګډې ګټې او د همکارۍ لپاره ښه فرصتونه لري.


بریتانیا هیئت تحریر الشام د ترهګرو سازمانونو له نوملړ څخه وایست
"بریتانیا په رسمي توګه هیئت تحریر الشام ډله د ترهګریزو ډلو له خپل بندیز لګول شوي نوملړ څخه لرې کړه، چې دلیل یې تېر کال د بشارالاسد د دیکتاتورۍ له نسکورېدو وروسته د سوریې له نوي حکومت سره د تعامل هڅې بللې دي.
د کورنیو چارو وزارت ویلي، دا اقدام د ترهګرۍ ضد مبارزې، د کډوالۍ مدیریت او د کیمیاوي وسلو له منځه وړلو سره مرسته کوي.

 

لا زیات واورۍ
وروستي خبرونه | د لیندۍ ۱۴
د چاپیریال په اړه نړۍوال کنفرانس
د ۳۴ تورو لرونکې ګډې ترکي الفبا معرفي کول، د ترکي نړۍ د هیوادونو ترمنځ د کلتوري همکاریو مهم ګام دی
د تاریخي حجاز ریلګاډي د بیا فعالیدو چمتوالی دوام لري.
چین ولې د پرمختلونکي هېواد ګټې پرېښودې؟
د زلزلو پر وړاندې عامه پوهاوی
د تورکیې دفاعي صنعت
د ماشومانو ډیجیټل کارګري
نادر ځمکني عناصر ، د ننۍ نړۍ د قدرتونو د سیالۍ اصلي عنصر
اټومي سیاستونه