وروستي خبرونه |  د سنبلې ۱۰
00:00
00:0000:00
نړۍ
وروستي خبرونه | د سنبلې ۱۰
د شانګهای د همکاریو سازمان سرمشریزه د چین د ولسمشر په پرانیست وینا پيل شوه
1 سپتمبر 2025

د شانګهای د همکارۍ سازمان ۲۵مه سرمشريزه غونډه د دوشنبې په ورځ د چين په شمال کې د رئيس شي جين پينګ په پرانيستونکې وينا کې پرانيستل شوه.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ وويل، چين به د شانګهای د همکارۍ سازمان له ټولو خواوو سره د سيمه ييز امنيت فورم نوې کچې ته د رسېدو لپاره کار وکړي.

 

 د افغانستان کونړ ولایت ډیرې زورورلې زلزلې ولړزاوه. ۶۱۰ تنه مړه او په سلګونو تنه  نور ټپیان شول

د دغه هېواد د اطلاعاتو وزارت انادولو ویلي، د یکشنبې په ورځ ناوخته د افغانستان په ختیځ کې د ۶.۰ درجې زلزلې له امله په سلګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې ویلي دي چې زلزله د جلال آباد په ۲۷ کیلومترۍ کې ختیځ-شمال ختیځ کې د۸  کیلومترو په ژوروالي کې رامنځته شوې ده.

 

امریکا پر غیرقانوني اسرائیلي میشت ځایونو بندیزونه لرې کړل او  فلسطینیانو ته یې د ویزې ورکول وځنډول

نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې امریکا له غزې څخه د فلسطیني پاسپورټ لرونکو لپاره د نږدې ټولو لیدونکو ویزو کټګوریو تصویب ځنډولی دی.

د څلورو امریکایی سرچینو په وینا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه ټیلیګراف کې چې د اګست په ۱۸ په ټوله نړۍ کې د امریکا ډیپلوماتیکو ماموریتونو ته لیږل شوي پر فلسطیني وګړو د ویزو محدودیت لګولی دی.

 

ګلوبل سمود فلوټیلا له بارسلونا څخه د غزې د محاصرې ماتولو لپاره کښتې روانه شوه

د ۴۴ څخه د زیاتو هیوادونو فعالانو، سیاستوالو او هنرمندانو څخه جوړه شوې نړیواله مرستندویه بیړیو کتار د یکشنبې په ورځ د اسپانیا له بارسلونا ښار څخه د غزې په لور روانه شوه، په دې نیت چې په غزې د اسرائیلو لخوا لګیدلې محاصره ماته کړي.
ګلوبل سمود فلوټیلا چې د "ثبات" لپاره د عربي کلمې په نوم نومول شوی له شاوخوا 20 کښتیو څخه جوړه شوې چې د 300 څخه ډیر کسان پکې سپاره دي ، په شمول ډاکټران ، ژورنالیستان او کمپاین کونکي.

 

زیلینسکي ویلي دي چې اوکرایني وکیل باندې د برید په تور شکمن نیول شوی دی.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د پارلمان د پخواني مشر اندري پاروبي د وژلو په تړاو د یوه مشکوک کس د نیولو اعلان کړی دی.

پاروبي، چې د 2004 او 2014 کلونو د اروپا پلوه احتجاجي غورځنګونو مخکښه څېره وه، د شنبې په ورځ د لوېف په لوېديځ ښار کې په ډزو ووژل شوه.

زیلینسکي د دوشنبې په ورځ وویل چې د کورنیو چارو وزیر ایګور کلیمینکو او د امنیتي خدماتو مشر واسیل مالیوک هغه ته د شکمن کس نیول کیدو خبر ورکړی دی.

 

 

لا زیات واورۍ
وروستي خبرونه | د مرغومي ۱۷
د چاپیریال په اړه نړۍوال کنفرانس
د ۳۴ تورو لرونکې ګډې ترکي الفبا معرفي کول، د ترکي نړۍ د هیوادونو ترمنځ د کلتوري همکاریو مهم ګام دی
د تاریخي حجاز ریلګاډي د بیا فعالیدو چمتوالی دوام لري.
چین ولې د پرمختلونکي هېواد ګټې پرېښودې؟
د زلزلو پر وړاندې عامه پوهاوی
د تورکیې دفاعي صنعت
د ماشومانو ډیجیټل کارګري
نادر ځمکني عناصر ، د ننۍ نړۍ د قدرتونو د سیالۍ اصلي عنصر
اټومي سیاستونه