وروستي خبرونه | د چنګاښ ۸
00:00
00:0000:00
نړۍ
وروستي خبرونه | د چنګاښ ۸
امریکا او ایران د نویو نښتو په درولو هوکړه وکړه، خبرې اترې به دوام ومومي

 "واشنګټن او تهران هوکړه کړې چې د هغو متقابلو بریدونو وروسته چې د دوی ترمنځ لنډمهاله هوکړه یې له ستونزو سره مخ کړې وه، نوي جنګي فعالیتونه ودروي. ټاکل شوې چې د دې هوکړې د پلي کولو په اړه تخنیکي خبرې اترې دوام ومومي.

یوه امریکایي چارواکي ویلي چې دواړه لوري به 'دمګړۍ شاته شي' او کښتۍ کولی شي د هرمز تنګي له لارې په ازاده توګه تګ راتګ وکړي.

توقع ده چې دواړه لوري د سه شنبې په ورځ په قطر کې سره وګوري ترڅو د هرمز تنګي د شخړې او په منځني ختیځ کې د جګړې د پای ته رسولو د هڅو په اړه بحث وکړي."

ایران په بحرین او کویټ کې د امریکا د ۸ پوځي مرکزونو د ویجاړولو ادعا وکړه
"د ایران سپاه پاسداران  ادعا کړې چې په کویټ او بحرین کې یې د امریکا اته پوځي مرکزونه په توغندیزو او بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې ویجاړ کړي دي.

سپاه پاسداران ویلي چې په دغو عملیاتو کې په کویټ کې د 'علي السالم' هوایي اډه او په بحرین کې د امریکا له پنځمې سمندري بیړۍ سره تړلې ودانۍ په نښه شوې دي.

دوی ویلي چې دا بریدونه، چې په بالستیک توغندیو او ډرون الوتکو ترسره شوي، په سیریک او قشم کې د ایران په تاسیساتو باندې د امریکا د وروستیو بریدونو په غچ کې شوي دي."

اسرائیل په غزه کې خپلو وژونکو بریدونو ته دوام ورکوي
"یوې روغتیايي سرچینې خبر ورکړی چې په غزه کې د اسرائیلو په تازه بریدونو کې د یو ماشوم په ګډون څلور فلسطینیان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي، چې دا د تېر اکتوبر راهیسې د روان اوربند څخه یوه بله سرغړونه ده.

د چارواکو په وینا، د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۱۰مه د اوربند له پیل راهیسې، د اسرائیلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۱,۰۴۱ کسان وژل شوي او ۳,۳۷۲ نور ټپیان شوي دي."

پاکستان وايي پر افغانستان يي تازه  بریدونه کړي، ۲۹ کسان وژل شوي
"پاکستان د افغانستان په ختیځ کې د وسله والو په پټنځایونو هوایي او ځمکني بریدونه کړي او ویلي یې دي چې په دغو عملیاتو کې ۲۹ وسله وال وژل شوي دي. دا عملیات په پاکستان کې دننه د یو لړ خونړیو بریدونو په ځواب کې شوي دي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاء الله تارړ ویلي چې د افغانستان د  پکتیا، پکتیکا او کنړ ولایتونو کې درې هدفونه په دقیقو بریدونو کې ویجاړ شوي دي.

هغه زیاته کړه چې په دې عملیاتو کې د پاکستان او افغانستان په اوږدو کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ځمکني عملیات هم شامل وو."

په اروپا کې د تودوخې نوي ریکارډونه؛ د تودوخې څپې له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی
"په اروپا کې د تودوخې وژونکې څپه د ختیځ په لور روانه ده، چې له امله یې په ټوله وچه کې په سلګونو میلیونه خلک لا هم له سوځوونکې تودوخې سره مخ دي، که څه هم په فرانسه او بلجیم کې د شپې لخوا بارانونو یو څه لنډمهاله اسانتیا رامنځته کړې وه.

تودوخه د یکشنبې په ورځ په مرکزي او ختیځه اروپا کې هم شدیده وه، چې د چک جمهوریت، هنګري او پولنډ سخت ځپل شوي او د تودوخې پخواني ریکارډونه پکې مات شوي دي.

توقع کیده چې لږ تر لږه ۱۹۱ میلیونه اروپایان به د ورځې په جریان کې له ۳۵ درجو څخه د لوړې تودوخې سره مخ شي."

 

لا زیات واورۍ
وروستي خبرونه | د چنګاښ ۵
د ډیجیټل دورې نوی ګواښ: د مغزو ورستېدل
د چاپیریال په اړه نړۍوال کنفرانس
د ۳۴ تورو لرونکې ګډې ترکي الفبا معرفي کول، د ترکي نړۍ د هیوادونو ترمنځ د کلتوري همکاریو مهم ګام دی
د تاریخي حجاز ریلګاډي د بیا فعالیدو چمتوالی دوام لري.
چین ولې د پرمختلونکي هېواد ګټې پرېښودې؟
د زلزلو پر وړاندې عامه پوهاوی
د تورکیې دفاعي صنعت
د ماشومانو ډیجیټل کارګري
نادر ځمکني عناصر ، د ننۍ نړۍ د قدرتونو د سیالۍ اصلي عنصر