وروستي خبرونه| د غبرګولی ۵مه
00:00
00:0000:00
نړۍ
وروستي خبرونه| د غبرګولی ۵مه
سیمه ییز چارواکي وايي، د غزې په تړانګه کې د بې ځایه شویو کورنیو پر یوه ښوونځي د اسرائیلي هوايي برید له امله لږ تر لږه ۲۰ فلسطینیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
26 می 2025

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین په کلکه غندلی او ویلي یې دي چې د اوکراین پر ختیځ د مسکو له لوی توغندیز برید وروسته هغه «په بشپړ ډول لیونی شوی» دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اروپايي کمیسیون له مشرې اورسولا وان ډیر لاین سره د خبرو اترو وروسته موافقه کړې چې د اروپايي اتحادیې په توکو باندې د ۵۰ سلنه تعرفې د جولای تر ۹مې پورې وځنډوي.

د مالیې وزارت اعلان وکړ چې د ټیکنالوژۍ په وړاندې په یو زړور اقدام کې، پاکستان به د بټکوین کان کیندنې او مصنوعي ځيرکتيا معلوماتي مرکزونو ته ۲۰۰۰ میګاواټه اضافي بریښنا انتقال کړي.

د تورکیې د باسکیټبال کلب فينرباهچه بیکو د تورکیې د یورولیګ دوهم اتلولي وګټله، په یوه په زړه پورې فاینل کې یې د AS موناکو ته ۸۱-۷۰ ماتې ورکړه.





لا زیات واورۍ
وروستي خبرونه | د لیندۍ ۲۴
د چاپیریال په اړه نړۍوال کنفرانس
د ۳۴ تورو لرونکې ګډې ترکي الفبا معرفي کول، د ترکي نړۍ د هیوادونو ترمنځ د کلتوري همکاریو مهم ګام دی
د تاریخي حجاز ریلګاډي د بیا فعالیدو چمتوالی دوام لري.
چین ولې د پرمختلونکي هېواد ګټې پرېښودې؟
د زلزلو پر وړاندې عامه پوهاوی
د تورکیې دفاعي صنعت
د ماشومانو ډیجیټل کارګري
نادر ځمکني عناصر ، د ننۍ نړۍ د قدرتونو د سیالۍ اصلي عنصر
اټومي سیاستونه