وروستي خبرونه | د سنبلې یا وږي ۱۳
00:00
00:0000:00
نړۍ
وروستي خبرونه | د سنبلې یا وږي ۱۳
وروستي مهم خبرونه

اسرائیلي ورځپاڼه: د امریکایانو پورونه وبښئ او د ایران پر وړاندې یې جګړې ته واستوئ
یوې اسرائیلي ورځپاڼې یو وړاندیز خپور کړی چې له مخې یې باید د هغو ځوانو امریکایانو پورونه وبښل شي چې پر ایران په برید کې ګډون ته غاړه ږدي. د مقالې لیکوال، د کاناډا د وسله والو ځواکونو متقاعد افسر "ای جې جاف" په "جیروشلم پوسټ" کې لیکلي چې پر ایران جګړه یوازې په هوايي بریدونو نه ګټل کېږي، بلکې د دغه هېواد د لاندې کولو یا کنټرول لپاره ۱.۵ میلیونه ځواکونو ته اړتیا ده.

بېن ګویر: له غزه څخه د ۱.۸ میلیونه فلسطینیانو د ایستلو پلان
د اسرائیلو د سخت دریځي وزیر او د "جیوش پاور" ګوند مشر، ایتامار بېن ګویر یو پلان وړاندې کړی چې له مخې یې غواړي په ۷ کلونو کې ۱.۸۶ میلیونه فلسطینیان له محاصره شوې غزه څخه وباسي. دا پلان چې د "داوطلبانه کډوالۍ" تر نامه لاندې مخې ته وړل کېږي، "Disengagement 710" نومېږي. په دې طرحه کې په لومړي کال کې د ۲۵۰ زره او په اوو کلونو کې د نږدې ۱.۸۶ میلیونه فلسطینیانو ایستل په نظر کې نیول شوي دي.

د ارجنټاین ولسمشر میلي: د فالکلینډ ټاپوګانو په قضیه کې د بدلون بادونه د ارجنټاین په ګټه دي
د ارجنټاین ولسمشر خاویر میلي ویلي چې "د بدلون بادونه" د فالکلینډ ټاپوګانو په اړه د دوی د ادعا په ګټه دي. هغه وویل چې واشنګټن چمتو دی چې له بریتانیا سره د دوی په دغه سیمه ییزه شخړه کې پر خپل "بې طرفه دریځ" بیا کتنه وکړي. ارجنټاین او بریتانیا په ۱۹۸۲ کال کې پر دغو ټاپوګانو جګړه کړې وه.

د OpenAI لخوا د ځواکمن ماډل GPT-6 Astra وړاندې کول
د ChatGPT جوړونکې ادارې OpenAI ویلي چې خپل نوی او تر ټولو ځواکمن مصنوعي ځیرکتیا ماډل "GPT-6" یا "Astra" یې ځینو غوره پېرودونکو ته وړاندې کړی دی. د دغه شرکت مشر ګریګ براکمن وویل چې د امنیتي خطرونو د مخنیوي لپاره یې په دې ماډل کې کلک تدابیر نیولي او په دې کچه وړتیا کې "امنیت" د دوی لومړیتوب دی.

تورکیې پر اروپايي پارلمان نیوکه وکړه
تورکیې په اروپايي پارلمان کې هغه وړاندیز په کلکه غندلی چې د قبرس په قضیه کې د تورکیې د وسله والو ځواکونو د بدنامولو په موخه د یوې ودانۍ (څلي) جوړولو لپاره بودیجه ځانګړې کوي. د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا ډول تورونه تاریخي حقایق اړوي او د دې پر ځای چې د قبرس ستونزه حل کړي، اروپايي بنسټونه د یوناني لوري د پروپاګند پر وسیله بدلوي.

 

لا زیات واورۍ
وروستي خبرونه | د سنبلې یا وږي ۱۲
د ډیجیټل دورې نوی ګواښ: د مغزو ورستېدل
د چاپیریال په اړه نړۍوال کنفرانس
د ۳۴ تورو لرونکې ګډې ترکي الفبا معرفي کول، د ترکي نړۍ د هیوادونو ترمنځ د کلتوري همکاریو مهم ګام دی
د تاریخي حجاز ریلګاډي د بیا فعالیدو چمتوالی دوام لري.
چین ولې د پرمختلونکي هېواد ګټې پرېښودې؟
د زلزلو پر وړاندې عامه پوهاوی
د تورکیې دفاعي صنعت
د ماشومانو ډیجیټل کارګري
نادر ځمکني عناصر ، د ننۍ نړۍ د قدرتونو د سیالۍ اصلي عنصر