وروستي خبرونه | د سلواغې ۳
00:00
00:0000:00
نړۍ
وروستي خبرونه | د سلواغې ۳
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان وايي، د غزې د سولې نوی جوړ شوی بورډ کولی شي د سیمې لپاره یو تاریخي بدلون راولي، چې د تلپاتې سولې او د فلسطینیانو د اوږدمهاله کړاوونو د پای ته رسولو لپاره یو ریښتینی چانس وړاندې کوي.
23 جنوري 2026

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره له دې چې هغه ټینګار کوي چې غواړي په منځني ختیځ کې د بلې جګړې مخه ونیسي خو وايي چې متحده ایالات ایران ته نږدې د پام وړ سمندري ځواکونه استوي.

کرملین وايي، امریکا، اوکراین او روسیې په عربي متحده اماراتو کې د خبرو اترو پر سر هوکړه کړې ده. 

ټرمپ خبرداری ورکوي که اروپا د امریکا له سټاکونو او بانډونو څخه ډډه وکړي نو "لوی غچ" به واخلي

د "هند رجب غږ" په نوم یو فلم چې د غزې د یوې پنځه کلنې فلسطینۍ نجلۍ د وروستیو شیبو څخه الهام اخیستل شوی چې د اسراییلي ځواکونو په ډزو وژل شوې وه، د غوره نړیوال فیچر فلم لپاره د اکاډمۍ جایزې ته نوماند شوی دی.












لا زیات واورۍ
وروستي خبرونه | د کب ۱۳
د چاپیریال په اړه نړۍوال کنفرانس
د ۳۴ تورو لرونکې ګډې ترکي الفبا معرفي کول، د ترکي نړۍ د هیوادونو ترمنځ د کلتوري همکاریو مهم ګام دی
د تاریخي حجاز ریلګاډي د بیا فعالیدو چمتوالی دوام لري.
چین ولې د پرمختلونکي هېواد ګټې پرېښودې؟
د زلزلو پر وړاندې عامه پوهاوی
د تورکیې دفاعي صنعت
د ماشومانو ډیجیټل کارګري
نادر ځمکني عناصر ، د ننۍ نړۍ د قدرتونو د سیالۍ اصلي عنصر
اټومي سیاستونه