وروستي خبرونه | د سرطان یا چنګاښ لومړی
00:00
00:0000:00
نړۍ
وروستي خبرونه | د سرطان یا چنګاښ لومړی
امريکا او ايران په سویس کې د لوړپوړو چارواکو خبرې اترې پای ته ورسولې: منځګړي


په سویس کې د امریکا او ایران د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د خبرو لومړی پړاو پای ته ورسېد. منځګړو وویل چې دا خبرې په داسې حال کې پای ته ورسېدې چې پیل یې خورا کړکېچن و؛ ځکه تهران یو ځل بیا د هرمز تنګي د تړلو اعلان وکړ او د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ایران د بریدونو د بیا پیلولو ګواښونه تکرار کړل.

د منځګړو هېوادونو (قطر او پاکستان) په یوه ګډه اعلامیه کې راغلي چې امریکا او ایران په ۶۰ ورځو کې د یوې وروستۍ معاملې لپاره پر یوه لارنقشه هوکړه کړې ده. د قطر د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، تخنیکي خبرې به د اونۍ تر پای پورې د سویس د "بورګنسټاک" په غره کې د قطر اړوند یوه تفریح ځای کې دوام ولري.

ټرمپ وايي سټارمر به 'استعفا وکړي'؛ پر برتانیوي مشر فشارونه مخ په زیاتېدو دي
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې د بریتانیا لومړی وزیر کیر سټارمر به د کډوالۍ او انرژۍ په پالیسیو کې د ناکامۍ له امله له خپلې دندې استعفا وکړي. دا په داسې حال کې ده چې داسې ګنګوسې شته چې برتانیوی مشر ښايي د دوشنبې په ورځ د خپلې استعفا مهالوېش اعلان کړي.

تر دې وړاندې د یکشنبې په ورځ بي بي سي راپور ورکړی و چې په حکومت کې د وضعیت بدلون ته په کتو، سټارمر ښايي د دوشنبې په ورځ له دندې د ګوښه کېدو مهالوېش وټاکي. د راپور له مخې، یو شمېر حکومتي سرچینې اوس په دې باور دي چې لومړی وزیر به ډېر ژر خپله پرېکړه اعلان کړي.

اسرائیلي پوځ د لویدیځې غاړې د یوې مېشت‌ځای ته نږدې دوه تنه ووژل
اسرائیلي پوځ اعتراف کړی چې په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې یې دوه فلسطینیان وژلي دي. پوځ ادعا کړې چې دغو کسانو الخلیل  ته نږدې یو غیرقانوني یهودي مېشت‌ځای په نښه کړی و.

په یوه اعلامیه کې پوځ ویلي چې سرتېرو پر هغو فلسطینیانو ډزې وکړې چې دغه مېشت‌ځای ته نږدې وو، چې په پایله کې یې دوه تنه ووژل شول او دریم یې ټپي شو.

په قطر کې یوې صنعتي فابریکه کې زورورې چاودنې لسګونه کسان ټپيان او لادرکه کړي دي.
د قطر د "راس لافان" په صنعتي ښار کې په یوه فابریکه کې د تخنیکي ستونزې له امله چاودنې ۵۴ کسان ټپیان کړي او ۱۸ نور لادرکه دي. دا خبره د قطر د کورنیو چارو وزارت کړې ده.

د ملکي دفاع ټیمونو او ژغورنې ځانګړو واحدونو د یکشنبې په ماښام سمدستي غبرګون وښود او لا هم په سیمه کې د وضعیت په کابو کولو بوخت دي. وزارت تایید کړه چې دا پېښه د کار پر مهال د تخنیکي خطا له امله رامنځته شوې، خو داسې کومه لیکه  نه ده شوې چې عامه خوندیتوب ته خطر پېښ کړي.

محمد صلاح د نیوزیلینډ پر وړاندې مصر ته په نړیوال جام کې لومړۍ تاریخي بریا ور په برخه کړه
مصر نیوزیلینډ ته ۱-۳ په مقابل کې د ماتې ورکولو سره په خپل تاریخ کې د نړیوال جام لومړۍ بریا خپله کړه، چې په دې سره د لومړي ځل لپاره بل پړاو ته د وتلو چانس ورسره زیات شو.

په وانکوور کې د G ګروپ په دې لوبه کې، محمد صلاح، مصطفی زیکو او تریزګیه د مصر لپاره ګولونه ووهل. تر دې وړاندې فین سورمن د نیوزیلینډ لپاره په ۱۵مه دقیقه کې لومړی ګول وهلی وو.

مصر په دې بریا سره د G ګروپ جدول کې لومړی مقام خپل کړ، خو لا یې بل پړاو ته تلل په بشپړه توګه نه دي تایید شوي. مصر به د جمعې په ورځ په سیاتل کې له ایران سره برخلیک ټاکونکې لوبه کوي، چې بل پړاو ته د وتلو لپاره لږترلږه یوه مساوي ته اړتیا لري.

 

 

لا زیات واورۍ
وروستي خبرونه | د جوزا ۲۹
د ډیجیټل دورې نوی ګواښ: د مغزو ورستېدل
د چاپیریال په اړه نړۍوال کنفرانس
د ۳۴ تورو لرونکې ګډې ترکي الفبا معرفي کول، د ترکي نړۍ د هیوادونو ترمنځ د کلتوري همکاریو مهم ګام دی
د تاریخي حجاز ریلګاډي د بیا فعالیدو چمتوالی دوام لري.
چین ولې د پرمختلونکي هېواد ګټې پرېښودې؟
د زلزلو پر وړاندې عامه پوهاوی
د تورکیې دفاعي صنعت
د ماشومانو ډیجیټل کارګري
نادر ځمکني عناصر ، د ننۍ نړۍ د قدرتونو د سیالۍ اصلي عنصر