اسرائیلو د غزې د ښار د نیولو لپاره ځمکنی برید پیل کړ
د اسرائیلو پوځ د څو اونیو سختو بمباریو وروسته چې پر فلسطیني سیمو یې بریدونه کول، د غزې پر ښار د ځمکني برید د پیل خبر ورکړ.
نامعلومو اسرائیلي چارواکو Axios ته وویل چې دا برید لږ وروسته له هغه پیل شو چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د الاقصی جومات ته نږدې د نسل وژونکي بنیامین نتنیاهو سره وکتل.
د راپور له مخې روبیو ویلي چې ولسمشر ټرمپ د برید ملاتړ کوي مګر ګړندي عملیاتو ته ترجیح ورکوي.
یوه امریکايي چارواکي ویلي چې ټرمپ به مداخله ونه کړي او اسرائیل به په غزه کې د روانې جګړې او د هغې د بشردوستانه پایلو یوازینی مسئول وي.
یوناني رضاکاران د سمود بېړۍ سره یوځای شوي ترڅو د غزې محاصره ماته کړي
د یونان د سیروس ټاپو څخه کښتۍ د ګلوبل سمود بیړیو قافلې سره د یوځای کیدو لپاره روانې شوي دي . د ویلو ده چې هدف یې د اسرایئلو د غزې محاصره ماتول او بشري مرستې رسول دي.
Oksigono په نامه کښتۍ یوازې یوناني عمله لري، پداسې حال کې چې الیکټرا په نامه کښتۍ د یونان او بهر څخه رضاکاران لیږدوي.
په بندر کې راټول شوو د فلسطین ملاتړو د فلسطین بیرغونه پورته کړل او د ازاد فلسطیو شعارونه یې ورکول.
تنظیم کونکو ټینګار وکړ چې ماموریت د غزې بشري بحران روښانه کوي، نړیوال پیوستون متحرکوي، او د مرستې لپاره یو خوندي دهلیز رامینځته کوي.
کاروان، د تیرو هڅو په پرتله لوی، د اسرائیلو د غزې محاصره ننګوي.
اردوغان په دوحه کې د اسرائیلو د بریدونو او سیمه ییزو کړکیچونو په اړه له مشرانو سره وکتل
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په دوحه کې د اسلامي هېوادونو د سازمان او عرب لیګ په فوق العاده سرمشریزه کې دوه اړخیزې ناستې وکړې او د اسرائیلو د سپتمبر د ۹مې برید او سیمه ییزو تاوتریخوالې په اړه يي سرمشریزې ته وینا وکړه.
هغه له قطر څخه د ترکیې ملاتړ یو ځل بیا تایید کړ، د حماس د اوربند پر مذاکره کوونکو باندې یې د اسرائیل برید وغانده او د سولې پر خبرو یې ټینګار وکړ.
اردوغان د عراق له مشر سره د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې او د انرژۍ په برخه کې د همکارۍ په اړه خبرې وکړې، له سعودي عربستان مشر سره یې د اسرائیلو یرغل وغنده او له سومالیا د مشر سره یې د بندیزونو او د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.
تورکیې له سوریې د مشر سره د کتنې په ترڅ کې له یووالي، د منځګړیتوب له هڅو او د دفاع، امنیت او پراختیا په برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
د ټیسلا ونډو بیه لوړیږي ځکه چې ایلون مسک په شرکت کې نږدې یو میلیارد ډالره پانګونه کوي
د ټیسلا د کمپنۍ د اجرایوي رئیس ایلون ماسک لخوا د یو میلیاردو ډالرو په ارزښت ددې شرکت د ونډو د اخیستو نه وروسته د ونډو په بازارونو کې د ټیسلا د ونډو بیه ۸ سلنه لوړه شوه.
ویل کیږي د ماسک دا حمله په اصل کې په شرکت کې د خپل کنټرول او تحکیم لا پسې ټینګول دي.
د وروستیو معلوماتو له مخې ماسک، چې شاوخوا ۱۳ سلنه ونډه لري د شرکت څخه ۲ عشاریه ۵۷ میلیونه سندونه يي پیرودلي دي. ویل کیږي د هر سند بیه د ۳۷۲ او ۳۹۶ ډالرو ترمنځه توپیر کوي.
د ویلو ده چې دا پرمختګ پداسې حال کې رامنځته شوی دی چې ماسک ویلي دي که چیرې د ټیسلا د روت ټکي، مصنوعي زیرکتیا او روبوټیک په برخه کې ټاکل شوي د ودې اهداف ترلاسه شي څه باندې یو تریلیون ډالر نوې کڅوړه به اعلان شي.
مادورو: وینزویلا د امریکا پر ضد وسله والې مبارزې ته چمتو ده
د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو خبرداری ورکړ چې د امریکا لخوا د برید په صورت کې د هغه هیواد د "وسله والې مبارزې" لپاره چمتو دی ، او د دوه نیم میلیون سرتیرو او ملیشو غړو متحرک کولو اعلان یې وکړ.
هغه په یوه ټلویزیوني وینا کې، ادعا وکړه چې وینزویلا پیاوړی، ډیر متحد او د خپلې خپلواکۍ دفاع ته چمتو دی.
مادورو واشنګټن تورن کړ چې د یرغل توجیه کولو لپاره د یوې نظامي پیښې په لټه کې دي او د رژیم د بدلون لپاره د پوښ په توګه د مخدره توکو قاچاق تورونه ردوي.
هغه خبرداری ورکړ چې د کارابین نظامي کول ممکن یوه لویه جګړه رامینځته کړي.
