آیا تاسو پدې اړه کله هم فکر کړی او حیران شوي یاست، ټیک ټاک څنګه په دقیق ډول پوهېږي چې تاسو څه غواړئ وګورئ، حتی مخکې له دې چې تاسې پخپله پوه شئ؟ داسې ښکاري لکه ستاسو ذهن چې لولي؟ اندېښنه مکوئ، تاسو یوازې نه یاست.
راځئ د ټیک ټاک تر شا دې جادو ته لنډه کتنه وکړو.
د ټیک ټاک د روږدي کوونکو ویډیو د جریان تر شا راز د هغې په الګورېتم کې نغښتی دی. الګورېتم داسې تصور کړئ لکه یو هوښیار مرستیال چې پرېکړه کوي څه درته وښیي ترڅو ستاسو لېوالتیا جلب کړي او تاسې خوشحاله وساتي.
د ټیک ټاک څخه مخکې، ټولو فکر کاوه چې په ټولنیزو رسنیو کې د بریالیتوب چابي د ملګرو توجه جلبول دي. خو ټیک ټاک یو بل چلند غوره کړ. ټیک ټاک د دې پر ځای چې وګوري ستاسو ملګري څوک دي، دې ته پام کوي چې تاسو څه خوښوئ. ستاسې هر لایک، نظر یا شریکول ټیک ټاک ته وایي چې تاسو څه خوښوئ. بیا دا تاسو ته د هغه څه نور وړاندې کوي.
متخصصین وایي چې د ټیک ټاک نبوغ په لنډو ویډیوګانو کې دی. په داسې حال کې چې یوټیوب د اوږدو ویډیوګانو څخه ستاسو په اړه معلومات راټولوي، ټیک ټاک د هرې ثانیې څخه چې تاسو یې ګورئ معلومات راټولوي. دا هغې ته اجازه ورکوي چې ژر پوه شي تاسو څه خوښوئ او ستاسو د خوښې سره تل ځان عیاروي.
او دلته خبره نوره هم په زړه پورې کیږي. ټیک ټاک حتی ستاسو په غوره توب کې د ورځې په اوږدو کې کوچني بدلونونه هم یادداشت کوي. حتی انترنټ ته ستاسې د داخلیدو وخت یاداشتوي چې ایا تاسې د سهار قهوې څښولو پر مهال او که د شپې د ویدو کیدو نه مخکې داخلیږۍ. دا په دقیق ډول پوهېږي چې په هغه شېبه کې تاسو ته څه وښیي.

