وروستي خبرونه| د غبرګولی ۱۲مه
00:00
00:0000:00
نړۍ
وروستي خبرونه| د غبرګولی ۱۲مه
د اسرائيلو لوی درستیز ایال ضمیر پوځ ته لارښوونه کړې چې په محاصره شوي غزه کې خپل روان قتل عام پراخ کړي ترڅو په شمال او جنوب دواړو کې اضافي سیمې شاملې کړي پداسې حال کې چې په محاصره شوي فلسطیني سیمه کې بشري ناورین مخ په زیاتیدو دی.
2 جون 2025

چین ویلي چې د متحده ایالاتو هغه ادعاوې په کلکه ردوي چې ګواکې د نړۍ د دوو سترو اقتصادونو ترمنځ یې د تعرفې د کمولو له تړون څخه سرغړونه کړې ده.

حماس ویلي دي چې د غزې په تړانګه کې د اسرائيلو د نسل وژنې د جګړې د پای ته رسولو او دایمي اوربند ته د رسیدو په هدف سمدلاسه له اسرائيلو سره د غیر مستقیمو خبرو اترو نوي پړاو ته چمتو دی چې د اختلافاتو د پاتې شونو د حل په خاطر خبرې وکړي.

د بنګله دېش څارنوالانو وویل، د پولیسو له خوا د مظاهره چیانو د وژنې په تړاو د بشریت ضد جرمونو په تور د پخوانۍ لومړۍ وزیرې شیخ حسینه محاکمه پیل شوې ده.

د آزاد فلوټیلا ایتلاف (FFC) د غزې په لور خپل بشري ماموریت پیل کړی دی، پداسې حال کې چې د مدلین کښتۍ د بیړنۍ اړتیا وړ مرستې او د نړیوالو بشري حقونو مدافعینو یو پلاوی لیږدوي.



لا زیات واورۍ
وروستي خبرونه | د مرغومي ۲۹
د چاپیریال په اړه نړۍوال کنفرانس
د ۳۴ تورو لرونکې ګډې ترکي الفبا معرفي کول، د ترکي نړۍ د هیوادونو ترمنځ د کلتوري همکاریو مهم ګام دی
د تاریخي حجاز ریلګاډي د بیا فعالیدو چمتوالی دوام لري.
چین ولې د پرمختلونکي هېواد ګټې پرېښودې؟
د زلزلو پر وړاندې عامه پوهاوی
د تورکیې دفاعي صنعت
د ماشومانو ډیجیټل کارګري
نادر ځمکني عناصر ، د ننۍ نړۍ د قدرتونو د سیالۍ اصلي عنصر
اټومي سیاستونه