وروستي خبرونه| د لړم ۱۳
00:00
00:0000:00
نړۍ
وروستي خبرونه| د لړم ۱۳
د امریکا لخوا غزه کې د نړیوال ځواک لپاره د ملګرو ملتونو د پریکړه لیک مسوده خپره شوه
4 نومبر 2025

د Axios د راپور له مخې، متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د یو پریکړه لیک مسوده وړاندې کړې چې په غزه کې د دوه کلن نړیوال امنیتي ځواک د ځای پرځای کولو وړاندیز کوي. د دې ځواک موخه به د پولو امنیت ټینګول، د ملکي وګړو ساتنه او د فلسطیني پولیسو روزنه وي. د دې مسودې له مخې به لومړني سرتیري د جنورۍ په میاشت کې غزې ته ولیږل شي. ترکیه او ځینې نور هیوادونه بیا وایي چې د سرتیرو استول به د امنیت شورا د پریکړه لیک په محتوا پورې اړه ولري. ترکي چارواکو ټینګار کړی چې د غزې راتلونکی باید د فلسطینیانو په لاس کې وي او د هر ډول نوي بهرني څار څخه باید ډډه وشي، او نړیواله ټولنه باید یوازې دیپلوماتیکي، بنسټیزه او اقتصادي مرستې چمتو کړي.

یونیسکو د ډسمبر ۱۵مه د تورکي ژبې د نړیوالې ورځې په توګه وټاکله

یونیسکو په رسمي توګه د ډسمبر ۱۵مه د ترکي ژبو د نړیوالې ورځې په توګه نومولې ترڅو د ترکي ژبو هیوادونو ګډه ژبه، کلتور او میراث ولمانځل شي. دا پریکړه لیک چې د یونیسکو په ۴۳م عمومي کنفرانس کې په سمرقند کې تصویب شو، د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان لخوا وړاندیز شوی و. د ترکیې استازې ګلنور ایبت وویل چې ترکي ژبې، چې د ۲۰۰ میلیونو څخه زیات خلک پرې خبرې کوي، یو ګډ یاد او هویت له ځان سره لري. دا نیټه د اورخون د تاریخي لیکنو د لوستلو د ورځې سره سمون خوري چې د پیړیو د ګډ تاریخ یو سمبول ګڼل کیږي. ترکیه او نور ترکي هیوادونه وایي چې دا ورځ د دوی د ژبني او کلتوري میراث په ساتلو او ودې کې یو مهم ګام دی.

سپینې ماڼۍ د خوراکي توکو مرستې کمې کړې، پداسې حال کې چې میلیونونه امریکایان له لوږې سره مخ دي

سپینه ماڼۍ به ۴۲ میلیونه کم عاید لرونکو امریکایانو ته یوازې قسمي خوراکي مرستې چمتو کړي، ځکه چې د حکومت د کارونو ځنډیدل خپل ریکارډ ته نږدې کیږي. محکمې د بیړني صندوق څخه د ۴.۶۵ ملیارد ډالرو د ورکړې امر کړی ترڅو د نومبر میاشتې د خوراکي توکو د مرستې پروګرام (SNAP) تادیات پوره کړي، چې په پایله کې به نیمایي کورنۍ لږې مرستې ترلاسه کړي. د "اوباما کیر" روغتیايي بیمې په اړه د روان خنډ له امله شل میلیونه خلک له ګواښ سره مخ دي او د بیمې میاشتنی قسط به لوړ شي. دیموکراتان د بیمې له تمدید پرته د حکومت د بیا پرانیستلو مخالفت کوي، پداسې حال کې چې جمهوري غوښتونکي د مالي مرستو تر بیا پیلیدو پورې له خبرو اترو ډډه کوي. د SNAP په مرستو کې ځنډ د دې لامل شوی چې له هرو اتو امریکایانو څخه یو یې د خوراکي توکو د پیرودلو په اړه ډاډه نه وي.

پیرو له مکسیکو سره وروسته له هغې اړیکې وشلولې چې ددې هیواد  پخواني لومړي وزیر ته یې پناه ورکړه

پیرو له مکسیکو سره خپلې دیپلوماتیکې اړیکې وروسته له هغه پرې کړې چې مکسیکو د پیرو پخواني لومړي وزیر بیتسي چاویز ته پناه ورکړه. میرمن چاویز د ۲۰۲۲ کال د پخواني ولسمشر پیډرو کاسټیلو په کودتا کې د لاس لرلو په تور تر څیړنو لاندې ده. د پیرو د بهرنیو چارو وزیر هوګو ډی زیلا دا کار یو غیر دوستانه عمل بللی او مکسیکو یې د پیرو په کورنیو چارو کې په پرله پسې لاسوهنې تورن کړی دی. چاویز، چې په ضمانت خوشې شوې، د ۲۵ کاله بند له غوښتنې سره مخ ده، پداسې حال کې چې کاسټیلو، چې استیضاح شوی او په توقیف کې دی، د ۳۴ کاله بند سزا ورته غوښتل شوې ده. دواړو د دولت پر وړاندې د ځواک کارول رد کړي دي.

په سوډان کې میلیونونه خلک له قحطۍ سره مخ دي ځکه چې جګړو حیاتي کرنیز حاصلات زیانمن کړي

د ملګرو ملتونو په ملاتړ د خوړو د خوندیتوب د طبقه بندۍ ادارې (IPC) په وینا، د سوډان په شمالي دارفور کې په الفاشر او د جنوبي کوردوفان په کادوقلي ښارونو کې قحطي تایید شوې ده. تمه کیږي چې دا وضعیت به د جنورۍ تر میاشتې دوام وکړي، او نږدې ډیلینګ ښار هم له ورته ګواښ سره مخ دی، که څه هم د طبقه بندۍ لپاره یې کافي معلومات نشته. د سپتمبر په میاشت کې، د سوډان ۲۱.۲ میلیونه وګړي - چې د ټول نفوس ۴۵ سلنه کیږي - د خوړو له سخت کمښت سره مخ وو، په شمول د ۳۷۵،۰۰۰ کسانو چې په ناورین حالت کې وو. روانه جګړه، په شمول د اکتوبر په ۲۶مه په الفاشر باندې د چټک ملاتړ ځواکونو (RSF) برید، د خلکو بې ځایه کیدو او د کرنیزو حاصلاتو د ویجاړیدو لامل ګرځي، په ځانګړې توګه په شمالي دارفور او د نوبا په لویدیځو غرونو کې.

لا زیات واورۍ
وروستي خبرونه | د لړم ۲۳
د ۳۴ تورو لرونکې ګډې ترکي الفبا معرفي کول، د ترکي نړۍ د هیوادونو ترمنځ د کلتوري همکاریو مهم ګام دی
د تاریخي حجاز ریلګاډي د بیا فعالیدو چمتوالی دوام لري.
چین ولې د پرمختلونکي هېواد ګټې پرېښودې؟
د زلزلو پر وړاندې عامه پوهاوی
د تورکیې دفاعي صنعت
د ماشومانو ډیجیټل کارګري
نادر ځمکني عناصر ، د ننۍ نړۍ د قدرتونو د سیالۍ اصلي عنصر
اټومي سیاستونه
په فضا کې فضايي کثافات په چتکۍ سره مخ په ډیریدو دي