وروستي خبرونه | د زمري ۷
00:00
00:0000:00
نړۍ
وروستي خبرونه | د زمري ۷
روغتیايي سرچینو ویلي دي چې د اسرائیلي ځواکونو په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۸۹ تنه فلسطینیان وژل شوي او په لسګونو تنه نور ټپیان شوي دي.
29 جولای 2025

په ورته وخت کې، د بخښنې نړیوال سازمان د اسرائیلو "تاکتیکي وقفه" په "خورا ناکافي" توګه وغندله او دا یې د روانې نسل وژنې لپاره پوښښ وباله.
لکه څنګه چې اسرائیل په غزه کې خپل نسل وژنې جګړې او قصدي لوږې ته دوام ورکوي، اروپایي کمیسیون وړاندیز وکړ چې د بشري اندیښنو له امله د اروپایي اتحادیې د ساینسي څیړنو هوریزون یوروپ پروګرام څخه دې اسرائیل قسمآ منع کړی شي، او د اروپا د نوښت شورا سرعت ته لاسرسی ورته بندیز ولګول شي.
په یو جلا پرمختګ کې، امریکا یو ځل بیا د ملګرو ملتونو په ملاتړ د دوه دولتونو د حل کنفرانس لغوه کړ، دا یې "ناقص وخت" او "د تبلیغاتو سټینټ" وباله، چې د شخړې پای ته رسولو هڅې به  کمزورې کړې.

 

سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی، چې په ۲۰۲۵ کال کې ۱۶ اسرائیلي پوځیان د ځان وژنې له امله مړه شوي دي، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې پر غزې د اسرائیلو د برید له پیل راهیسې دغه شمېر ۵۴ ته لوړ شو.
په وروستي ارقامو کې اته فعال سرتیري، اووه احتیاطي، او یو مسلکی سرتیري شامل دي.
په ۲۰۲۴ کال کې ۲۱ سرتیرو  او  په ۲۰۲۳ کال کې بیا دا شمیره ۱۷ وه.
د ځان وژنې کچه لوړه شوې ده، په ځانګړې توګه په غزه کې د ګمارل شویو احتیاطي سرتیرو په منځ کې.
سربېره پر دې په  نږدې ۳۷۷۰ سرتېرو کې  د جګړې وروسته د رواني فشار ناروغۍ (PTSD) تشخیص شوې ده.

د راپور له مخې، د ۱۹۰۰۰ ټپیانو څخه چې په غزه کې د روان نسل وژنې د پيل راهیسې ټپیان شوي دي ،  نږدې ۱۰۰۰۰ یې د رواني ستونزو سره مخ دي او د دفاع وزارت د بیا رغونې څانګې له لارې درملنه ترلاسه کوي.

د اسرائیلي پوځ لخوا د رواني مقاومت د لوړولو لپاره ورکشاپونه ترسره کېږي او د جګړې پخواني سرتېري پوځي روانپوهانو ته معرفي کېږي، ترڅو د دې "اندېښمنې پدیدې" سره مقابله وشي.

 

د تایلینډ پوځ کمبوډیا تورن کړ چې د اوربند د موافقې څخه څو ساعته وروسته د اوربند څخه سرغړونه کړې ده . په مالیزیا کې د سولې له خبرو وروسته، دواړو خواوو د دوشنبې په ورځ په غیر مشروط اوربند موافقه وکړه چې په جګړه ځپلو سیمو کې د لرغونو معبدونو پر سر جګړه پای ته ورسوي.
د تایلینډ د پوځ ویاند ادعا وکړه چې کمبوډیا ځواکونو د تایلینډ په خاوره کې دننه بریدونه پیل کړل او د تړون څخه یې سرغړونه کړې ده.
کمبوډیا هر ډول نښتې رد کړې.
سره له دې چې تاوتریخوالی شتون لري، دواړو حکومتونو وویل چې د سیمه ایزو قوماندانانو ترمنځ ناستې، د سولې تړون یوه برخه وه، یا پلان شوې وه.

 

 د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ګواښ په تعقیب  خبرداری ورکړ چې که امریکا یا اسرائیل بیا برید وکړي نو دوی به "ډیر قاطع" ځواب ورکړي. ټرمپ ګواښ کړی وو که ایران خپل اټومي فعالیتونه له سره پيل کړي دوې به پرې بیا بریدونه وکړي.
عباس عراقچي د ایران سوله ایز اټومي فعالیتونه، په شمول د طبي راډیو آیسوټوپونو او د بریښنا ریکټور تیلو ته اشاره وکړه او  د دوی د پریښودلو لپاره بهرني فشارونه رد کړل.
هغه وړاندیز وکړ چې پوځي اقدام د ایران د اټومي ارادې په اړه د اندیښنو په حل کولو کې پاتې راغلی. هغه  د خبرو اترو اشاره یې وکړه.
د ایران په اټومي تاسیساتو باندې د متحده ایالاتو د وروستیو بریدونو اغیز د اسرائیلو له پخوانیو بریدونو وروسته ناڅرګند پاتې دی.
 

 

تورکش ایرلاین د دوبۍ اسلامي بانک یا DIB سره د اسلامي تمویل په کارولو سره د ایربس A350  الوتکو پیرودلو لپاره یو تاریخي تړون لاسلیک کړ، چې د هوایی شرکت لپاره لومړی دی.
د تورکیې د ملکي هوايي چلند شرکت رئیس احمد بولات دا د خلیجي موسسو سره د مالي نوښت او همکارۍ په برخه کې یو مهم ګام وباله.  
د دوبۍ اسلامي بانک اجرایوي رئیس عدنان چلوان د دې اقدام ستاینه وکړه او ویې ویل چې دا په نړۍ کې د اسلامي مالي سیستم د پراخوالي ښکارندويي کوي.
دا تړون د ترکش ایرلاینز ستراتیژیک ودې ملاتړ کوي او د متحده عربي اماراتو او تورکیې اقتصادي اړیکې پیاوړې کوي، د سویس فرانک په نوم اسلامي اجاره په خپل تمویل پورټ فولیو کې شاملوي.

لا زیات واورۍ
وروستي خبرونه | د مرغومي ۲۴
د چاپیریال په اړه نړۍوال کنفرانس
د ۳۴ تورو لرونکې ګډې ترکي الفبا معرفي کول، د ترکي نړۍ د هیوادونو ترمنځ د کلتوري همکاریو مهم ګام دی
د تاریخي حجاز ریلګاډي د بیا فعالیدو چمتوالی دوام لري.
چین ولې د پرمختلونکي هېواد ګټې پرېښودې؟
د زلزلو پر وړاندې عامه پوهاوی
د تورکیې دفاعي صنعت
د ماشومانو ډیجیټل کارګري
نادر ځمکني عناصر ، د ننۍ نړۍ د قدرتونو د سیالۍ اصلي عنصر
اټومي سیاستونه