24 دسمبر 2025
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د اسرائیلو پوځي بریدونه او د ناقانونه میشتو تاوتریخوالی فلسطینیان له سخت خطر سره مخ کوي او بشري اړتیاوې لاپسې ژوروي.
د اسرائیلو د دفاع وزیر اسراییل کاتز ویلي چې اسرائیل به په غزه کې پاتې شي او د یوې نازک اوربند سره سره د دې سیمې په شمال کې د نویو پوستو د جوړولو پلان لري.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، کییف له امریکا سره د روسیې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوه "وروستي تړون" په لور کار کوي،
د سوریې دولتي خبري اژانس سانا راپور ورکړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په مسکو کې د سوریې د بهرنیو چارو له وزیر اسعد حسن الشیباني او د دفاع له وزیر مرهف ابو قصرا سره وکتل.
