وروستي خبرونه |د وري ۵
00:00
00:0000:00
نړۍ
وروستي خبرونه |د وري ۵
واشنګټن تهران ته پر ایران د امریکا-اسرائیل جګړې د پای ته رسولو لپاره ۱۵ ماده ییز پلان وړاندې کړ
11 ساعته مخکې


"نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې متحده ایالاتو ایران ته یو ۱۵ ماده ییز وړاندیز وړاندې کړی چې موخه یې د منځني ختیځ د جګړې پای ته رسول دي. دا په داسې حال کې ده چې جګړه څلورمې اونۍ ته داخله شوې او واشنګټن هڅه کوي د جګړې د درولو لپاره یوه ډیپلوماټیکه لاره  پیدا کړي.
دا وړاندیز د پاکستان له لارې لېږل شوی، چې د هغه هېواد د پوځ مشر د واشنګټن او تهران ترمنځ د یو مهم منځګړي په توګه راڅرګند شوی دی.
د راپور له مخې، په دې پلان کې د ایران د بالستیک توغندیو او اتومي پروګرامونو ترڅنګ د حیاتي سمندري لارو د امنیت په اړه اندېښنې هم شاملې دي.
تهران له متحده ایالاتو سره هر ډول مذاکرات رد کړي، که څه هم واشنګټن ادعا کوي چې ډیپلوماټیک پرمختګ شوی دی."

ایران د امریکا له رول پرته د منځني ختیځ د دفاعي اتحاد جوړولو غوښتنه وکړه
"ایران د منځني ختیځ له هېوادونو غوښتي چې یو نوی سیمه ییز امنیتي او نظامي اتحاد جوړ کړي چې متحده ایالات او اسرائیل پکې شامل نه وي. داسې ښکاري چې دا د مخ په زیاتیدونکي کړکېچ په منځ کې د سیمې د امنیتي نظم د بیا جوړولو لپاره یوه هڅه ده.
د ایران نظامي ویاند، ابراهیم ذوالفقاري په یوه ویډیويي پیغام کې وویل چې سیمه ییز هېوادونه باید د بهرنیو قدرتونو پر ځای د خپلې دفاع مسؤلیت پخپله په غاړه واخلي.
هغه د متحده ایالاتو او اسرائیلو روان بریدونه د جګړې 'نوی پړاو' وباله چې لا زیاتې همکارۍ ته اړتیا لري. نوموړي پر عربي او اسلامي هېوادونو غږ وکړ چې د ګډو سیمه ییزو او اسلامي اړیکو پر بنسټ په یوه ډله ییز امنیتي منشور کې سره متحد شي."

د سولې بورډ چارواکو خبرداری ورکړ چې په غزه کې وضعیت لا هم خورا ستونزمن شوی دی
"د سولې بورډ یوه لوړپوړي چارواکي خبرداری ورکړی چې په غزه کې وضعیت د اوربند د لومړي پړاو په ترڅ کې د محدودو پرمختګونو سره سره لا هم 'خورا ستونزمن' دی. دا وضعیت د فلسطین پر خاوره د اسرائیلو له دوه کلنې نسل وژونکې جګړې وروسته رامنځته شوی دی.
نیکولای ملادینوف، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې یې خبرې کولې، وویل چې اساسي خدمات د جګړې تر وړاندې کچې ډېر ټیټ دي، روغتیایي سیستم په بشپړ ډول فلج شوی او اقتصادي فعالیتونه په ټپه درېدلي دي.
هغه درې سمدستي لومړیتوبونه په ګوته کړل او ټینګار یې وکړ چې د رفح لاره باید خلاصه پاتې شي. هغه خبرداری ورکړ چې هر ډول محدودیت به د اوربند د دویم پړاو د پلي کولو په لاره کې مستقیم خنډ رامنځته کړي."

قطر انرژي  د LNG پر قراردادونو د ناڅاپي خنډونو له امله د مکلفیتونو تعلیق اعلان دی.
"قطر انرژي وویل چې د ایران د توغندیزو بریدونو له امله د ځینو مهمو تاسیساتو د زیانمن کېدو وروسته یې د مایع طبیعي ګاز (LNG) د اکمالاتو پر ځینو قراردادونو 'فورس ماژور' (د ناڅاپي خنډونو له امله د مکلفیتونو تعلیق) اعلان کړی دی.
د قطري رسنیو د راپورونو له مخې، دا اقدام له چین، ایټالیا، بلجیم او سویلي کوریا سره پر شویو هوکړو پلي کېږي.
'فورس ماژور' عرضه کوونکو ته اجازه ورکوي چې د دوی له کنټرول څخه بهر پیښو له امله، پرته له کومې جریمې خپل مسؤلیتونه (لکه د تحویلۍ مهالویش) وځنډوي. د مارچ په ۱۸ او ۱۹مه نېټه د راس لافان په صنعتي کمپلکس باندې توغندیزو بریدونو د ګازو د پروسس دوه واحدونه او د ګازو څخه د مایع جوړولو یو تاسیسات زیانمن کړي وو."

ولسمشر اردوغان وویل چې تورکیه هوډ لري چې د 'اور له کړۍ' بهر پاتې شي.
"د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې ترکیه هوډ لري چې هېواد د هغې 'اور له کړۍ' څخه بهر وساتي چې د اسرائیل-امریکا او ایران ترمنځ د مخ په زیاتیدونکي ټکر له امله رامنځته شوې ده. هغه خبرداری ورکړ چې دا جګړه په سیمه کې د یوې اوږدې فرساییشي (زغم ازموینې) جګړې بدلیدو خطر لري.
په انقره کې د کابینې له غونډې وروسته اردوغان وویل چې ترکیه دا وضعیت په ډېر دقت او د 'دولتي حکمت' په رڼا کې اداره کوي.
د ترکیې ولسمشر وویل: 'موږ هوډ لرو چې خپل هېواد د اور له کړۍ څخه بهر وساتو.' هغه ټینګار وکړ چې انقره نه غواړي دا جګړه د سیمه ییزو هېوادونو ترمنځ په یوې پراخې مقابله بدله شي."

 

لا زیات واورۍ
وروستي خبرونه | د وري ۳
د چاپیریال په اړه نړۍوال کنفرانس
د ۳۴ تورو لرونکې ګډې ترکي الفبا معرفي کول، د ترکي نړۍ د هیوادونو ترمنځ د کلتوري همکاریو مهم ګام دی
د تاریخي حجاز ریلګاډي د بیا فعالیدو چمتوالی دوام لري.
چین ولې د پرمختلونکي هېواد ګټې پرېښودې؟
د زلزلو پر وړاندې عامه پوهاوی
د تورکیې دفاعي صنعت
د ماشومانو ډیجیټل کارګري
نادر ځمکني عناصر ، د ننۍ نړۍ د قدرتونو د سیالۍ اصلي عنصر
اټومي سیاستونه