وروستي خبرونه | د سنبلې یا وږي ۱۶
00:00
00:0000:00
نړۍ
وروستي خبرونه | د سنبلې یا وږي ۱۶
ایران د هرمز تنګي ته څېرمه د "منع شوې سیمې" د جوړولو پلان لري

د ایران یوه جګپوړي امنیتي چارواکي ویلي چې هېواد یې په پام کې لري په راتلونکو ورځو کې د هرمز تنګي ته څېرمه یوه "منع شوې سیمه" رامنځته کړي. محسن رضایي د یکشنبې په ورځ د ایران دولتي ټلویزیون ته وویل: "دا زون به د امریکا د سمندري ځواکونو د محاصرې له کرښې پیل او د فارس خلیج ځینې برخې به پکې شاملې وي." هغه زیاته کړه، هره کښتۍ چې دې نوې سیمې ته ننوځي، د ایران د بندیزونو په لېست کې به شامل شي. رضایي دا هم وویل چې ایران او عمان به په راتلونکو ورځو کې د هرمز له لارې د یوه نوي دهلېز په اړه هوکړه لیک لاسلیک کړي، چې د ننوتلو او وتلو نقطې به یې د ایران تر کنټرول لاندې وي. هغه د هرمز تنګی "په بشپړ ډول تړل شوی او د وسله والو ځواکونو تر کنټرول لاندې" وباله او د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا ادعا یې "ستر دروغ" وبلل چې ګواکې دا ستراتیژیکه لاره خلاصه ده.

غزه د هغو ۱۰۰ فلسطینیانو چې ۶۰ تنه يي ماشومان دي ویر کوي چې مړي یې له کنډوالو را ایستل شوي
په زرګونو فلسطینیانو د هغو ۱۰۰ کسانو لپاره د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ چې پاتې شوني یې د غزې ښار په "زیتون" سیمه کې د ویجاړو شویو کورونو له لاندې را ایستل شوي دي. په دغو قربانیانو کې شاوخوا ۶۰ ماشومان هم شامل دي. دا مراسم د فلسطین په تاریخ کې یو له سترو جنازو څخه بلل کېږي. د مړو د را ایستلو دا دویم پړاو ۸۰۰ ساعته وخت ونیو چې په ۱۴۷ ویجاړو شویو سیمو کې ترسره شو؛ چیرته چې اټکل کېږي لا هم ۱۰۷۲ جسدونه تر خاورو لاندې بند پاتې دي. ځايي چارواکو ویلي چې دا کسان شاوخوا دوه نیم کاله وړاندې د اسرائیلي هوايي بریدونو په پایله کې وژل شوي وو.

کیم جونګ اون د شمالي کوریا د سمندري ځواکونو د اټومي کولو ژمنه وکړه
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ژمنه کړې چې د خپل هېواد سمندري ځواک په اټومي وسلو سمبال کړي. دولتي رسنیو دا خبر په داسې حال کې ورکړی چې د امریکا د متحدینو (جاپان او سویلي کوریا) ګډ سمندري تمرینات پیل شوي دي. دا تمرینات په ۲۰۲۳ کال کې د پیونګ یانګ د توغندیزو او اټومي ګواښونو د مخنیوي په موخه پیل شوي وو. کیم د دوشنبې په ورځ په یو لړ مراسمو کې وویل: "موږ باید ډاډ ترلاسه کړو چې د سمندري ځواک په اټومي کولو سره، د اټومي جنګي سیسټمونو متنوع او اغېزمن عملیات د یوې حقیقي جګړې لپاره چمتو شي."

د یمن پوځ وايي چې له حوثیانو سره په نښتو کې یې ځینې سیمې بېرته نیولي دي
د یمن پوځ اعلان کړی چې په تعز او الحدیده ولایتونو کې یې له حوثي یاغیانو سره په نښتو کې ځینې سیمې بېرته لاندې کړي دي. په دې جګړو کې د حوثي ډلې تر ۲۰ ډېر کسان مړه او ژوبل شوي دي. د یمن د وسله والو ځواکونو د رسنیو مرکز ویلي چې پوځ د یکشنبې په ورځ په "البرح" جبهه کې له دریو لورو بریدونه پیل کړل، د تعز په لوېدیځ کې یې د "الکدحه" سیمې بېرته ونیولې او د الحدیده په سویل کې یې خپل نوي موقفونه پیاوړي کړل. پوځ تایید کړه چې په دې سختو نښتو کې د حوثیانو نظامي تجهیزاتو ته هم درانه زیانونه اوښتي دي.

تورکیې د ښځینه والیبال ملي لوبډلې د اروپا اتلولي وګټله

د تورکیې د ښځو د والیبال ملي لوبډلې د ایټالیا په ماتولو سره د اروپا اتلولي یو ځل بیا خپله کړه. تورکیې په استانبول کې د نړۍ او اولمپیک اتلې لوبډلې (ایټالیا) ته ۳-۲ ماتې ورکړه. ایټالیا لومړی او دریم سیټونه وګټل، خو تورکیې په څلورم سیټ کې لوبه مساوي کړه او په پنځم سیټ (ټای بریک) کې یې ایټالیا ته ۱۵-۱۰ ماتې ورکړه. په دې لوبه کې ملیسا وارګاس او پااولا ایګونو هرې یوې ۲۸ نمرې ترلاسه کړې. تورکیې په دې بریا سره وکولای شول چې پرله پسې د دویم ځل لپاره د اروپا اتلولي وګټي.

 

لا زیات واورۍ
وروستي خبرونه | د سنبلې یا وږي ۱۳
د ډیجیټل دورې نوی ګواښ: د مغزو ورستېدل
د چاپیریال په اړه نړۍوال کنفرانس
د ۳۴ تورو لرونکې ګډې ترکي الفبا معرفي کول، د ترکي نړۍ د هیوادونو ترمنځ د کلتوري همکاریو مهم ګام دی
د تاریخي حجاز ریلګاډي د بیا فعالیدو چمتوالی دوام لري.
چین ولې د پرمختلونکي هېواد ګټې پرېښودې؟
د زلزلو پر وړاندې عامه پوهاوی
د تورکیې دفاعي صنعت
د ماشومانو ډیجیټل کارګري
نادر ځمکني عناصر ، د ننۍ نړۍ د قدرتونو د سیالۍ اصلي عنصر