وروستي خبرونه | د کب ۱۷
00:00
00:0000:00
نړۍ
وروستي خبرونه | د کب ۱۷
د ایران پر استوګنیزو سیمو د امریکا او اسرائیل په ګډو بریدونو کې د مړو شمېر لوړ شوی
11 ساعته مخکې

سیمه ییزو رسنیو راپور له مخې د دوشنبې په سهار د امریکا او اسرائیل په ګډو هوايي بریدونو کې د ایران په پلازمېنه تهران کې لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي.
ایراني دولتي رسنیو ویلي چې په وژل شویو کې لږ تر لږه شپږ ماشومان هم شامل دي، دا بریدونه پر ښار شوي دي.
د تهران په ختیځ  کې درې ودانۍ نړېدلې چې څلور کسان پکې وژل شوي او شاوخوا ۵۰ کورونه زیانمن شوي دي، په داسې حال کې چې ژغورونکي په خاورو لاندې د بند پاتې کسانو لټون کوي.
تهران په  سویل کې په بهارستان کې، چارواکو د استوګنې پر ودانیو د بریدونو له امله د ۱۳ نورو مړینو راپور ورکړی.
د هوايي دفاع سیستمونه فعال شوي، او په دغو بریدونو کې شریف پوهنتون هم په نښه شوی دی.
د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې د اسرائیل او امریکا په بریدونو کې له یو زر او نهه سوه څخه ډېر کسان وژل شوي دي.

ټرمپ ګواښ کړی که د هرمز تنګی تړلی پاتې شي، د ایران پر برېښناکوټونو او پلونو به بریدونه وکړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی چې که د سه شنبې تر ورځې د هرمز تنګی پرا نه نیستل  شي، د ایران پر برېښناکوټونو او پلونو به بریدونه وکړي.
په ټروت سوشل (Truth Social) ټولنیزه رسنۍ کې د سپکاوي ډکو کلمو په کارولو سره، ډونالډ ټرمپ ایراني مشرانو ته خبرداری ورکړ چې دوی به په هغه څه کې ژوند کوي چې ده "جهنم" بللی، او زیاته یې کړه چې "سه شنبه به د برېښناکوټونو او پلونو د ویجاړولو ورځ وي."
ټرمپ دغه راز د ایران په لوړو غرونو کې د یوه امریکایي ډګرمن (کرنیل) د ژغورلو اعلان هم وکړ، وروسته له هغه چې ایرانیانو یوه F-15 جنګي الوتکه راغورځولې وه.

اوپیک پلس په منځني ختیځ کې د جګړې له امله د تېلو په تولید کې پر نمایشي زیاتوالي غور کوي

اوپیک پلس (OPEC+) ښايي د تېلو د تولید له زیاتوالي سره موافقه وکړي، خو د سرچینو په وینا، دا به یوازې "پر کاغذ" وي، ځکه چې کلیدي غړي هېوادونه د ایران سره د امریکا او اسرائیل د جګړې له امله د تولید کچه نه شي لوړولی.
دغې جګړې د هرمز تنګی تړلی، چې له امله یې د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، کویټ او عراق صادرات بند شوي دي.
نور غړي، لکه روسیه، له بندیزونو او د زیربناوو له ویجاړېدو سره مخ دي.
شنونکو هر ډول زیاتوالی "تشریفاتي" وباله، په داسې حال کې چې د تېلو د عرضې تر ۱۵ سلنې پورې کمښت د خامو تېلو بیه ۱۲۰ ډالرو ته رسولې او ښايي له ۱۵۰ ډالرو هم واوړي.

حماس: تر بې وسلې کولو مخکې باید اسرائیل په بشپړه توګه له غزې وځي

د حماس وسله والې څانګې ویلي چې د امریکا په منځګړیتوب د غزې د اوربند د لومړي پړاو له پلي کېدو مخکې د دوی د بې وسلې کولو په اړه بحث کول د فلسطینیانو په وړاندې د نسل وژنې د دوام یوه هڅه ده.
د القسام کنډکونو ویاند ټینګار وکړ چې په "ناغوره توګه" د وسلو د مسلې راپورته کول به ونه منل شي.
حماس منځګړو ته ویلي چې تر هغه وخته به د بې وسلې کولو په اړه خبرې ونه کړي چې تر څو اسراییل په بشپړه توګه له غزې د وتلو تضمین نه وي ورکړی.
هغه وویل: "هغه څه چې دښمن یې د پلي کولو هڅه کوي... خورا خطرناک دي."

د اوکراین ولسمشر او د تورکیې بهرنیو چارو وزیر د اړیکو په اړه د خبرو لپاره سوریې ته تللي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د تورکیې د بهرنیو چارو له وزیر هاکان فیدان سره دمشق ته تللی او ټاکل شوې چې د سوریې له ولسمشر احمد الشرع سره وګوري.
زیلینسکي وویل: "مهمې ناستې په مخ کې لرو" او زیاته یې کړه: "هر ملت او هره سیمه د یوه ارام ژوند مستحقه ده."
دا سفر چې له ایران سره د امریکا او اسرائیل د جګړې په ترڅ کې تورکیې او خلیج هېوادونو ته له سفرونو وروسته ترسره کېږي، موخه یې د "هېوادونو ترمنځ همکاري" او د "سیمې د امنیتي وضعیت" په اړه بحث کول دي.
اوکراین په پام کې لري چې د روسي بریدونو په وړاندې د هوايي دفاع د ترلاسه کولو په بدل کې د ډرون (بې پیلوټه الوتکو) په برخه کې خپلې تجربې شریکې کړي، چې تېره اونۍ یې له خلیج هېوادونو سره په دې اړه دفاعي تړونونه هم لاسلیک کړي دي.

 

لا زیات واورۍ
وروستي خبرونه | د وري ۱۴
د ډیجیټل دورې نوی ګواښ: د مغزو ورستېدل
د چاپیریال په اړه نړۍوال کنفرانس
د ۳۴ تورو لرونکې ګډې ترکي الفبا معرفي کول، د ترکي نړۍ د هیوادونو ترمنځ د کلتوري همکاریو مهم ګام دی
د تاریخي حجاز ریلګاډي د بیا فعالیدو چمتوالی دوام لري.
چین ولې د پرمختلونکي هېواد ګټې پرېښودې؟
د زلزلو پر وړاندې عامه پوهاوی
د تورکیې دفاعي صنعت
د ماشومانو ډیجیټل کارګري
نادر ځمکني عناصر ، د ننۍ نړۍ د قدرتونو د سیالۍ اصلي عنصر