په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې لږ ترلږه ۱۰ فلسطینیان وژل شوي .د روغتیايي سرچینو د معلوماتو له مخې، د اسرائیلو د هوايي بریدونو په پایله کې لږترلږه ۱۰ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي. د غزې ښار د زیتون په سیمه کې پر یوه کور د برید په پایله کې ۵ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي. د ژغورنې ټیمونه د نړېدلو ودانیو لاندې د بندو کسانو د ژغورلو هڅې کوي او اندېښنه ده چې د مړو شمېر به نور هم لوړ شي. په بل پېښه کې، په مرکزي غزه کې د النصیرات په العودة روغتون ته نږدې ۵ خبریالان د هغوې پر موټرو په برید کې وژل شوي دي.
حماس ویلي د اسرائیلو نوي شرطونه د غزې د اوربند تړون ځنډوي. حماس وایي چې اسرائیل د غزې د اوربند تړون لپاره نوي شرطونه وړاندې کړي چې د دې پروسې پرمختګ یې ځنډولی. د فلسطیني مقاومت غورځنګ حماس وویل چې د وتلو، د اوربند شرایطو، د بندیانو تبادلې او د بې ځایه شویو د بېرته راستنېدو په اړه مسئلې د تړون مخې ته خنډونه دي. حماس وویل چې د ستونزو سره سره، د قطر او مصر په منځګړیتوب خبرې اترې په جدي توګه روانې دي او دوی د پروسې د پرمختګ لپاره نرمښت ښودلی دی.
د موزمبیق پولیس: په ماپوتو زندان کې په تاوتریخوالي کې لسګونه کسان وژل شوي او سلګونه بندیان تښتېدلي. د پولیسو مشر برناردینو رافایل وویل چې د موزمبیق په پلازمېنه ماپوتو کې د زندان په تاوتریخوالي کې ۳۳ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي. په دې پېښه کې ۱۵۳۴ بندیان تښتېدلي، خو ۱۵۰ یې بیرته نیول شوي دي. په زندان کې تاوتریخوالي هغه مهال رامنځته شو کله چې د اساسي قانون محکمې د واکمن ګوند فریلیمو غړی ډانیل چاپو د اکتوبر د ۹مې د جنجالي ټاکنو ګټونکی اعلان کړ.
سوریې چارواکي وايي چې په هېواد کې لاریونونه د پخواني رژیم د 'لمسونو' له امله دي.
په سوریه کې لاریونونه د حلب په یوه زیارت کې د زیان اړولو د ادعاوو وروسته پیل شول، خو د هېواد لنډمهاله حکومت وویل چې دا ناآرامۍ د بشار الاسد د پخواني رژیم د عناصرو د "لمسونو" پایله ده. په ټولنیزو رسنیو کې د مذهبي مشر ابو عبدالله حسیبي د زیارت د زیانمنېدو ویډیوګانې خپرې شوې. خو د کورنیو چارو وزارت وویل چې دا انځورونه "زاړه" دي او د "نامعلومو ډلو لخوا د حلب د آزادۍ پر مهال" خپاره شوي دي.
اردوغان د کریسمس په مناسبت د تورکیې د ټولشموله ارزښتونو په اړه پیغام خپور کړ.د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د مسیحي اتباعو لپاره د کریسمس مبارکي وویله او د سولې، نېکمرغۍ او هوساینې هیله یې وکړه. اردوغان وویل "زه د کریسمس په مناسبت زموږ د مسیحي اتباعو دا ورځ له زړه کومې لمانځم." هغه د تورکیې د اوږدمهاله ټولشموله دود په یادولو سره وویل چې په هېواد کې د اصل، توکم، ژبې، دین یا مذهب پر بنسټ هیڅ تبعیض شتون نلري.

