د اندلس میراث
00:00
00:0000:00
کلتور
د اندلس میراث
د اندلس میراث د هغې د له منځه وړلو لپاره د ډیرو هڅو سره سره څنګه ژوندی پاتې شو؟
17 دسمبر 2024

د ۱۴ مې  سپوږمۍ تر رڼا لاندې، د اسپانیا د ګرناډا ښار ته نږدې د لانجارون په ځنګلي غونډۍ کې یو ځانګړی غونډه جوړه شوه. د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه مسلمانان د یو یادښت شپې لپاره راټول شوي وو. د مۍ میاشتې یوه معتدل ماښام دی. په هوا کې د والیون، ډول ډول موسیقي آلاتو او د منځني ختیځ د دودیز موسیقې آلې  کانون د نازکو تارونو له غږونو ډکه وه. د دې  ټولنې لخوا اجرا شوو نغمو په منځ کې یوه په تاریخ کې د ژورې  ریښې  لرونکې نغمه وه.

د موریسکویانو تاریخ

دا "مدحه موریسکو" ده. دا د موریسکویانو کیسه کوي، هغه هسپانوي مسلمانان چې د شپاړسمې پیړۍ اسپانیا په بشپړه توګه مسیحیانو لخوا ونیول شوه  د عیسویت منلو ته اړ شول. دا مذهبي شعر، چې د حضرت محمد (ص) د زیږون یادونه کوي، په ۱۸۸۲ کال کې د اسپانیا په سراګوسا ښار کې په یوه کور کې پټ  شوی وو وموندل شو. دا قلمي لیکنه، چې د اوولسمې پیړۍ څخه ده، په یوه جعلي چت کې وموندل شوه. د کور څښتن دا د موریسکویانو د ځورونې په وروستۍ مرحله کې د شړلو څخه مخکې پټ کړی و.

د موریسکویانو کیسه د اندلس د میراث لپاره ډیر زیات اهمیت او مرکزي رول لري. که چیرې  دوی زړورتیا نوی ښودلي ، د اسپانیا  بډایه اسلامي کلتور ښایي د تل لپاره له منځه تللی وای.

د ګرناډا سقوط

د پوهیدو لپاره، موږ باید ۱۴۹۲ کال ته لنډه کتنه وکړو. هغه کال چې په اسپانیا کې د مسلمانانو وروستۍ کلا  ګرناډا، سقوط وکړ. کله چې د پاچا فردیناند او ملکې ایزابیلا عیسوي ځواکونو ښار ونیو ،  ده خبرې په سیمه کې د مسلمانانو د اته سوه کلنې ادارې د ختمیدو اشاره وه.

په پیل کې، په اسپانیا کې مسلمانانو ته د ځینو ټاکل شوو شرایطو لاندې د ژوند کولو  اجازه ورکړل شوه، مګر دې کار ډیر زیات دوام ونکړ. په ۱۵۰۲ میلادي کال کې، یو فرمان مسلمانان اړ کړل چې یا عیسویت ومني یا اسپانیا پریږدي. هغه کسان چې پاتې شول د موریسکویانو په نوم وپیژندل شول، او ډیری کسانو  په پټه خپلې مسلمانۍ ته  دوام ورکړ.

د کلتور له منځه وړل

تاریخ پوه میرسیډیس ګارسیا-ارینا  وايي  چې دا د اجباري ادغام پیل و. د موریسکویانو د هویت د له منځه وړلو لپاره یوه منظمه هڅه وه. دوی د خپل کلتور، ژبې او حتی ادبیاتو څخه محروم شول. هغه کتابونه چې د فلسفې، تاریخي لیکنو او طب په اړه یې بحث کاوه ځینې وختونه خپلو څښتنانو ته بیرته ورکول کیدل، په داسې حال کې چې نور به يي سوځول کیدل.

د موریسکویانو مقاومت

د دې ظلم سره سره، موریسکویانو د مقاومت لارې وموندلې. دوی به په "الجمیادو" کې لیکل - یو لیک چې د ورځني اسپانیوي ژبې  لیکلو لپاره به یې عربي توري کارول. په دې توګه، دوی کولی شول خپل دین او دودونه په پټه توګه وساتي. د "مدحه موریسکو" لاسي لیکنه چې د سراګوسا په بیارغونه کې وموندل شوه په "الجمیادو" کې لیکل شوې وه. دا د دوی د نبوغ ثبوت و.

 

دا یوه له هغو میتودونو څخه وه چې موریسکویانو د خپل کلتور، ادبیاتو او ژبې د عناصرو د ژغورلو لپاره کارولې. د دې متنونو په منځ کې د حج  د فریضې د بیان په خاطر  خیالي کیسې یا د سفر جعلي لارښودونه او لنډ شعرونو شتون درلود چې د کلتورونو د ګډون ښودنه یې کوله. ګارسیا-ارینا یادونه کوي چې د دې متنونو وروستۍ کشف موږ ته د موریسکویانو د مقاومت او د خپل میراث د ژوندي ساتلو لپاره د دوی د خاموشه مبارزې په اړه نوې لید راکړی.

د میراث بیا راژوندي کول

نن ورځ، دا کیسه یو بیا راژوندي کیدل تجربه کوي. اسلامي ټولنې، په ځانګړې توګه په سویلي اسپانیا کې، د خپلو اندلسي ریښو سره بیا اړیکه نیسي. د الپوجاراس غرونه، چې یو وخت په پنځلسمه پیړۍ کې د مسلمانانو لپاره پناه ځای و، اوس د هغو کسانو لپاره سپیڅلی ځای ګرځیدلی چې د اندلس له تاریخ او کلتور څخه الهام اخلي.

آزهارا انټرنیشنل، یو ټولنیز مرکز چې په ۲۰۱۸ کال  کې تاسیس شوی، په دې غرونو کې موقعیت لري. دا د تفکر او اړیکو لپاره ځای برابروي. د اندلس کلتور پخپله د اسلامي او اسپانیوي اغیزو یوه ګډوله ده، چې په معمارۍ، ژبه او پخلي کې لیدل کیږي. دا کلتوري بیا راژوندي کیدل د دې ګډ تاریخ د بیا کشف او لمانځلو په اړه دي.

## اوسني پیښې

دینا هند ظریف کوسیرا، یوه هسپانوۍ مسلمانه چې په ګرناډا کې ژوند کوي، د هغو کسانو په منځ کې وه چې په لانجارون کې په غونډه کې یې د 'مدحه موریسکو' سندرې اوریدو څخه خوند واخیست.

 هغې ولیدل چې څنګه له مختلفو ماضي ګانو خاوند ډیری خلک ګرناډا ته راکښل کیږي، او د دې بډای کلتوري میراث څخه اغیزمن کیږي.

علي کیلر، په انګلستان  کې زیږیدلی هنرمند چې اوس په ګرناډا کې ژوند کوي، هم په دې بیا راژوندي کیدو کې معنی مومي. علي د الفردوس انسامبل په نوم د موسیقۍ ډلې مشري کوي. د  دې ډلې البوم، چې نور نومیږي، د تیر وخت غږونه بیرته راژوندي کوي، د نن ورځې مخاطبینو لپاره يي له سره تصویر کوي. دا ډله  د موریسکویانو لخوا لیکل شوي شعر څخه بیتونه په خپل سبک بیا جوړوي، د لویو وچو په کچه د مخاطبینو سره د موریسکویانو کیسه شریکوي.

پایله

د اندلس ځواک دوام لري. دا تاریخ یوازې څخه یو څه ندی، دا لا هم زموږ د نن ورځې هویت یوه برخه ده. د موریسکویانو کیسه، د دوی مقاومت او کلتور لا هم په نړۍ کې ډیری خلکو ته الهام ورکوي.

 

 

 

لا زیات واورۍ
وروستي خبرونه | د لیندۍ ۱۴
د چاپیریال په اړه نړۍوال کنفرانس
د ۳۴ تورو لرونکې ګډې ترکي الفبا معرفي کول، د ترکي نړۍ د هیوادونو ترمنځ د کلتوري همکاریو مهم ګام دی
د تاریخي حجاز ریلګاډي د بیا فعالیدو چمتوالی دوام لري.
چین ولې د پرمختلونکي هېواد ګټې پرېښودې؟
د زلزلو پر وړاندې عامه پوهاوی
د تورکیې دفاعي صنعت
د ماشومانو ډیجیټل کارګري
نادر ځمکني عناصر ، د ننۍ نړۍ د قدرتونو د سیالۍ اصلي عنصر
اټومي سیاستونه