وروستي خبرونه| د سنبلې یا وږي ۲۰
00:00
00:0000:00
نړۍ
وروستي خبرونه| د سنبلې یا وږي ۲۰
ترامپ وايي؛ د منځ ‌مهالو ټاکنو له امله پر ایران "کامل" برید نه کوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ وویل چې واشنګټن د نوامبر د درېیمې نېټې د منځ ‌مهالو ټاکنو له امله پر ایران "کامل" برید نه کوي. هغه اټکل وکړ چې جګړه کېدای شي له ټاکنو وروسته یا حتی تر هغې وړاندې پای ته ورسېږي. ترامپ په یوه مرکه کې له ایران سره د پوځي شخړې د زیاتولو د غوښتنو په ځواب کې دغو نږدې کېدونکو ټاکنو ته اشاره وکړه. هغه وویل کله چې امريکايان په منځ مهالو ټاکنو کې رایې ورکوي، ښايي دغه شخړه پای ته رسېدلې وي.

اسرائیل په غیرقانوني مېشت‌ځایونو کې د ۱,۶۷۰ نویو استوګنیزو کورونو جوړولو طرحې څېړي

د فلسطین د دېوال او مېشت‌ځایونو پر وړاندې د مقاومت کمېسیون ویلي دي چې اسرائیلی چارواکي په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې په غیرقانوني مېشت‌ځایونو کې د ۱,۶۷۰ نویو استوګنیزو واحدونو د جوړولو طرحې تر غور لاندې لري. دغه کمېسیون زیاته کړه چې دا طرحې له هغې لږ وروسته وړاندې شوې چې ۱۲ لوېدیځو هېوادونو له غیرقانوني مېشت‌ځایونو څخه پر واردېدونکو محصولاتو سوداګریز محدودیتونه ولګول او له اسرائیل څخه یې د مېشت‌ځایونو د پراختیا د بندولو غوښتنه وکړه.

کاناډا له اوکراین سره د هوایي دفاع خورا مهمې مرستې کوي: زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د کاناډا له لومړي وزیر مارک کارني  سره له کتنې وړاندې وویل چې کاناډا به له اوکراین سره "د هوایي دفاع یوه خورا مهمه بسته" او د انرجۍ سکتور په برخه کې مرستې وکړي. زیلینسکي د هوایي دفاع بسته "خورا حیاتي" وبلله، خو د دغو مرستو یا د انرجۍ په برخه کې د کاناډا د پلانونو په اړه یې نور جزییات ورنه کړل. کاناډا د ۲۰۲۲ کال له فبرورۍ راهیسې له اوکراین سره په ټولیز ډول له ۱۸.۵ میلیارد ډالرو څخه د زیاتې مرستې ژمنه کړې ده، چې ۶.۱ میلیارد ډالر یې پوځي مرستې دي.

الجزایر له اماراتو سره ډیپلوماتیکي اړیکې پرې کړې او خپل هوایي حریم یې د اماراتو پر مخ وتاړه؛ ابوظبۍ هیله ښودلې چې دا پرېکړه به موقتي وي

متحدو عربي اماراتو وویل هیله من دي چې له ابوظبۍ سره د ډیپلوماټیکو اړیکو د شلولو په اړه د الجزایر پرېکړه به موقته وي؛ دا په داسې حال کې ده چې الجزایر پرېکړه کړې چې د سپتمبر له ۱۱مې نېټې څخه د اماراتو ملکي او پوځي الوتکو پر مخ خپله هوایي لاره بنده کړي. د اماراتو د بهرنیو چارو وزارت وویل چې له ټول هېوادونو سره د اړیکو پر پیاوړتیا، دوه اړخیز تفاهم، همکارۍ او ګډې سوکالۍ ته ژمن دی. دغه وزارت هیله څرګنده کړه چې د الجزایر دا پرېکړه به عارضي وي او د دواړو ولسونو ترمنځ "ورورګلویزه اړیکې" به وژغورل شي.

تورکیې او عراق په انقره کې پر امنیتي او اقتصادي همکاریو خبرې وکړې

امنیتی سرچینو خبر ورکړی چې د تورکیې د ملي استخباراتو سازمان رئیس ابراهیم کالن په انقره کې د عراق د استازو مجلس له رئیس هیبت الحلبوسي سره وکتل او پر سیمه ییزو او نړیوالو پرمختګونو یې خبرې وکړې. د سرچینو په وینا، په دغې کتنه کې د ترکیې او عراق ترمنځ د همکاریو، په ځانګړي ډول په امنیتي برخه کې د اړیکو پر پیاوړتیا او د معلقو پاتې موضوعاتو پر حل پاملرنه وشوه.

 

لا زیات واورۍ
وروستي خبرونه | د سنبلې یا وږي ۱۸
د ډیجیټل دورې نوی ګواښ: د مغزو ورستېدل
د چاپیریال په اړه نړۍوال کنفرانس
د ۳۴ تورو لرونکې ګډې ترکي الفبا معرفي کول، د ترکي نړۍ د هیوادونو ترمنځ د کلتوري همکاریو مهم ګام دی
د تاریخي حجاز ریلګاډي د بیا فعالیدو چمتوالی دوام لري.
چین ولې د پرمختلونکي هېواد ګټې پرېښودې؟
د زلزلو پر وړاندې عامه پوهاوی
د تورکیې دفاعي صنعت
د ماشومانو ډیجیټل کارګري
نادر ځمکني عناصر ، د ننۍ نړۍ د قدرتونو د سیالۍ اصلي عنصر