وروستي خبرونه |  د لړم ۱۲
00:00
00:0000:00
نړۍ
وروستي خبرونه | د لړم ۱۲
د افغانستان په شمال کې د ریښتر په کچه د ۶ عشاریه ۳ په شدت سره زلزله رامنځته شوه
3 نومبر 2025

افغانستان په شمال کې زلزلې ۲۰ کسان وژلي او تر ۳۰۰ ډېر یې ټپیان کړي: د عامې روغتیا وزارت

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکو د دوشنبې په ورځ وویل، د افغانستان په شمال کې یوې سختې زلزلې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژلي او تر ۳۰۰ تنو ډیر يي ټپیان کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې یوازې څو میاشتې وړاندې یوې بلې مرګونې زلزلې دغه هېواد سخت ځپلی و.

د امریکا د جیولوژیکي سروې له مخې، د ریښتر په کچه ۶.۳ درجې په شدت سره زلزله تېره شپه د ځمکې په ۲۸ کیلومترۍ ژوروالي کې رامنځته شوې چې مرکز یې مزارشریف ښار ته نږدې و.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان د دوشنبې په سهار خبریالانو ته وویل چې د بلخ او سمنګان په ولایتونو کې تر ۲۰ ډېر کسان وژل شوي او شاوخوا ۳۲۰ نور ټپیان دي، هغه ټینګار وکړ چې دا لومړنۍ شمېرې دي.

اسرائیلو په غزه کې د اوربند څخه ۱۹۴ ځله سرغړونه کړې ده

غزه کې د فلسطیني حکومت رسنیز دفتر راپور ورکړی چې د اکتوبر له لسمې نیټې راهیسې چې اوربند پیل شوی، اسرائیلو ۱۹۴ ځله له اوربند څخه سرغړونه کړې ده.

د دغه دفتر مشر اسماعیل الثوابته ویلي، چې په دې سرغړونو کې له "ژیړ کرښې" څخه بهر بریدونه، ډزې، د توپخانې ډزې او د طبي او بشري مرستو د رسولو مخنیوی شامل دي. هغه ملکي وګړو ته خبرداری ورکړی چې دې سیمې ته له تګ راتګ څخه ډډه وکړي او د کورونو ترڅنګ یې د پخوانیو وژنو یادونه وکړه. الثوابته زیاته کړه چې اسرائیل لاهم د مرستو کاروانونو، طبي تجهیزاتو او د رفح پر لارې تګ راتګ باندې محدودیتونه لري. د رسنیو دفتر ویلي چې له ۱۳,۲۰۰ منظور شویو لاریو څخه یوازې ۳,۲۰۳ غزې ته ننوتلي، چې دا د ۲۴ سلنې پلي کیدو ښکارندويي کوي.

ټرمپ: روسیه او چین هم اټومي ازموینې کوي، امریکا باید شاته پاتې نشي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې شمالي کوریا یوازینی هیواد نه دی چې اټومي ازموینې ترسره کوي، بلکې روسیه او چین هم په دې کار بوخت دي.

ټرمپ سي بي ایس ته په خپلو خبرو کې وویل: "روسیه او چین هم ازموینې کوي، خو دوی په دې اړه غږ نه کوي." هغه له ۳۰ کلونو وروسته د اټومي ازموینو د بیا پیلولو لپاره د خپلې پریکړې دفاع وکړه او ویې ویل چې دا کار د وسلو د سم کار کولو د ډاډ ترلاسه کولو لپاره اړین دی. د امریکا پر ځواکمنتیا ټینګار کولو سره، هغه وویل چې امریکا "خورا لوی اټومي ځواک" لري او له روسیې او چین څخه مخکې ده، چې "په چټکۍ سره د پراختیا په حال کې دي."

ایران: اټومي تاسیسات به له پخوا څخه لا پیاوړي ورغوو

ایران ویلي دي چې د اسرائیلو او امریکا په بریدونو کې ویجاړ شوي اټومي تاسیسات به "له پخوا څخه لا پیاوړي" بیا ورغوي، په داسې حال کې چې منځګړي عمان له تهران او واشنګټن څخه د ډیپلوماسۍ د بیا پیلولو غوښتنه کړې ده.**

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې دغو بریدونو د ایران اټومي پروګرام له منځه وړی، خو د اصلي زیان اندازه لا هم روښانه نه ده. د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د هیواد د اټومي سازمان څخه د لیدنې پر مهال وویل چې تهران به ویجاړ شوي ځایونه له پخوا څخه لا پیاوړي ورغوي.

تورکیه: د PKK ترهګرۍ پای ته رسول د سیمه ییز امنیت لپاره اړین دي

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ویلي چې نه یوازې په ترکیه کې، بلکې په عراق، سوریه او ایران کې هم د PKK ترهګرې ډلې د فعالیتونو پای ته رسول د سیمه ییز ثبات او امنیت لپاره حیاتي دي.

فیدان په بغداد کې له خپل عراقي سیال فواد حسین سره په خبرو کې د PKK د منحل کیدو پریکړه یو مثبت ګام وباله او له اشغال شویو سیمو څخه یې د بشپړ وتلو غوښتنه وکړه. هغه د عراق له مرکزي او سیمه ییزو حکومتونو سره نږدې همغږي وستایله او د "ترهګرۍ څخه پاکې ترکیې" پروسې او له بغداد سره د همکارۍ پر ژوروالي یې ټینګار وکړ.

لا زیات واورۍ
وروستي خبرونه | د مرغومي ۲۹
د چاپیریال په اړه نړۍوال کنفرانس
د ۳۴ تورو لرونکې ګډې ترکي الفبا معرفي کول، د ترکي نړۍ د هیوادونو ترمنځ د کلتوري همکاریو مهم ګام دی
د تاریخي حجاز ریلګاډي د بیا فعالیدو چمتوالی دوام لري.
چین ولې د پرمختلونکي هېواد ګټې پرېښودې؟
د زلزلو پر وړاندې عامه پوهاوی
د تورکیې دفاعي صنعت
د ماشومانو ډیجیټل کارګري
نادر ځمکني عناصر ، د ننۍ نړۍ د قدرتونو د سیالۍ اصلي عنصر
اټومي سیاستونه