د یکشنبې په ورځ په غزې تړانګه کې د اسرائیلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۳۲ فلسطینیان ووژل شول.
د غزې په ښار کې د الاحلي عرب روغتون ډاکټرانو د هغې په انګړ د اسرائیلو د بې پیلوټه الوتکې د برید خبر ورکړ. د غزې په مرکزي برخه کې عیني شاهدانو د نتزاریم دهلېز ته څېرمه د اسرائیلو د ډزو خبر ورکړی دی.
په جنوب کې، په خان یونس کې د ناصر روغتون تایید کړه چې د لسګونو څخه زیات خلک هغه مهال مړه شوي چې دوی د خوراکي توکو ویش ته انتظار ویسته.
په اسرائیلو کې د غزې د اشغال پر ضد په زرګونو تنو لاریون وکړ
د اسرائیلو په ګوټ ګوټ کې زرګونه خلک سړکونو ته راوتلي او په ټول هیواد کې اعتصاب کوي.
دوی لویې لارې بندې کړې او د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو پر حکومت یې غږ وکړ چې د بندیانو د تبادلې تړون ته غاړه کیږدي او په غزه کې جګړه پای ته ورسوي.
دا اعتصاب د اسرائیلي بندیانو د کورنیو لخوا تنظیم شوی و چې لاهم په غزه کې ساتل کیږي، دوی وايي چې د حکومت وروستۍ پریکړې د خاورې بشپړ اشغال د دوی عزیزان نور هم له خطر سره مخ کړي.
زیلینسکي د امریکا د امنیتي تضمینونو "تاریخي" وړاندیز وستایه
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د واشنګټن لخوا د امنیتي تضمینونو نه هر کلی وکړ او دا يي یو تاریخي اقدام بللی.
هغه وویل چې دا تضمینونه باید د کلمو هاخوا وي ، په ځمکه ، هوا او بحر کې ریښتیني محافظت وړاندېکړي او دوی باید اروپا هم پکې ښکیل کړي.
هغه دا څرګندونې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په واشنګټن کې له پلان شوې غونډې مخکې کړې دي.
د سوریې ولسمشر احمد الشرع وویل چې د تش په نامه د سوریې ډیموکراتیک ځواکونو ډله د مارچ د لسمې د تړون سره په تضاد کې کړنې کوي.
د سوریې ولسمشر احمد الشرع پر د تش په نامه د سوریې ډیموکراتیک ځواکونو پر ډلېتور لګولی چې د مارچ د لسمې د موافقې سره په تضاد کې عمل کوي. الشرع د ادلب څخه د یوه پلاوي سره په یوه ناسته کې، وویل چې پداسې حال کې چې د تش په نامه د سوریې ډیموکراتیک ځواکونو ډله په عامه توګه اعلان کوي چې دا پرمختګ ته چمتو دی،خو په سیمه کې د هغې کړنې یو بل کیسه بیانوي.
هغه څرګنده کړه، چې لا هم خبرې روانې دي، څو د دې هوکړې د عملي کېدو په اړه دقیق ډول وڅېړل شي.
چین د بشري حقونو په راپور کې امریکا د غزې د نسل وژنې شریکه بللې ده
چین پر امریکا تور پورې کړی چې په غزه کې د نسل وژنې په برخه کې لاس لري.
دا ادعا د امریکا د بشري حقونو په اړه د بیجینګ په کلني راپور کې راغلې چې د دولتي شورا د معلوماتو دفتر لخوا خپره شوې او د دولتي رسنیو لخوا خپره شوې.
رپوټ واېې چې واشنگټن له اسرائېلو نه بېتفاوته پوځی او دیپلوماتیک ملاتړ کړی او د اوربند د تامینولو د نړیوالو هڅو مخهیې نیولې ده.

