یوازیتوب هغه احساس دی چې موږ ټولو یو وخت نه یو وخت تجربه کړی دی. په نننۍ خورا تړلې نړۍ کې، په تناقض سره، تر هر وخت ډېر خلک ځانونه یوازې احساسوي. که څه هم تاسو په ګڼه ګوڼه کې یاست یا بوخت ټولنیز ژوند لرئ، بیا هم کېدای شي ځان یوازې احساس کړئ. کېدای شي واده مو کړی وي یا په لویه کورنۍ کې ژوند کوئ، خو بیا هم ځان نالیدلی احساسوئ، لکه څوک چې تاسو په رښتیا نه درک کوي. په دې برخه کې به د یوازیتوب خطرونه او هغه عوامل وڅېړو چې دا یې یوازې له احساس څخه ډېر څه ګرځولی دی.
یوازیتوب یوازې د خواشینۍ یا یوازې اوسېدو څخه عبارت نه دی. د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په وینا، یوازیتوب یو مخ په زیاتېدو د عامې روغتیا ستونزه ده چې ملیونونه خلک اغېزمنوي. اغېزې یې هم ډېرې جدي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کوي چې یوازې خلک د ځانوژنې لوړ خطر لري. همدارنګه، ساینسپوهان څرګندوي چې یوازې خلک د زړه ناروغیو، فلج، اضطراب او خپګان په څېر روغتیايي ستونزو ته ډېر مایل دي. حتی ځینې څېړنې ښیي چې یوازیتوب د زړه او رګونو ناروغیو خطر ۳۰ سلنه زیاتوي.
ډېر خلک باور لري چې یوازیتوب یوازې زاړه اغېزمنوي، خو په حقیقت کې یوازیتوب پرته له عمر یا اصله پر ټولو اغېز کوي. د روغتیا نړیوال سازمان څېړنې ښیي چې د مشرو لویانو څلورمه برخه ځانونه په ټولنیزه توګه جلا احساسوي، یعنې د مشرانو ۲۵ سلنه په دې حالت کې دي. په ورته وخت کې، په ټوله نړۍ کې ۵ تر ۱۵ سلنه ځوانان هم وایي چې ځانونه ټولنیز توګه جلا احساسوي.

