ملګرو ملتونو په غزه کې د اسرائیلو وروستي هوايي بریدونه "ویروونکي" بللي او پر ټولو خواوو یې غږ کړی چې د سولې د "له لاسه وتلو" مخه ونیسي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر وولکر تورک ویلي، په دغو بریدونو کې کورونه، ښوونځي او د بې ځایه شویو کسانو خیمې په نښه شوي او له ۱۰۰ ډېر فلسطینیان په کې وژل شوي دي. تورک ټینګار وکړ چې اسرائیل باید نړیوال بشردوستانه قوانین مراعات کړي او د ملکي وګړو ساتنه وکړي. تورک وویل: "د جګړې قوانین په دې اړه خورا روښانه دي چې د ملکي وګړو او ملکي بنسټونو ساتنه تر ټولو لوړ لومړیتوب دی." د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر دا مرګ ژوبله "اندیښمنونکې" وبلله او د اوربند د بشپړې ژمنتیا غوښتنه یې وکړه، او خبرداری یې ورکړ چې په غزه کې ورانی باید د سولې او عدالت چانس له منځه یو نه سي.
د پوتین د توغندي له ادعا وروسته د کړکېچ په ډېرېدو سره، ټرمپ د اټومي ازموینې امر وکړ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې پنټاګون به له چین او روسیې سره په ورته کچه د اټومي وسلو ازموینې پیل کړي. د ټرمپ دا اعلان وروسته له هغه راغی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل چې مسکو په بریالیتوب سره خپله اټومي ځواک لرونکې تر اوبو لاندې بې پیلوټه الوتکه ازمویلې ده. پوتین وویل چې د دې توغندي "مخه نیول ناممکن" دي او دا توغندی د روسیې له سرمت توغندي څخه ډېر پیاوړی دی. ټرمپ د امریکا پر اټومي برلاسۍ ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې خپلې وسلې به سمدستي نوي کړي. کارپوهان وايي چې دا وروستی پرمختګ د نړیوال اټومي کړکېچ او د لوړ خطر لرونکې وسلو سیالۍ ښکارندویي کوي.
د ریو دي جینیرو په ښار کې د پولیسو په عملیاتو کې ۱۳۲ کسان ووژل شول
د ریو دي جینیرو د عامه دفاع دفتر ویلي چې په دغه ښار کې د پولیسو په یوه خونړي برید کې لږ تر لږه ۱۳۲ کسان وژل شوي دي. د پینها په فاویلا (غریبه سیمه) کې د وژل شویو کسانو جسدونه په کوڅو کې پراته وو، چې زړه بوږنونکې صحنې یې جوړې کړې وې. په کوڅو کې تر ۴۰ ډېر جسدونه لیدل شوي. چارواکو ویلي چې دا عملیات د COP30 او د شهزاده ویلیم د ارټ شاټ جایزې په څېر د لویو غونډو له جوړېدو مخکې د جرمي ډلو د په نښه کولو لپاره ترسره شوي. د بشري حقونو ډلو دا عملیات غندلي او د ریو فاویلاګانې یې "د جګړې او وحشت تیاتر" بللی دی.
د سوداګرۍ وزیر: د تورکیې او سوریې ترانزیټي دهلیز به راتلونکی کال پرانیستل شي
د ترکیې د سوداګرۍ وزیر عمر بولات وویل، په سوریه کې د ویزو، ګمرکونو او سړکونو د ستونزو په حل سره به د ترکیې او سوریې ترانزیټي دهلیز پرانیستل شي، چې ترکي لاریو ته به اردن او خلیجي هېوادونو ته د رسېدو زمینه برابره کړي. د وزیر د څرګندونو له مخې، دا دهلیز به راتلونکی کال په بشپړ ډول فعال شي. دا لاره چې تړون یې په جون میاشت کې لاسلیک شوی، په اردن کې یې د سیمه ییزې سوداګرۍ د پیاوړتیا هیلې را ژوندی کړي دي. بولات همدارنګه له اردن سره د تاریخي حجاز اوسپنې پټلۍ د بیا فعالولو د پلانونو یادونه هم وکړه چې موخه یې د بار او مسافرو لېږد زیاتول دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ حجم په ۲۰۲۵ کال کې له ۱.۴ میلیارده ډالرو څخه اوښتی دی. ترکي شرکتونه هڅول کیږي چې د اردن د ۱۵ میلیارده ډالرو په ارزښت زیربنایي پروژو کې برخه واخلي.
ټرمپ د امریکا او چین په سوداګریزو خبرو کې د نږدې همکارۍ په موخه له شي سره وکتل
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سویلي کوریا په بوسان ښار کې له خپل چیني سیال شي جین پینګ سره وکتل، ترڅو له چین سره سوداګریز کړکېچ کم او اړیکې ښې کړي. ټرمپ وړاندیز وکړ چې د دواړو خواوو ترمنځ به سوداګریز تړون لاسلیک شي، په داسې حال کې چې شي د چین پرمختګ د امریکا له سوکالۍ سره سم وباله او د ملګرتیا او دوستۍ غږ یې وکړ. شي د سوداګریزو خبرو د پرمختګ ستاینه وکړه او ویې ویل چې دوی د اړیکو لپاره د یوه ټینګ بنسټ جوړولو ته چمتو دي. چیني مشر د نړیوالې سولې په برخه کې، د غزې د اوربند په ګډون، د ټرمپ د هڅو ستاینه وکړه. دواړو مشرانو د دوه اړخیزو او نړیوالو ګټو لپاره د همکارۍ ژمنه وکړه.

