"د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ زوم، جیرډ کوشنر، چې د غزې د اوربند په تړون کې یو له کلیدي مرکچیانو څخه دی، ویلي چې د فلسطین مقاومت ډله حماس د تړون له مخې 'په ښه نیت عمل کوي'.
هغه زیاته کړه چې امریکا، اسرائیل او منځګړي په ګډه د دې تړون څارنه کوي، چې پکې د بندیانو او پاتې شونو بیا موندل هم شامل دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، اوکراین باید 'د جګړې پر کرښو ودرېږي' او له روسیې سره خپله جګړه پای ته ورسوي، او وړاندیز یې کړی چې کییف باید اوسنی ځمکنی وضعیت د راتلونکو خبرو اترو د اساس په توګه ومني.
هغه د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زلنسکي سره خپله وروستۍ لیدنه 'صمیمانه' وبلله او هغه ادعاوې یې رد کړې چې ګواکې پر کییف یې فشار راوړی و چې د دونباس ټوله سیمه پرېږدي."
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی، که نوی ډیلی د روسیې د تېلو واردات بند نه کړي، نو د هند پر توکو به 'لویې تعرفې' ولګوي، چې دې کار د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ زیات کړی دی.
هغه ادعا وکړه چې لومړي وزیر نریندرا مودي په شخصي توګه ډاډ ورکړی و چې هند به دا پېرودنې ودروي.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جمهوري غوښتونکي ترک ګوند مشر، طوفان ارهورمن ته د شمالي قبرس ترکي جمهوریت په ولسمشریزو ټاکنو کې د بریا مبارکي ورکړه.
اردوغان هیله څرګنده کړه چې دا پایله به د دواړو هېوادونو او ټولې سیمې په ګټه وي.
غیر رسمي پایلو وښوده چې ارحورمن د ۶۲.۷۶ سلنه رایو په ګټلو سره اوسني ولسمشر ارسین تاتار ته، چې ۳۵.۸۱ سلنه رایې یې ګټلې وې، ماتې ورکړه."

