وروستي خبرونه | د لړم ۲۰
04:54
00:0004:54
نړۍ
وروستي خبرونه | د لړم ۲۰
د بشري حقونو ډله : اسرائیل د اوربند د نافذیدو وروسته هم په سیستماتیک ډول د فسلطینیانو نسل وژنې ته دوام ورکوي
6 ساعته مخکې

د جنیوا میشته د بشري حقونو یوې ډلې ویلي دي چې اسرائیل لا هم د فلسطیني ملکي وګړو پر وړاندې نسل وژنه کوي. د یورو-میډ د بشري حقونو څارونکي د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل، په اوسط ډول، هره ورځ اته فلسطینیان له هغه راهیسې وژل شوي چې تیره میاشت اوربند نافذ شو. دې ډلې زیاته کړه چې اسرائیل د فلسطیني ملکي وګړو "پلان شوي وژنې" ته دوام ورکوي، سره له دې چې د اکتوبر په ۱۰ مه د اسرائیل او د فلسطین د مقاومت ډلې حماس ترمنځ د اوربند له هوکړې یوه میاشت تیریږي.

د سوریې  ولسمشر الشرع د اوس لپاره له اسرائیل سره د اړیکو د عادي کولو خبرې ردوي

د سوریې ولسمشر احمد الشرع وايي، له اسرائیل سره د اړیکو د عادي کولو لپاره به هیڅ مستقیمې خبرې ونه شي - لږترلږه د اوس لپاره - حتی په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل ابراهیم تړون د بیا راژوندي کولو هڅې کوي. الشرع د دوشنبې په ورځ په خپلو خبرو کې، د سوریې د ګولان د لوړو پرله پسې اشغال ته اشاره وکړه، چې اسرائیل په ۲۰۲۴ کال کې د اسد رژیم له ړنګیدو وروسته په لویه کچه پراخ کړ. هغه وویل، د سوریې شرایط د هغو نورو هیوادونو په پرتله توپیر لري چې له دغه تړون سره یوځای شوي دي.

ملګري ملتونه: نړۍ باید په سودان کې د چټک غبرګون ځواکونو د "وحشتناکو ظلمونو" د مخنیوي لپاره سمدستي اقدام وکړي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر فولکر تورک وايي، نړۍ باید د سودان په الفاشر کې د هغه په وینا د "وحشتناکو ظلمونو" د مخنیوي لپاره سمدستي اقدام وکړي - او خبرداری یې ورکړ چې هیوادونه باید د اقدام کولو دمخه د "نسل وژنې" اعلان ته انتظار ونه کړي. د چټک ملاتړ ځواکونه - ملیشې د ۲۰۲۳ کال له اپریل راهیسې د سودان له پوځ سره په جګړه کې دي. دوی د اکتوبر په ۲۶ مه په لویدیځ دارفور کې وروستۍ پوځي کلا ونیوله. له هغه وخت راهیسې، د یوې وحشیانه ۱۸ میاشتنۍ محاصرې وروسته، ملګرو ملتونو او د بشري حقونو څو ډلو پراخ ظلمونه، د توکمیزې وژنې او تښتونو په ګډون مستند کړي دي.

د امریکا سنا مجلس د حکومت د ریکارډ بندیز د پای ته رسولو لایحه تصویب کړه، او د استازو مجلس ته یې استولې ده

په واشنګټن کې، د امریکا سنا د هغه څه د پای ته رسولو لپاره یوه لایحه تصویب کړه چې اوس د امریکا په تاریخ کې ترټولو اوږد حکومتي بندیز دی - ۴۱ ورځې او لا دوام لري. سناتورانو له ۶۰ موافقو او ۴۰ مخالفو رایو سره د ۲۰۲۶ کال د دوامدارو تخصیصونو او تمدیدونو قانون تصویب کړ. دا قانون به اوس د وروستۍ تصویب لپاره د استازو مجلس ته لاړ شي مخکې لدې چې په قانون بدل شي.


د اسرائیل د پوځ مشر د اکتوبر د ۷مې د "ناکامیو" په اړه د "سیستماتیک" څیړنې غوښتنه کوي

د اسرائیل د پوځ لوی درستیز وايي، د هغو ناکامیو په اړه باید سیستماتیکه څیړنه وشي چې په ۲۰۲۳ کال کې د اکتوبر د ۷مې د ناڅاپي بریدونو لامل شوې. دا پرمختګ په داسې حال کې کیږي چې د اسرائیل حکومت د څیړنې لپاره د دولتي کمیسیون له جوړولو سره مقاومت ته دوام ورکوي. لوی درستیز ایال ضمیر دا غوښتنه وروسته له هغه وکړه چې د یوې متخصصې کمیټې څخه یې وروستی راپور ترلاسه کړ چې هغه د بحران په اړه د پوځ د خپل مدیریت د څیړلو لپاره ګمارلې وه.

لا زیات واورۍ
وروستي خبرونه | لړم ۱۹
د ۳۴ تورو لرونکې ګډې ترکي الفبا معرفي کول، د ترکي نړۍ د هیوادونو ترمنځ د کلتوري همکاریو مهم ګام دی
د تاریخي حجاز ریلګاډي د بیا فعالیدو چمتوالی دوام لري.
چین ولې د پرمختلونکي هېواد ګټې پرېښودې؟
د زلزلو پر وړاندې عامه پوهاوی
د تورکیې دفاعي صنعت
د ماشومانو ډیجیټل کارګري
نادر ځمکني عناصر ، د ننۍ نړۍ د قدرتونو د سیالۍ اصلي عنصر
اټومي سیاستونه
په فضا کې فضايي کثافات په چتکۍ سره مخ په ډیریدو دي