وروستي خبرونه| د ثور ۲۲مه
00:00
00:0000:00
نړۍ
وروستي خبرونه| د ثور ۲۲مه
ولسمشر رجب طیب اردوغان د مې په ۱۵ مه په استانبول کې د روسیې او اوکراین د سولې د خبرو د بیا پیلولو په اړه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د وړاندیز هرکلی وکړ او د خبرو اترو کوربه توب ته یې د تورکیې چمتووالی څرګند کړ.
12 می 2025

حماس اعلان وکړ چې دوی به د امریکا سره د مستقیم اوربند د خبرو د یوې برخې په توګه ۲۱ کلن امریکایی – اسرائیلي عسکر ایدان الکساندر خوشې کړي.

پاکستان ادعا کړې چې په وروستی جګړه کې یې د هند پر ۲۶ پوځي مرکزونو بریدونه کړي او د نوي ډیلي په ګډون یې د هند په لویو ښارونو کې بې پیلوټه الوتکې ځای پر ځای کړي دي، ځکه چې دواړه اټومي وسله وال سیالان د شنبې له ورځې راهیسې دښمنۍ په احتیاط پای ته رسوي.

د کانګو دیموکراتیک جمهوریت په جنوبي کیو ولایت کې سختو سیلابونو لږ تر لږه ۶۲ تنه وژلي او ۵۰ تنه لا هم لادرکه دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سویس کې د چینایي چارواکو سره د سوداګرۍ په اړه "خورا ښه ناسته" اعلان کړه او ادعا یې وکړه چې د متحده ایالاتو او چین په اړیکو کې "بشپړه بیا رغونه"  شوې ده.



لا زیات واورۍ
وروستي خبرونه | د لیندۍ ۲۴
د چاپیریال په اړه نړۍوال کنفرانس
د ۳۴ تورو لرونکې ګډې ترکي الفبا معرفي کول، د ترکي نړۍ د هیوادونو ترمنځ د کلتوري همکاریو مهم ګام دی
د تاریخي حجاز ریلګاډي د بیا فعالیدو چمتوالی دوام لري.
چین ولې د پرمختلونکي هېواد ګټې پرېښودې؟
د زلزلو پر وړاندې عامه پوهاوی
د تورکیې دفاعي صنعت
د ماشومانو ډیجیټل کارګري
نادر ځمکني عناصر ، د ننۍ نړۍ د قدرتونو د سیالۍ اصلي عنصر
اټومي سیاستونه