نتنیاهو په غزه کې د اسرائیلو هوايي ځواک په یوازې دوو ورځو کې ۵۰ لوړو ودانیو د ویشتلو نه خبر ورکړ او خبرداری یې ورکړ چې دا د لوی ځمکني برید لپاره یوازې "پیل " دی.
هغه له اوسیدونکو وغوښتل چې له سیمې څخه ووځي، پداسې حال کې چې حماس دا څرګندونې ستر قتل عام او جنایت وبللې.
د غزې چارواکي وايي، د ۲۰۲۳ کال له اکټوبر راهیسې تر ۶۴۵۰۰ ډېر فلسطینیان د اسرائیلو له خوا وژل شوي دي.
د بریکس مشرانو د امریکا " تعرفې بلیک میل" وباله
د بریکس په بیړنۍ غونډه کې، برازیل، چین او هند د ډونالډ ټرمپ د وارداتو ۵۰ سلنه تعرفه وغندله.
د برازیل ولسمشر لولا دا "د تعرفې بلیک میل" بللی، ویلي یې دي چې واشنګټن تجارت د سیاسي ګټې په توګه کاروي.
امریکا ته د برازیل صادرات راټیټ شوي ، او ټرمپ ادعا کوي چې هغه لولا ته د پخواني ولسمشر بولسونارو پروړاندې د "عملیاتو پیلولو له امله سزا ورکوي.
د تایلنډ یوې محکمې تاکسین ته د بېرته زندان امر کړی
د تایلینډ سترې محکمې ویلي دي چې پخواني لومړي وزیر تاکسین شیناواترا ته وړکړل شوې بند سزا هغه د روغتون په یوه لوکسه خونه کې تیره کړې ده او د خپلې ناروغۍ نه يي ناوړه ګټه پورته کړې ده .
قاضیانو وویل چې هلته د هغه پاتې کیدل د بند موده نه شمیرل کیږي ، او هغه ته یې د یو کال لپاره بیرته زندان ته د تلو امر وکړ.
۷۶ کلن تاکسین د فساد او له واک څخه د ناوړه ګټې اخیستنې په تور محکوم شوی و، خو له جلاوطنۍ څخه تر راستنېدو وروسته یې تر ډېره حده له یوې حجرې ډډه کړې وه.
مادورو ۲۵۰۰۰ سرتیري پولو ته لیږي
د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو د کولمبیا سرحد او د کارابین سواحلو ته نږدې ۲۵۰۰۰سرتیري په داسې حال کې لیږولو نه خبر ورکوي چې د امریکا جنګي کښتۍ سیمې ته نږدې شوې.
هغه وویل چې دا سرتیري به د خپل ملي حاکمیت نه د دفاع او د تیلو کلیدي تصفیه خانو خوندي کولو په موخه په سیمه کې ځای په ځای کړي.
دا اقدام د واشنګټن او کاراکاس ترمنځ مخ په زیاتیدونکي کړکېچ په ګوته کوي، چې د مقابلې وېره زیاتوي.
ټیکنوفسټ نړۍوال فیستیوال بیرته استانبول ته راستون شو
د تورکیې تر ټولو لوی د ټکنالوژۍ فیستیوال، ټیکنوفسټ، د سپټمبر له ۱۷ څخه تر ۲۱ پورې په استانبول کې د اتاترک په هوائی ډګر کې ترسره کیږي.
پدې پنځه ورځني فیستیوال کې به د ټکنالوزۍ ، روبوتیک، مصنوعي زیرکتیا او هوايي چارو په برخه کې سیالي کوونکو ۳ عشاریه ۶ میلیونه ډالرو انعامونو او تمویل ورکړ شي.
د سیالیو ترڅنګ، لیدونکي کولی شي د هوائی نندارتونونو، نندارتونونو، او لاسي ورکشاپونو څخه ننداره وکړي.

