آیا تاسو کله فکر کړی چې موږ مینه، غوسه یا خوښي په مختلفو کلتورونو او ژبو کې په یو ډول احساسوو؟ د مثال په توګه، په انګلیسي ژبه کې موږ وایو "love"، په تورکي کې "sevgi"، او په پښتو ژبه کې "مینه". خو آیا دا کلمې په دریوواړو ژبو کې یو شان احساسات او نظرونه انعکاسوي؟
د شمالي کارولینا پوهنتون او د ماکس پلانک انسټیټیوټ څېړونکو د دې په اړه په زړه پورې څېړنه ترسره کړې چې مختلفې ژبې څنګه خپل احساسات څرګندوي. دوی دا وڅېړل چې په نږدې ۲۵۰۰ ژبو کې په نړۍ کې څنګه د غوسې، وېرې او خوښۍ په څېر احساسات څرګندېږي. د دوی موندنې، چې په ساینس مجله کې خپرې شوې، په رښتیا حیرانوونکې وې.
داسې ښکاري چې د احساساتو په اړه زموږ د فکر کولو طریقه کېدای شي په هغې ژبې پورې اړه ولري چې موږ پرې غږېږو. د احساساتو لپاره ځینې کلمې دومره ځانګړې دي چې داسې ښکاري چې یوازې یو کلتور پورې اړه لري. د مثال په توګه، جرمني کلمه "زینزوخت " د یو بل ډول ژوند لپاره پیاوړې غوښتنې ته اشاره کوي او په ډېرو نورو ژبو کې مستقیم ژباړه نلري. همدارنګه، د پاپوا نیو ګیني د باینینګ خلکو له ژبې څخه د "awumbuk" اومبوک کلمه، د میلمنو تلو نه وروسته د یوې تشې د رامنځته کیدو احساس تشریح کوي .
خو خبره یوازې په ځانګړو کلمو کې نه ده. خبره په مختلفو ژبو کې لا په عام توګه استفاده کیدونکو کلمو سره د احساساتو ښکارندويي ده.

