د اسرائیلو پوځ په بې ځایه شویو خلکو، ملکي وګړو، د ښاروالۍ ټیمونه او نوو بې ګناه خلکو باندې په وحشیانه توګه بریدونو ته دوام ورکوي.
په غزه کې د فلسطیني رسنیو دفتر وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلو پوځیانو تر ۱۱۰ ډېر کسان وژلي دي.
په شمالي ښار بیت حانون کې پر یوه ښوونځي باندې د اسرائیلو تر ټولو خونړی برید لږ تر لږه ۴۳ کسان ووژل.
د تېر کال د نسل وژنې له پیل راهیسې د اسرائیلو په بریدونو کې تر ۲۱۳ ډېر پناه ځایونه په نښه شوي او د ملکي دفاع ۹۴ کارکوونکو هم د اسرائیلو په بمباریو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د رسنیو دفتر همداراز ویلي، چې اسرائیلي پوځ په دې وروستیو ورځو کې پر طبي ټیمونو او روغتونونو پرله پسې ډله ییز بریدونه کړي، چې ګڼ شمېر ډاکټران او روغتیاي پرسونل یې وژلي دي.
د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د هیئت التحریر الشام مشر احمد الشرع سره په سوریه کې د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې.
د سوریې د موقت حکومت د سرچینو د معلوماتو له مخې، ګیر پیډرسن د بشارالاسد د رژیم له نسکوریدو وروسته د لومړي ځل لپاره دمشق ته تللی چې له شرع سره وګوري.
شرع په دغه کتنه کې د ملګرو ملتو د امنیت شورا د ۲۲۵۴ پریکړه لیک د تازه کولو او د سوریې د حالاتو له اوسنیو واقعیتونو سره د سمون په ضرورت ټینګار وکړ.
هغه د سوریې د خلکو د ستونزو د حل لپاره د چټکې او اغېزمنې همکارۍ اړتیا په ګوته کړه.
شرع، په خوندي توګه د سوري کډوالو د راستنیدو لپاره مناسب چاپیریال چمتو کولو او د دې پروسې اقتصادي او سیاسي ملاتړ چمتو کولو غوښتنه وکړه. هغه یادونه وکړه چې دا ګامونه باید ، په ډیر احتیاط، پاملرنې او د متخصص ټیمونو تر څارنې لاندې ترسره شي.
د ۲۲۵۴ پریکړه لیک، چې د ۲۰۱۵ کال په دسمبر کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا تصویب شو، په سوریه کې د انتقالي ادارې د جوړولو وړاندوینه کوي.
په دې اساس، خبرې اترې باید په شپږو میاشتو کې بشپړې شي، انتقالي اداره باید جوړه شي، او نوې اداره باید په ۱۲ میاشتو کې اساسي قانون چمتو کړي او هیواد عادلانه ټاکنو ته لار هواره کړي.
پداسې حال کې چې د سویلي کوریا عالي محکمه د پارلمان لخوا له دندې ګوښه شوي ولسمشر یون سوک یول د قضیې په اړه چې ایا له دندې ګوښه کړی شي او که بیرته ورته دنده اعاده کړی شي لومړنۍ غونډه کوي ، د سویلي کوریا پولیس د پارلمان لخوا له واکه لرې شوي ولسمشر یون سوک یول په اړه د اضطراري وضعیت د اعلانولو له امله د روانو تحقیقاتو په چوکاټ کې د تحقیقاتو لپاره احضارولو ته چمتووالی نیسي . د پولیسو ، د فساد ضد ادارې او دفاع وزارت د استازو په ګډون یو ګډ تحقیقاتي ټیم په پام کې لري چې د یون د چهارشنبه په ورځ د پوښتنو لپاره احضار کړي. نوموړی ټیم غواړي چې معلوم کړي چې د ولسمشر یون لخوا اعلان شوی اضطراري وضعیت ایا د بغاوت او واک د غضب په جرایمو کې داخلیږي او که نه؟
د سوریې د پلازمېنې دمشق په حسینیه ولسوالۍ کې یو ډله ییز قبر وموندل شو.
دا کشف په سوریه کې د بشارالاسد د رژیم له نسکوریدو وروسته د لټون او تحقیقاتو د هڅو یوه برخه ده.
د ویلو ده چې دا ډله ييز قبر د پلازمېنې دمشق په جنوب ختيځ کې د هوايي ډګر شاته موقعیت لري. دا قبر په سوریه کې د اسد رژیم د نسکوریدو نه وروسته د روانو پلټنو په چوکاټ کې موندل شوی دی.
ددې ترڅنګ د سوریې په پلازمینه دمشق کې یوه ویلا کور چې ویل کیږي د مخدره موادو د تولید مرکز وو او د اسد د ورور ماهر اسد پورې اړوند وو کشف شوی دی.
د هند په اقیانوس کې د فرانسې په مستعمره ټاپو کې د چایډو توپان له امله ممکن څو سوه کسان وژل شوي وي.
د فرانسې د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د قربانیانو دقیقه شمیره ورکول به ستونزمن وي او ویلي یې دي چې په دې مرحله کې دقیق ارقام نه شي ټاکل کیدی.
ویل کیږي د چایډو توپان د شپې په اوږدو کې نوموړو ټاپو وځپو، د توپان سرعت په ساعت کې له ۲۰۰ کیلومترو څخه تیر وو. د نوموړي توپان په نتیجه کې یو زیات شمیر کورونه، روغتونونه او دولتي ودانۍ زیانمنې شوي دي.

