د ايران د روغتيا وزارت اعلان وکړ چې د فبرورۍ له ۲۸مې د مارچ تر ۴مې پورې د امريکا او اسرائيلو په بريدونو کې د وژل شويو کسانو شمېر لږ تر لږه ۹۲۶ ته لوړ شوی او ۶۱۸۶ نور ټپيان دي. د وزارت وياند حسين کرمانپور وويل چې په وژل شويو کې ۱۳ سلنه ښځې او ۸۷ سلنه نارينه شامل دي.
ايران اسرائيل تورنوي چې د جګړې پراخولو لپاره يې په خليج کې د انرژۍ پر مرکزونو د بې پيلوټه الوتکو بريدونه کړي
ايراني چارواکو اسرائيل تورن کړل چې په خليج کې يې پر انرژۍ او ملکي ځايونو څو بې پيلوټه الوتکو (ډرون) بريدونه کړي دي؛ دوی دا د سيمې د غوسې پارولو او د تهران پر وړاندې د امريکا او اسرائيلو جګړې ته د عربي هېوادونو د راښکلو هڅه وبلله. د ایران د بهرنيو چارو وزارت يوه چارواکي وويل چې پر سعودي عربستان او عمان ځينې وروستي بريدونه د ايران لخوا نه دي شوي. دا ادعاوې پر سعودي تاسيساتو (لکه د راس تنوره تېلو تصفيه خانه او په رياض کې د امريکا سفارت) او د عمان د دقم بندر پر دوو اهدافو له لږ تر لږه پنځو ډرون او ميزايلي بريدونو وروسته کېږي.
د امريکا سنا د واشنګټن او ايران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو هڅه رد کړه
د امریکا متحده ايالاتو سنا د ډيموکراتانو په مشرۍ هغه هڅه رد کړه چې غوښتل يې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره اړ کړي ترڅو د کانګرس له اجازې پرته د ايران جګړه ودروي. په ۴۷-۵۳ رايو سره، سناتورانو ونه شو کړای د "ايران جګړې واکونو پرېکړه ليک" پرمخ يوسي. دغه پرېکړه ليک غوښتنه کوله چې اداره بايد په جګړه کې د امريکا ګډون پای ته ورسوي، مګر دا چې کانګرس په رسمي ډول د پوځي ځواک کارول تصويب کړي.
ملګري ملتونه: په غزه کې ښځې او نجونې د يوې سختې بشري تراژيدۍ په حال کې دي
د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې يوې جګپوړې چارواکې ويلي چې په غزه کې ښځې او نجونې د نړۍ تر ټولو ويجاړونکي بشري ناورين کې ژوند کوي. سارا هنډريکس وويل چې په غزه کې، چې د اسرائيلو لخوا ويجاړه شوې، د ډېرو لپاره ژوندي پاتې کېدل په يوه ورځنۍ مبارزه بدل شوي دي.
اردوغان: (تورکيه) د خپلو پولو او فضا په خوندي کولو کې له هيڅ ډول هڅې درېغ نه کوي
د تورکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان ويلي چې هېواد يې د سيمې د مخ په زياتېدونکو ترينګلتياوو په ترڅ کې د خپلو پولو او هوايي حريم د ساتلو لپاره ټول اړين اقدامات کوي. هغه ټینګار وکړ چې د انقرې دفاعي وړتیا په لوړه کچه کې ده. دا څرګندونې وروسته له هغه وشوې چې د تورکیې د دفاع وزارت په وینا، له ایران څخه د تورکیې د هوايي حريم په لور توغول شوی یو بالستیک توغندی په ختیځه مديترانه کې د ناټو د هوايي دفاعي واحدونو له خوا شنډ کړای شو.
