وروستي خبرونه | د زمري ۱۴
00:00
00:0000:00
نړۍ
وروستي خبرونه | د زمري ۱۴
ډاکټرانو ویلي، په غزه کې د اسرائیلو په تازه بریدونو کې لږ تر لږه ۶۳ فلسطینیان وژل شوي دي.
5 اګست 2025

د برازیل سترې محکمې پخوانی ولسمشر جیر بولسونارو د کودتا د سازش د تورونو له امله  په کور کې په نظر بند کیدو محکوم کړ.
د محکمې د حکم له مخې پر هغې  د تیلیفون کارول او د وکیلانو پرته د چا سره د لیدنې او ملاقات کولو څخه منع کوي.
قاضي الکساندر ډی موریس وویل بولسونارو د محکمې پخوانیو حکمونو څخه سرغړونه کړې. دا اقدام سیاسي کړکیچونه زیاتوي ځکه چې د بولسونارو متحدین په غوسه دي.


د ټیکزاس له ۵۰ څخه ډیر دیموکرات وکیلان  د سیمې په اړه د جمهوریت غوښتونکو لخوا د ټاکنو د نصاب له سره د ټاکلو په اړه په رای اچونه کې د نه ګډون او ددوې پر وړاندې د خنډو جوړولو له امله له ایالت څخه وتلي دي . د تګزاس والي ګریګ ابوټ ګواښ وکړ چې که دوی بیرته راستانه نشي نو د هغوې پر ځای به نوي وکیلان وټاکل شي.

جمهوري غوښتونکي وايي چې د تګزاس په اړه د ټاکنو د نوي نصاب په اړه  نقشه به راتلونکي کال کې د دوی د استازو جرګې کمزوری اکثریت وساتي، پداسې حال کې چې دیموکراتان په ګوندي تعصب تورنوي. سیالي ممکن د اونیو لپاره وغځیږي."

 

"تورکیه کې د چینایي سیلانیانو شمېر مخ په زیاتیدو دی، تیر کال ۴۰۹،۰۰۰ سیلانیان راغلي وو، چې د ۲۰۲۳ کال په پرتله ۶۵ سلنه زیاتوالی ښيي.
سفیر جیانګ زیوبین د تورکیې لرغونې تاریخ او طبیعي منظرو ته په ځانګړي توګه د وبا څخه وروسته نمري ورکړي.
کاپادوکیا او استانبول په سر کې پاتې دي، تمه کیږي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې به سیاحت نور هم پیاوړی کړي.

 

د انګلستان د رویال اوپیرا هاوس  مرکز د ۲۰۲۶کال فصل لپاره د اسرائیلي هنرمندانو نندارې لغوه کړې. ویل کیږي دا ګام د اسرائیلو لخوا په غزه کې د روان نسل وژنې له امله اوچت شوی دی. ددې ادارې کارکوونکو په رویال اوپیرا هاوس مرکز باندې فشار راوړه ترڅو اسرائیلو نندارې لغوه کړي.
د اسرائیلو ملي اوپیرا د پریکړې وروسته د خپلې ویب پاڼې څخه د رویال اوپیرا لیستونه پاک کړل.

لا زیات واورۍ
وروستي خبرونه | د لیندۍ ۱۴
د چاپیریال په اړه نړۍوال کنفرانس
د ۳۴ تورو لرونکې ګډې ترکي الفبا معرفي کول، د ترکي نړۍ د هیوادونو ترمنځ د کلتوري همکاریو مهم ګام دی
د تاریخي حجاز ریلګاډي د بیا فعالیدو چمتوالی دوام لري.
چین ولې د پرمختلونکي هېواد ګټې پرېښودې؟
د زلزلو پر وړاندې عامه پوهاوی
د تورکیې دفاعي صنعت
د ماشومانو ډیجیټل کارګري
نادر ځمکني عناصر ، د ننۍ نړۍ د قدرتونو د سیالۍ اصلي عنصر
اټومي سیاستونه