د ورځې مهمې خبرونه
00:00
00:0000:00
نړۍ
د ورځې مهمې خبرونه
د ورځې مهمې خبرونه
18 دسمبر 2024

اسرائیل پر غزې خپلو بریدونو ته دوام ورکوي. د غزې په شمالي ښار بیت لاهیا کې د بې ځایه شویو کورنیو پر یوه کور په وروستي برید کې اته فلسطینیان وژل شوي او اوه نور ټپیان شوي دي.
ویل کیږي پدې برید کې د وژل شوو او ټپیانو ډیری ښځې او ماشومان دي. د بله پلوه د امریکا د کورنیو استخباراتو مشر بیل برنز د فلسطیني ډلې حماس او اسرائیلو ترمنځ د اوربند او د بندیانو د تبادلې په خبرو اترو کې  د  وروستیو پرمختګونو په اړه د خبرو په موخه د قطر پلازمینې دوحې ته سفر کوي.

د فلسطیني مقاومت ډلې حماس په دوحه کې له اسرائیلو سره د اوربند او د بندیانو د تبادلې هوکړې ته د رسېدو په لاره کې وروستۍ خبرې اترې "مثبتې او جدي" بللې دي.
حماس په یوه لنډه بیانیه کې ویلي دي چې که اسرائیل د نویو شرطونو د لګولو مخه ونیسي نو یوه معامله ممکنه ده.
اسرائیلي رسنیو راپور ورکړی چې له حماس سره په غیر مستقیمو خبرو کې "پرمختګ" شوی چې موخه یې د یوې موافقې نهايي کول دي.

 

د تورکیې مرستیال ولسمشر جودت یلماز په سوریه کې د اسرائیلو کړنې په ځانګړې توګه د ګولان له لوړو څخه د اشغال شوې سیمې پراخول غندلي او هغه یې د سوریې د ثبات لپاره خورا خطرناک او زیانمنونکي اقدامات بللي دي.
یلماز د ۲۰۲۵ کال د بودیجې په اړه د پارلماني بحثونو په ترڅ کې د سوریې له ثبات څخه د ملاتړ لپاره د تورکیې پر ژمنې ټینګار وکړ او پر بهرنیو لاسوهنو یې نیوکه وکړه.
هغه وويل: "هېڅ هېواد په تېره بيا اسرائيل حق نه لري، چې هغو خلکو ته زيان ورسوي، چې په عزت سره يې مقاومت کړی او د خپل هېواد د بيارغاونې په هڅه کې دي، د اسرائيلو کړنې ناروا دي."
 

 


رویټرز او اژانس فرانس پرس خبري اژانسونو د نامعلومو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د اوکراین امنیتي خدماتو په مسکو کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د روسیې ډګر جنرال ایګور کیریلوف وژلی دی.
کیف کیریلوف یو جنګي مجرم ګڼلی، هغه یې د اوکرایني ځواکونو په وړاندې د ممنوع کیمیاوي وسلو د کارولو په امر تورن کړی او هغه یې د "بشپړ مشروع هدف" په توګه بللی دی.
په ځواب کې، د روسیې د امنیت شورا مرستیال دیمیتري میدویدیف خبرداری ورکړ چې د اوکراین مشرتابه ته به د دې وژنې لپاره د غچ اخیستنې ځواب ورکړي.

 

د روسيې پارلمان هغه لايحه تصويب کړه چې له مخې يې مسکو ته اجازه ورکول کېږي چې د افغانستان د طالبانو نوم د "ترهګرو" سازمانونو له لېست څخه وباسي.
د دولتي دوما هغه لایحه تصویب کړه، چې له لیست څخه د ډلو د ایستلو لپاره یو قانوني میکانیزم په ګوته کوي او د طالبانو په اړه د راتلونکي احتمالي پریکړې لپاره مرحله ترتیبوي.
دا لایحه به اوس د فدراسیون شورا ته ولیږدول شي او که تصویب شي، د توشیح په موخه به  ولسمشر ولادیمیر پوتین وړاندې شي.

 

 

لا زیات واورۍ
وروستي خبرونه | د لړم ۲۶
د ۳۴ تورو لرونکې ګډې ترکي الفبا معرفي کول، د ترکي نړۍ د هیوادونو ترمنځ د کلتوري همکاریو مهم ګام دی
د تاریخي حجاز ریلګاډي د بیا فعالیدو چمتوالی دوام لري.
چین ولې د پرمختلونکي هېواد ګټې پرېښودې؟
د زلزلو پر وړاندې عامه پوهاوی
د تورکیې دفاعي صنعت
د ماشومانو ډیجیټل کارګري
نادر ځمکني عناصر ، د ننۍ نړۍ د قدرتونو د سیالۍ اصلي عنصر
اټومي سیاستونه
په فضا کې فضايي کثافات په چتکۍ سره مخ په ډیریدو دي