د ورځې مهم خبرونه
00:00
00:0000:00
نړۍ
د ورځې مهم خبرونه
د ورځې مهم خبرونه
23 دسمبر 2024

د فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنر فیلیپ لازاریني پر غزې د اسرائیلو بریدنه غندلی او ویلي یې دي چې اسرائیلو"د جګړې ټول اصول د خپو لاندې کړي دي."
هغه وویل، د غزې په ۱۴ میاشتنۍ جګړه کې د ملکي تلفاتو زیاتوالی لیدل کیږي. ددې اصلي لامل د اسرائیلو لخوا ښوونځيو او روغتونونو په څیر په عامه ځایونو برید کول دي
لازارینی د اوږد مهاله اوربند په غوښتنه، د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره د سمدستي اقدام غوښتنه وکړه.
هغه خبرداری ورکړ چې "نړۍ باید بې درکه پاتې نشي."

 

 

د اسرائیلو پوځ د نوامبر د ۲۷مې د اوربند په سرغړونې سره د لبنان په جنوبي سیمو کې ګنشمیر کورونه ویجاړ  کړي دي.
د ۲۸۷ راپور شوو سرغړونو رسمي ارقام ښیې چې پدې سرغړونو کې ۳۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی  او ۳۷  تنه نور ټپیان شوي دي.
د لبنان ملي خبري اژانس  راپور ورکړی چې د نباتیه په کفرکلا او بنت جبیل په سیمو بریدونه شوي چې سیمه ایز تاوتریخوالی یې زیات کړی دی.

 

 

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین پر وړاندې د "لوی ویجاړۍ"  ګواښ وکړ. وروسته له هغې چې اوکراین د بې پیلوټه الوتکې سره د روسیې د کازان په یوه لوړ پوړې ودانۍ  چې د سرحد څخه ۱۰۰۰  کیلومتره لرې پرته ده برید وکړ روسیې اوکراین په لا ستر برید وګواښه.
زیاتېدونکي هوايي بریدونه په نږدې درې کلنه جګړه کې کړکېچ لا پسې ژوروي.
په داسې حال کې چې اوکراین د برید په اړه چوپه خوله پاتې دی، پوتین ګواښ کړی چې خامخا به ددې برید غچ واخلي . هغه ویلي دي چې اوکراین باندې به ډیره ستره بیه پرې کړي . پوتین تر دې مخکې ګواښ کړی و چې د روسیې پر خاوره د اوکراین د بریدونو په ځواب کې به د هایپرسونیک بالستیک توغندي په وسیله د کیف مرکز په نښه کړي.

 

  

د یوه چارواکي په وینا د سختو سرحدي اقداماتو سره سره په تیرو دوو میاشتو کې، ۶۰،۰۰۰ روهینګیایان د میانمار له جګړې ځپلي راخینه ایالت څخه بنګله دیش ته تښتیدلي دي.
بنګله دېش چې لا دمخه د یو عشاریه ۲  میلیون کډوالو کوربه دی، د بحران د مخنیوي لپاره د نړیوالې همکارۍ غوښتنه کوي.
چارواکي د پولو په اوږدو کې فساد په ګوته کوي او د میانمار پر اړتیا ټینګار کوي چې داخلي مسایل د خبرو له لارې حل کړي.
سیمه ایزې خبرې اترې دوام لري، خو تر اوسه پورې کوم حل ندی رامنځته شوی.

 

 

د نیکي آسیا ورځپاڼي په وینا، د جاپان د سیالۍ ادارې ګوګل د انحصاري قانون څخه سرغړونې په تور تورن کړی دی. د جاپان د عادلانه سوداګرۍ کمیسیون ویلي دي تمه کیږي چې د ګوګل د لټون خدماتو په اړه د پلټنو وروسته  وروستۍ پریکړه وشي. کیدای شي چې پدې هیواد کې د ګوګل پر فعالیتونو د بندیز لګولو امر صادر شي. دا پرمختګ په داسې حال کې ترسره کیږي چې په اروپا او امریکا کې د ګوګل د واکمنۍ په لور ورته ګامونه اخیستل کیږي، او نړیوال کنټرول مخ په ډیریدو دی. د امریکا د عدلیې وزارت پدې وروستیو کې استدلال وکړ چې ګوګل باید خپل کروم براوزر له مینځه یوسي ترڅو د خپل لټون انحصار مات کړي.

لا زیات واورۍ
وروستي خبرونه | د لیندۍ ۱۴
د چاپیریال په اړه نړۍوال کنفرانس
د ۳۴ تورو لرونکې ګډې ترکي الفبا معرفي کول، د ترکي نړۍ د هیوادونو ترمنځ د کلتوري همکاریو مهم ګام دی
د تاریخي حجاز ریلګاډي د بیا فعالیدو چمتوالی دوام لري.
چین ولې د پرمختلونکي هېواد ګټې پرېښودې؟
د زلزلو پر وړاندې عامه پوهاوی
د تورکیې دفاعي صنعت
د ماشومانو ډیجیټل کارګري
نادر ځمکني عناصر ، د ننۍ نړۍ د قدرتونو د سیالۍ اصلي عنصر
اټومي سیاستونه