ملګري ملتونه وايي غزه د مرستې رسولو لپاره د نړۍ ترټولو خطرناکه سیمه نده. دا خبره د ملګروملتونو یو تن چارواکي ټام فلیچر وکړه. هغه د یو پراخ بحران خبرداری ورکړ.
د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو او د بېړنیو مرستو د همغږي کوونکي مشر وویل: "د بشردوستانه مرستو له نظره غزه تر ټولو د خطرناکه سیمې په توګه نومول شوې ده . هغه وویل چې سږ کال په نړۍ کې د ملکي وګړو د تلفاتو او وژنو شمیره ریکارډ کچې ته لوړه شوې ده . د غزې تړانګه کې د اسرائيلو لخوا د روانو نسل وژنو په څلور سوه پنځوسمې ورځ کې لږ ترلږه پینځه څلوېښت زره درې سوه اوه اویا فلسطینیان وژل شوي او ۱۰۷ زره څخه زیات ژوبل شوي دي.
د اسرائیلو د دفاع وزیر د جولای په میاشت کې په تهران کې د حماس د پخواني مشر اسماعیل هنیه د وژل کیدو خبره افشا کړه.
هغه ګواښ وکړ چې په ورته ډول به د یمن حوثي مشرتابه هم په نښه کړي. هغه په غزه او لبنان کې په کلیدي شخصیتونو باندې د اسرائیلو پخوانیو بریدونو ته اشاره وکړه.
د یادولو وړ ده چې اسرائیل د لومړي ځل لپاره د هانیه په وژلو اعتراف کوي. دا اعتراف پداسې حال کې کیږي چې په سیمه کې وضعیت تر وروستۍ کچې خراب دی.
د امریکا د روغتیا پاملرنې اجرایوي رئیس په وژنه تورن لیوجي منجونی د ایالت د محکمې لخوا پر هغه پورې تورونه رد کړي او ویلي دي چې بې ګناه دی.
پداسې حال کې چې د منجوني د محاکمې پر مهال د محکمې سالون له خلکو ډک وو منجوني په لاسونو کې د زلونو سره د محکمې سالون ته راوړل شو.
د بله پلوه د مقتول د مدافع وکیل ادعا وکړه چې ددې دعوا په اړه د رسنیو د ډیرې زیاتې لیوالتیا او د منجونې نه د خلکو د ملاتړ له امله عالانه محاکمه ناممکنه ښکاري.
د محکمې بهر لاریون کونکو د منجوني په ملاتړ او د روغتیا پاملرنې سیسټم په اړه غوسه څرګنده کړه.
منجوني د محکومیت په صورت کې به هغ ه زندان ته واستول شي. د هغه بله محکمه د فبرورۍ په ۲۱ نیټه ټاکل شوې ده.
د ګرینلینډ لومړي وزیر موټ ایګډ د ټرمپ په اړه سخت غبرګون وښود. هغه وویل چې زمونږ هیواد او خاوره د خرڅولو نده. هغه دا څرګندونې د امریکا د منتخب ولسمشر ټرمپ لخوا د ارکټیک ټاپو په اړه څرګندونو په ځواب وکړې.
د ډنمارک اپوزیسیون د څرګند مقامت غوښته وکړه. د ویلو ده چې د ګرینلینډ ستراتیژیک ارزښت او بډایه سرچینو د نړۍوالو پام دې ټاپو ته اړولی دی.
د نوموړي ټاپو په اړه د ټرمپ غوښتنه د "بې ځایه غوښتنې په توګه رد شوه. همداشان داسې ښکاري چې دا مسئله په سیمه کې نوو ناندریو ته لار هواره کړي.
د جاپان د موټرو شرکتونو هونډا او نیسان د یوځای کیدو پلان اعلان کړ، چې موخه یې د نړۍ دریم لوی موټر جوړونکی دی.
دا پریکړه په داسې حال کې کیږي چې صنعت د بریښنایی موټرو په لور لوی بدلون سره پر مخ روان دی.
ویل کیږي د هونډا او نیسان کمپنیو د یو ګډ ستر سهامي شرکت د جوړولو پریکړه کړې ده .
د نوموړي ستر شرکت مشري به په پیل کې هونډا شرکت په غاړه واخلي.

