وروستي خبرونه | د تلې یا میزان ۴
00:00
00:0000:00
نړۍ
وروستي خبرونه | د تلې یا میزان ۴
د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د تورکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان نه په سپينه ماڼۍ کې هرکلی وکړ او هغه يې ډېر دروند شخص وباله، چې په تورکيه، اروپا او “په ټوله نړۍ کې” ستايل کېږي.

د پنجشنبې په ورځ د بیضوي دفتر غونډه، چې وروسته د کابینې په خونه کې د کاري غرمې ډوډۍ وشوه، د ناټو د متحدينو لپاره په حساسې شيبې کې رامنځته شوه.

ټرمپ وويل، هغه او اردوغان به د دفاعي وسلو د پلور په اړه پراخې خبرې وکړي، په ځانګړي ډول د تورکيې له خوا د امريکايي  F-16 او F-35 جنګي الوتکو د پېرلو احتمالي پیرود.

د هامبرټو طوفان په مرکزي اتلانتیک کې رامینځته شوی، چې د فصل اتم نومول شوی طوفان دی، او وړاندوینه کونکو خبرداری ورکړی چې دا کولی شي په چټکۍ سره په یوه قوي طوفان بدل شي. 

د تورکیې – مصر د دوستۍ سمندر-۲۰۲۵ (بحر الصداقة)” سمندري پوځي تمرين د پنجشنبې په ورځ د تورکيې د موغلا ښار په مارماريس کې د اکساز سمندري اډه کې شروع شو.

د TCG اوروچ ریس په کښتۍ کې د خبرو پر مهال، د سمندري ځواکونو ډګروال احمد قاچار وویل چې دا تمرین د تورکیې او مصر د سمندري ځواکونو ترمنځ دوه اړخیز، ژوندی تمرین و.

د سوماليا د ملي استخباراتو او امنيتي ادارې (NISA) ويلي چې دوی د الشباب د مشرانو او غړو پر ضد همغږي عمليات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې ۲۴ ترهګر وژل شوي دي.

دغه عمليات د هېواد د نړيوالو امنيتي ملګرو په همکارۍ د هيران، ګلګدود او سفلی شبيلي ولايتونو کې ترسره شوي دي.

د جرمني د صنعتي ستر شرکت بوش د پنجشنبې په ورځ وويل چې دوی به ۱۳ زره دندې لغوه کړي، چې ډېری به یې د موټرو په څانګه کې وي، او دا د هېواد د ستونزمن موټر جوړونې سکتور لپاره وروستی ګوزار بلل کېږي.

لا زیات واورۍ
وروستي خبرونه| د غوايي ۲۹
د ډیجیټل دورې نوی ګواښ: د مغزو ورستېدل
د چاپیریال په اړه نړۍوال کنفرانس
د ۳۴ تورو لرونکې ګډې ترکي الفبا معرفي کول، د ترکي نړۍ د هیوادونو ترمنځ د کلتوري همکاریو مهم ګام دی
د تاریخي حجاز ریلګاډي د بیا فعالیدو چمتوالی دوام لري.
چین ولې د پرمختلونکي هېواد ګټې پرېښودې؟
د زلزلو پر وړاندې عامه پوهاوی
د تورکیې دفاعي صنعت
د ماشومانو ډیجیټل کارګري
نادر ځمکني عناصر ، د ننۍ نړۍ د قدرتونو د سیالۍ اصلي عنصر