د ورځې مهم خبرونه
00:00
00:0000:00
نړۍ
د ورځې مهم خبرونه
د ورځې مهم خبرونه
17 دسمبر 2024

د امریکا د متحده ایالتونو منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ په سوریه کې د وروستیو پرمختګونو د ارزونې پر مهال وویل، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ډېر هوښیار او ډېر پیاوړی شخص دی.

ډونلډ ټرمپ د فلوریډا په مارالاګو کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال په سوریه کې د بشارالاسد د رژیم د نسکورېدو د وروستیو پرمختګونو په اړه ارزونې وکړې.

ټرمپ وویل " تورکیه ډیر هوښیار دی. ولسمشر اردوغان ډیر هوښیار او ډیر پیاوړی شخص دی. زه ویلی شم چې اسد د ماشومانو قصاب دی."

ټرمپ د دې په بیانولو سره چې امریکا کولای شي په سیمه کې له تورکیې سره په ګډه کار وکړي. هغه د یو خبریال ددې پوښتې په ځواب کې چې ایا «تاسو به په سوریه کې د ۹۰۰ امریکايي پوځیانو په اړه څه  ډول ګام اوچت کړۍ؟ وویل ، "د دې ګام په اړه نورې  لارې  هم شتون لري چې یوه يي تورکیه ده.

ټرمپ د تورکیې په اړه وویل چې "یو مهم ځواک" دی ،  (ولسمشر) اردوغان هغه څوک دی چې زه ورسره ښه ملګری یم. هغه یو لوی نظامي ځواک لري. او دا ځواک له جګړو څخه ندی اغیزمن شوی"

 

په برلین کې میشت د بشري حقونو یوې ډلې موندلي چې اسرائیل په غزه کې قتل عام کړی دی. په برلین کې میشت د بشري حقونو یوې ډلې د اساسي قانون او بشري حقونو لپاره د اروپا مرکز ویلي چې اسرائیل په غزه کې د فلسطینیانو نسل وژنه کوي.
دې ډلې په یوه بیان کې ویلي دي، چې په غزه کې د اسرائیلو د کړنو په اړه د دوی خپلواکه څیړنه او تحلیل د "قانوني پلوه کره شواهد او دلایلو سره ښودلې ده چې نسل وژنه ترسره کیږي.
دې ډلې څرګنده کړه چې ډیری راپورونه، تبصرې او قضاوتونه د دې پایلې ملاتړ کوي، د وضعیت شدت نور هم په ګوته کوي.

امریکا د اسرائیلو او حماس ترمنځ د احتمالي اوربند او د بندیانو د تبادلې په اړه وروستۍ خبرې "ګټورې" بللې دي.

امریکا ویلي دي چې په بعضو مسئلو کې اختلاف د نظر شتون.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند میتیو میلر د یوې مطبوعاتي غونډې په ترڅ کې وویل چې په وروستیو ورځو کې خبرو اترو پرمختګ کړی خو زیاته یې کړه چې "ډیر لږ شمیر اختلافات" لاهم حل کولو ته اړتیا لري.
میلر وویل: "موږ د نورو منځګړیتوبونو سره د اختلافاتو د کمولو لپاره کار کولو ته دوام ورکړو،" میلر یوې موافقې ته د رسیدو لپاره روانو هڅو ته اشاره وکړه.

 

د سوریې په درعا ولایت کې تر ۱۲ ډېر ډله ییز قبرونه موندل شوي، چې ګومان کېږي د هغو ملکي وګړو دي  چې د بشارالاسد د رژیم له خوا وژل شوي دي.
دغه قبرونه د دې میاشتې په پیل کې د بعث رژیم له نسکوریدو وروسته په ټول هیواد کې د لټون او سروې د روانو عملیاتو په ترڅ کې موندل شوي دي.
د ډله ایزو قبرونو د موندلو او مستند کولو هڅې په  سوریه کې  د بشارالاسد د واکمنۍ پرمهال د ترسره شوي ظلمونو د په ډاګه کولو په موخه روانې دي.

 

د امریکا  په لږ تر لږه  اتو ایالتونو کې لیدل شوي نامعلومه  ډرون الوتکو  اندیښنې او بحثونه راپارولي دي. د ویلو ده چې په امریکا کې د هوایی ځواک هډو په ګډون مهم ځایونو ته نږدې د نامعلوم ډرون الوتکو د لیدل کیدو  راپور ورکړ شوی دی.
د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر ټرمپ په مار-ا-لاګو کې په یوه خبري کنفرانس کې، د نوموړو ډورن الوتکو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې ( عجیب او غریب حالت روان دی. هغه موجود حکومت د معلوماتو په پټولو تورن کړ.
له میساچوسټس څخه تر اوهایو پورې لیدل شوو دې نامعلومو ډرون الوتکو ، خلک اندیښمن کړي او د ولسي جرګې څخه يي د بیړنیو تدابیرو غوښتنه کړې ده .

لا زیات واورۍ
وروستي خبرونه | د لیندۍ ۱۴
د چاپیریال په اړه نړۍوال کنفرانس
د ۳۴ تورو لرونکې ګډې ترکي الفبا معرفي کول، د ترکي نړۍ د هیوادونو ترمنځ د کلتوري همکاریو مهم ګام دی
د تاریخي حجاز ریلګاډي د بیا فعالیدو چمتوالی دوام لري.
چین ولې د پرمختلونکي هېواد ګټې پرېښودې؟
د زلزلو پر وړاندې عامه پوهاوی
د تورکیې دفاعي صنعت
د ماشومانو ډیجیټل کارګري
نادر ځمکني عناصر ، د ننۍ نړۍ د قدرتونو د سیالۍ اصلي عنصر
اټومي سیاستونه