ولسمشر  اردوغان د چهارشنبې په ورځ په استانبول کې د ۱۲ کلن برېتانوي فعال جوشوا هریس کوربه توب وکړ
تورکیه
ولسمشر اردوغان د چهارشنبې په ورځ په استانبول کې د ۱۲ کلن برېتانوي فعال جوشوا هریس کوربه توب وکړ
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د چهارشنبې په ورځ په استانبول کې د ۱۲ کلن برېتانوي فعال جوشوا هریس کوربه توب وکړ چې په اوټېزم اخته دی.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د چهارشنبې په ورځ په استانبول کې د ۱۲ کلن برېتانوي فعال جوشوا هریس کوربه توب وکړ چې په اوټېزم اخته دی. هریس د انګلستان په "پیټربورو" ښار کې پر یوه جومات د افراطي ښي اړخو له برید وروسته، د "د نفرت پر ځای کیک " په نوم کمپاین پیل کړ او د اسلاموفوبیا پر وړاندې د پیوستون ښودلو په موخه یې په کور کې جوړ شوي کیکونه پاخه او پر لمونځ کوونکو وویشل.

سره له دې چې له ګواښونو سره مخ وو، جوشوا او د هغه پلار ډان هریس دغه لړۍ پراخه کړه او په ټوله بریتانیا کې یې له ۱۰۰ څخه د زیاتو جوماتونو لیدنه وکړه. دوی په استانبول کې د خپل لس ورځني سفر پر مهال هم، د دوستۍ او یووالي د پیاوړتیا او د مسلمانانو ضد کرکې په وړاندې د درېدو په هدف، د تاریخي "سلیمانيه" جومات په ګډون په بېلابېلو جوماتونو کې د کورنیو کیکونو په ویشلو خپل دغه کمپاین جاري ساتلی دی.

 

لا زیاتې ویدیوګانې
فلسطیني ماشومې د اسرائیلو په بریدونو کې د خپلې کورنۍ ۱۰ غړي د لاسه ورکړ
ولسمشر اردوغان وویل چې عراق کولی شي په ورځ کې یو میلیون بېرله تېل تورکیې ته ورکړي
سانچیز هغې فلسطینۍ نجلۍ ته په زړه پورې ځواب ورکړ چې د هغه د دیوالي انځور په رسمولو کې یې برخه اخیستې
ډاکټر صادق احمد ، د لویدیځې تراکیا نه هیریدونکی رهبر
د مودي پولیس د هندي ځوانانو په ځپلو کې پاتې راغلل
د تورکیې دفاعي صنعت خپل نړیوال نفوذ پراخوي
ایا استانبول د "مینې ښار" په توګه د پاریس ځای نیسي؟
تورکیې په ۱۹۷۴ کال کې د قبرس د تورکانو د سر او مال د ساتنې په موخه د سولې عملیات ترسره کړل
د تورکیې ولسمشر اردوغان د جولای د ۱۵مې د کودتا د هڅې په لسمه کلیزه کې له خپل ملت څخه د هغوی د زړورتی
په تورکیه کې د کودتا هڅه څنګه رامنځته شوه؟