ولسمشر  اردوغان د چهارشنبې په ورځ په استانبول کې د ۱۲ کلن برېتانوي فعال جوشوا هریس کوربه توب وکړ
تورکیه
ولسمشر اردوغان د چهارشنبې په ورځ په استانبول کې د ۱۲ کلن برېتانوي فعال جوشوا هریس کوربه توب وکړ
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د چهارشنبې په ورځ په استانبول کې د ۱۲ کلن برېتانوي فعال جوشوا هریس کوربه توب وکړ چې په اوټېزم اخته دی.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د چهارشنبې په ورځ په استانبول کې د ۱۲ کلن برېتانوي فعال جوشوا هریس کوربه توب وکړ چې په اوټېزم اخته دی. هریس د انګلستان په "پیټربورو" ښار کې پر یوه جومات د افراطي ښي اړخو له برید وروسته، د "د نفرت پر ځای کیک " په نوم کمپاین پیل کړ او د اسلاموفوبیا پر وړاندې د پیوستون ښودلو په موخه یې په کور کې جوړ شوي کیکونه پاخه او پر لمونځ کوونکو وویشل.

سره له دې چې له ګواښونو سره مخ وو، جوشوا او د هغه پلار ډان هریس دغه لړۍ پراخه کړه او په ټوله بریتانیا کې یې له ۱۰۰ څخه د زیاتو جوماتونو لیدنه وکړه. دوی په استانبول کې د خپل لس ورځني سفر پر مهال هم، د دوستۍ او یووالي د پیاوړتیا او د مسلمانانو ضد کرکې په وړاندې د درېدو په هدف، د تاریخي "سلیمانيه" جومات په ګډون په بېلابېلو جوماتونو کې د کورنیو کیکونو په ویشلو خپل دغه کمپاین جاري ساتلی دی.

 

لا زیاتې ویدیوګانې
د اسرائیلو ځواکونو په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې هغه ودانۍ ړنګه کړه چې ۷۰ فلسطینیانو پکې اوسیدل
د اکټوبر پر ۷مه په څلورو قارو کې د بشري حقونو فعالانو د غزې په ملاتړ پراخ لاریونونه وکړل
د هند پولیسو د اپوزیسیون لېډر او یو شمېر وکيلان په دوو ورځو کې د درېيم ځل لپاره ونیول
پر سعودي عربستان د حوثیانو له بریدونو وروسته د مکې دفاعي تړون فعال شو
د تورکیې نوې کامیکازي بې پیلوټه سمندري کښتۍ «پیرانا» خپل هدف په دقیقه توګه له منځه یوړ
پزشکیان په ملګروملتونو کې د میناب د ماشومانو عکسونه وښودل
ماکرون : غزې ډیپلوماسي «یو داسې ننداره چې زمونږ د ټولو لپاره د شرم او خجالت ځای دی»
د انګلستان لخوا د غیرې قانوني اسرائیلي میشت ځایونو باندې بندیزونه څه ډول اغیزې کولی شي؟
بریتانیا په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د اسرائيلو پر غیرقانوني مېشت ځایونو بندیزونه اعلان کړل
فلسطیني بزګر هغو اشغالګرو اسرائیلیانو ته چې د زیتون ونې یې یوه یوه له بېخه ایستلې، داسې غږ وکړ: